Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Май
2022

Новости за 31.05.2022

تاجکستان کې پنځه وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان چارواکي وايي، چې د ګورنو بدخشان په ناآرامه سیمه کې یې پنځه نور وسله وال وژلي دي. له دې سره د دولتي ځواکونو په لاس د دې سیمې د وژل شویو اوسېدونکو شمېر ۲۶ ته لوړ شو، که څه هم د سیمې خلک وايي د وژل شویو کسانو شمېر تردې ډېر زیات دی. د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې وویل، چې دولتي ځواکونو په روشن ولسوالۍ کې پنځه تنه تروریستان چې عمرونه یې د ۳۰ او ۵۳ ترمنځ دي وژلي. په بیان کې د یوې تروریستي ډلې د مشرۍ په شک د یوه کس د نیولو خبره هم شوې ده. د کورنيو چارو وزارت دا هم ویلي،... Читать дальше...

هنديانو د نامتو سندرغاړي "سيدهو موسې والا" پر مړينه وير وکړ

Pa.azadiradio.com 

په هند کې خلکو نن د رپ موسیقې د نامتو سندرغاړي سیدهو موسې والا پر مړینې ویر وکړ. ۲۸ کلن موسې والا، چې په هند او همداراز د کاناډا او برتانیا په پنجابي ټولنو کې یې خورا زیات مینه والو لرل د یکشنبې په ورځ د هند په پنجاب ایالت کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو په خپل موټر کې ووژل شو. زرګونه کسان نن د پنجاب موسا نومي کلي ته ورغلل او د هغه مړي ته یې چې په ګلونو پوښل شوی و، درناوی وکړ. پولیس وايي، نوموړی د جنايي بانډونو د سیالۍ په پایله کې وژل شوی او د هغه د وژنې مسوولیت هم د ګولدي برار په نوم بانډ منلی دی.

اوکراین کې محکمې دوو روسي سرتېرو ته سزا ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین یوې محکمې دوه روسي سرتېري پر ملکي اهدافو په برید مجرم پېژندلي او دواړو ته یې د یوولس نیم کال حبس سزا اورولې ده. دا سرتېري تورن دي چې د فبروري په ۲۴مه یې د خارکییف سیمې په دریو ختیځو ښارونو کې د استوګنې پر څو ودانیو او یوه ښوونځي د هاوان ډزې کړي.



د طالبانو مخالفان د یوه متفاوت افغانستان شموله حکومت جوړېدل غواړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ځینې هغه پخواني چارواکي چې د طالبانو عمده سیاسي مخالفان بلل کېږي، وايي په خپلو تازه بحثونو کې د یوه متفاوت افغانستان­شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه، چې د ټولو قومونو له کادرونو جوړ وي. د دغو سیاستوالو له ډلې، انجنیر محمد خان چې په تېر حکومت کې د اجراییه ریاست مرستیال و، له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، افغان سیاستوالو د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویست سره په کتنه کې د داسې حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه، چې د ده په وینا د «سهامي حکومت» بڼه ونه لري.  هغه وویل... Читать дальше...

په کابل کې د موی ټای سیالۍ پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د موی ټای سیالۍ پیل شوې.  د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا سیالۍ د کابل له یو ډېر شمېر ورزشي کلپونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو په ګډون پیل شوي.  د کابل په کچه د موی ټای په دې سیالیو کې چې درې ورځې به دوام وکړي، د موی ټای د برخې لوبغاړي به د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په درېيو کټګوریو کې په خپلو کې سیالۍ وکړي.  د بدني روزنې او ورزش ریاست د معلومات پر بنسټ، دا سیالۍ د کابل منتخبې لوبډلې لپاره د غوره څېرو انتخاب بلل شوی.

