Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Май
2022

Новости за 07.05.2022

يو شمېر خلک وايي غزني کې بې پيلوټه الوتکې بريدونه کړي خو طالبان يې ردوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني اوسېدونکي وايي، دغلته پخوانۍ