په لغمان کې د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

په لغمان ولایت کې د فوټسال ولایتي سیالۍ نن پای ته ورسېدې.  د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د لغمان ولایت په کچه د پيروزي جام په نوم د فوټسال یادې سیالۍ چې دوه اوونۍ وړاندې د ۱۶ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، نن د فواد زرهي فوټسال لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې. د دې سیالیو په وروستۍ ورځ چې نن وه، چلنجر معدن لوبډله د فواد زرهي لوبډلې سره د سيالۍ ډګر ته لاړه او په پایله کې فواد زرهي لوبډلې ۳ د صفر په وړاندې چلنجر معدن ته ماتې ورکړه.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو او يو شمېر وزارتونو ترمنځ د ګډ کار هوکړې وشوې

Pa.azadiradio.com 

دا هوکړه‌لیکونه د چارو ادارې، اداري اصلاحاتوادارې، د مسلکي تعلمیاتو ادارې او د لوړو زده کړو، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو ترمنځ لاس‌لیک شول. احمد د کابل اوسېدونکی دی. دی وايي، له څو ورځې راهیسې د طالبانو په یوه اداره کې په خپل کار پسې لالهانده دی. د ده په خبره، که څه هم د تېر په پرتله د فساد مخه یو څه نیول شوې، خو په دولتي ادارو کې د سهل انګارۍ او کارکوونکو د کمې له امله یې کارونه ځنډېدلي دي. نوموړی وايي: "زه له څو ورځو راهیسې په خپل کار پسې سرګردان یم. کله... Читать дальше...

روسي ځواکونه د اوکراين ختيځ ښار سيورو – دونڅک مرکز ته ور نږدې شوي

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي، روسي ځواکونه نن سې شنبه د اوکراین له پوځیانو سره د کوڅه پر کوڅه جګړې په نتیجه کې د اوکراین د ختیځ ښار سیورو-دونیڅک مرکز ته ورنږدې شوي او دې جګړه کې د ښار زیاتې برخې نړېدلي دي. د اوکراین په ختیځه سیمه لوهانسک کې د روس-پلوه بېلتونپالو مشر، لیونید پاسیچ- نیک د روسیې تاس خبري اژانس ویلي، د اوکراین د سیورو-دونیڅک ښار دوه پر درېیمه برخه له وړاندې د دوی په کنټرول کې وه، خو د روسیې پرمختګ د ده په وینا د تمې خلاف یو څه چټک و. د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګه وايي، په سیورو-دونیڅک کې د مسکو... Читать дальше...



د اسپانیا لالیګاه فوټبال سیالۍ په اګست کې پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د اسپانیا لالیګاه فوټبال سیالۍ به د روان میلادي کال په اګست میاشت کې پیل شي.  د اسپانیې د فوټبال فدراسیون نن سه شنبې اعلان وکړ، چې ټاکل شوې د لالیګاه د الف او ب ګروپونو د فوټبال سیالۍ د روان میلادی کال د اګست میاشتې په ۱۴ نیټه پیل او د ۲۰۲۳ میلادي کال د جون تر څلورمې به دوام وکړي.  د اسپانیې د فوټبال فدراسیون د پرېکړې پر بنسټ، سږ کال منی د قطر د ۲۰۲۲ فوټبال جام سیالیو په مهال، د نومبر میاشتې له ۹ د ډسمبر میاشتې تر ۲۹ به د لالیګاه په لیګ کې هېڅ سیالۍ نه ترسره کېږي.  ټاکل شوې، د لالیګاه فوټبال... Читать дальше...

جوزيپ بوريل: پر مسکو نوي بنديزيونه به د روسيې د تېلو صادرات اغېزمن کړي

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر، جوزیپ بوریل وايي، پر روسیې به د دې ټولنې د بندیزونو شپږمه بسته یوازې د مسکو د اومه تېلو د صادراتو پر اندازه اغېز ونه کړي، بلکې د هغو د بیو د ټیټېدو سبب به هم شي. دا بندیزونه به په زیاته پیمانه اروپايي ټولنې ته د روسیې د تېلو د صادراتو د کمېدو سبب شي. بوریل نن سې شنبه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې خبریالانو ته وویل، دوی د روسیې تر ټولو مهم پېرېدونکي دي او هدف یې دا دی چې ډاډه شي روسیه د خپل جنګي ماشین د فعال ساتلو لپاره لږې مالي سرچینې لري. ښاغلي بوریل دا څرګندونې... Читать дальше...

د طالبانو په واکمنېدو سره هرات کې د ښځو لس رسټورانټونه تړل شوي

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې پخوانۍ مسوولانې وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په دې ولایت کې لس رسټورانټونه چې ښځو مدیریت کول، تړل شوي دي. واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېد وروسته، په هرات کې د ښځینه رسټورانټونو سقوط! صفیه محیطي مخکې له دې چې طالبان پر افغانستان واکمن شي، په هرات کې یې د "بانوان هریوا" په نوم رسټورانټ درلود.  اغلې محیطي اصلا‌ د کندز اوسېدونکې ده، خو په خپل ولایت کې د جګړو له امله هرات ته کډه شوه او هلته یې یو کورنی رسټورانټ جوړ کړ چې وروسته یې همدا رسټورانټ پراخ کړ. Читать дальше...

کابل کې د پاکستان سفير افغان سوداګرو سره پر شته ستونزو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر وايي د افغان سوداګرو پر ستونزو یې ورسره خبرې کړي. منصور احمد خان پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، په کابل کې یې د سفارت په انګړ کې د افغانستان له تجارانو او د کار و بارونو له خاوندانو سره له پاکستان سره د سوداګرۍ، ټرانزیت او کار و بارونو په برخه کې پر پرتو ستونزو خبرې وکړې. هغه نه دي ویلي چې په دې غونډه کې د طالبانو کوم رسمي استازي هم برخه درلوده او که نه.

د خبريالانو نړيوال فدراسيون: طالبان دې کابل کې د دوه خبريالانو د ورکېدلو پېښه وڅېړي

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو نړیوال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د تېر میلادي کال له اګسټ میاشتې راهیسي له کله چې په دوهم ځل طالبان واک ته رسېدلي په افغانستان کې د خبریالانو دځورونې، نیونې، وهلو، ټکولو او تښتولو پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي. د صبح کابل ورځپاڼې خبریال علي اکبر خیرخوا او د ګردیز غږ راډيو مسول جمال الدین دلدار چې له تېرې اوونۍ راهیسې په کابل کې نادرکه شوي دي، لا يې هم برخلیک نه دی معلوم. د ګردیز غږ راډيو په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي: "د دغه راډیو مسول جمال الدین دلدار له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا... Читать дальше...

د روغتيا نړيوال سازمان: تنباکو هر کال د ميليونونه انسانانو ژوند اخلي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان یا who د سې شنبې په ورځ د تنباکو د زیانونو په اړه نوي معلومات خپاره کړل چې پکې راغلي، تنباکو هر کال د ميليونونه انسانو ژوند اخلي. دا سازمان وایي، تنباکو د چاپیریال او د انسانانو روغتیا دواړو ته زیان رسوي اوغوښتنه کوي چې باید داسې ګامونه پورته شي چې صنعت یې د هغه ویجاړۍ لپاره چې د تنباکو په تولیداتو سره یې رامنځه ته کوي، ډېر حساب ورکوونکی وي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي، هر کال د تنباکو صنعت په نړۍ کې له اتو میلیونو د زیاتو انسانانو ژوند اخلي، شپږ سوه میلیونه ونې له مینځه... Читать дальше...

امریکا: په افغانستان کې د وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوو

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالډ لو وايي هېواد یې په افغانستان کې د هېڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي. د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت مرستیال وايي، چې متحدایالات د طالبانو د حکومت له چارواکو سره ځینې تماسونه لري خو زیاتوي چې دا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه ده. ډونالډ لو قرغزستان ته د سفر پرمهال له آزادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د طالبانو له حکومته وغوښتل، چې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو حقونو ته درناوی وکړي او همداراز ټولشموله حکومت جوړ کړي.

د نورستان په ځنګلونو کې د اور دوام؛ خلکو يې د ژر مهارولو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د نورستان یو شمېر اوسېدونکي وايي، که د دې ولایت د ځنغوزیو او نښترو په ځنګلونو کې لګېدلی اور مهار نه‌شي، ښايي د کونړ او لغمان ځنګلونو ته هم ورسیږي. د اوه ورځو په تېرېدو سره د ختیځ ولایت نورستان په واما او نورګرام ولسوالیو کې د ځنغوزیو او نښترو په ځنګلونو کې لګېدلی اور لا هم نه دی مهار شوی. د سیمې اوسېدونکي اندېښنه لري چې د اور له امله ښايي د یاد ولایت د ځنغوزیو ځنګلونه لمنځه لاړ شي. که څه هم سیمه ییزو اوسېدونکو د د اور وژلو هڅه کړې ده خو د دوی په وینا نه دي توانېدلي. د نورستان اوسېدونکي امان الله عنایت وايي... Читать дальше...

پر هر افغان حاجي د نږدې څلور لکه افغانيو د لګښت خبر ور کړل شوی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې سږ کال به د حج مراسمو د ادا کولو لپاره په افغان حاجیانو نېږدې څلور لکه افغانۍ لګښت راشي.  د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني د دوشنبې په ورځ ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل، چې د خدمتونو وړاندې کول ګران شوي نو ځکه د تېر په پرتله په افغاني حاجیانو هم سږ کال لګښت ډېر راځي.  د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په خبرپاڼه کې له هغو افغان حاجیانو چې مخکې یې نوم لیکنه کړې او لومړی قسط پیسې یې تحویل کړي غوښتنه... Читать дальше...

بلخ کې د زردالو او شفتالو حاصلات ډېر شوي

Pa.azadiradio.com 

د بلخ کرنې ریاست په دغه ولایت کې د زردالو او شفتالو د حاصلاتو د پام وړ ډېروالي خبر ورکوي. د بلخ ولایت د کرنې ریاست د کرنیزو توکو د برخې عمومي مدیر محمد حسین عظیمي نن ازادۍ راډیو ته وویل، تېر شمسي کال کې د بې وخته واورې او باران ورېدو له امله د زردالو او شفتالو حاصلات لږ وو، خو د بڼوالۍ وضعیت ښیي چې سږ کال به د زردالو او شفتالو حاصلات څه باندې شلو ټنو ته ورسېږي. ښاغلی عظیمي وایي، په بلخ ولایت کې پر ۱۴۰۰ هکتاره ځمکه د زردالو او په ۵۰۰ هکتاره ځمکه هم د شفتالو باغونه جوړ شوي دي. د بلخ ولایت د کرنې... Читать дальше...

د بشري مرستو په دوام نن د ۳۲ ميليونه امريکايي ډالرو بسته کابل ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک د بشري مرستو په دوام کابل ته د یو اندازه نغدو پیسو له رسیدو خبر ورکوي. د افغانستان بانک له لوري ازادۍ راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام نن ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر نغدې پیسي کابل ته را ورسېدې. د افغانستان بانک د معلوماتو پر بنسټ، له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د نغدو پیسو د مرستو له پیل راهیسې دا ۲۹ جوپه نغدي مرسته ده چې کابل ته انتقالیږې او د افغانستان نړیوال بانک ته سپارل کېږي. د افغانستان بانک ویلي،... Читать дальше...


Музыкальные новости
The Beatles

100 лучших сольных песен The Beatles - 6





Rss.plus
#123ru.net

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» спасает население от борьбы с перенаселением, 3 серия, СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.




В Москве школьный психолог избила шестилетнюю дочь на детской площадке

Проект "Чемпионата" назвали лучшим digital-проектом в медиа

Эксперты рассказали, как не простудиться от кондиционера летом

Преференции для женщин и детей: в Москве обсудили инициативы депутатов в области сохранения семьи




کندوز: د ولسي پاڅونوالو يو پخوانی قوماندان وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

ځایي اوسیدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د ښار په څلورمه حوزه رستاق اباد سيمه کې د قومندان حبیب الله ناصري کور ته تېره شپه نامعلومه وسله وال ورغلي او ډزې یې پرې کړي دي. حبيب الله ناصري چې کندوز  کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان و، کال وړاندې يې له جګړې لاس اخیستی و او طالبانو ته تسلیم شوی و. کندز کې طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د شپږيزې ليګ سږنۍ سيالۍ په جولای کې ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې د شپږیزې لیګ سږنۍ سیالۍ به په جولای میاشته کې ترسره شي. کرېکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې تړاو د دوی مشرتابه او د شپږیزې لیګ امتیاز لرونکو غونډه هم وکړه. خبرپاڼه کې راغلي چې ډېر ژر به دغه لیګ ته د لوبغاړو د پېرلو مراسم هم ترسره شي. شپږیزه د افغانستان د کرېکټ کورنی لیګ دی چې سږ کال یې اتم پړاو ترسره کېږي. دغه لیګ کې پخوا یو شمېر بهرنيو لوبغاړو هم ګډون کړی دی.

د امريکا دفاع وزير: ځواکونو مو افغانستان کې د ډيموکراسۍ لپاره قرباني ورکړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن وایي، ځواکونو یې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ لپاره قرباني ورکړې. اسټن دا څرګندونې، چې د امریکا د دفاع وزارت پر وېبپاڼه خپرې شوي، پرون د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال د خپلو وژل شویو او ټپي شویو سرتېرو د درناوي په پار جوړه شوې غونډه کې وکړې. امریکایي ځواکونه له شاوخوا شل کلن پوځي ماموریت وروسته د تېر کال د اګست میاشتې په وروستۍ نېټه له افغانستانه په بشپړ ډول ووتل. د امریکا دفاع وزارت وایي، د دوی دغې تر ټولې اوږدې جګړه کې ۲۴۶۱ سرتېري وژل شوي دي.

د قطر بهرنيو چارو وزير د نړيوالو او طالبانو ترمنځ د تعامل غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د قطر د بهرنیو چارو وزیر یو وار بیا له طالبانو سره د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو د تعامل غوښتنه وکړه خو په عین حال کې یې خبرداری ورکړ چې د طالبانو لا انزوا به افغانستان ګډوډۍ ته بوځي. شیخ محمد آل ثاني له فیننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي نړیوالې ټولنې له طالبانو سره په تعامل دا ډله له افراطۍ پالیسیو راګرځولی شوای. طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په تدریج افراطي اقدامات په تېره بیا د ښځو خلاف زیات کړي دي. د ځینو نظر خاوندانو په باور دا ډول اقدامات نه یوازې دا چې د طالبانو د حکومت له... Читать дальше...

ټام ويسټ ترکيه کې د "ملي مقاومت عالي شورا" سره د لويې جرګې پر جوړېدو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي چې په ترکیه کې یې دوې ورځې تېرې کړې او په لړ کې یې د افغانستان د بېلابېلو سیمو له ژورنالیستانو، بانکوالو، د بشري حقونو له فعالانو، پخوانیو والیانو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړیو، حقوقپوهانو، مدني کارکوونکو او وزیرانو سره وکتل. ټام ویست پر خپله ټویټرپاڼه له هغو کسانو سره چې ده د ترکیې د سفر په لړ کې ورسره لیدلي، عکسونه هم خپاره کړي دي. ده همدا راز لیکلي چې د دغو کتنو هدف دا و چې د افغانستان په اړه د بېلابېلو خواوو نظرونه واوري. خو له بلې خوا د... Читать дальше...

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

نیوزویک: نیوزویک مجلې د مې د دېرشمې یا د وژل شویو امریکاي سرتېرو د یاد د ورځې په مناسبت په افغانستان کې د وژل شوي امریکايي تورنجنرال هارولد ګرین د لور امیلیا ګرین وینا رااخیستې چې وايي، دا ورځ دې ته خوښي نه ورکوي. امریکایان هرکال د مې په دېرشمه د میموریل ډې په ورځ په نورو هېوادونو کې د خپلو وژل شویو سرتېرو یاد ته درناوی کوي او دا ورځ په ویاړ سره لمانځي. د زړورتیا د بیرغونو په نوم د متقاعدو پوځیانو یوه شرکت وړاندیز کړی، چې امریکایان باید وکولای شي چې په دې ورځ یو بل ته مبارکۍ ووايي خو نیوزویک... Читать дальше...



Москва

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Более трех миллионов человек посетили фестиваль «Москва на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Трансляцию концертов оркестра Бутмана в Китае посмотрели более 50 млн человек




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Янник Синнер

Россиянин Котов уступил итальянцу Синнеру в третьем круге "Ролан Гаррос"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Торговая сеть собрала более 60 тонн детских товаров для нуждающихся семей



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России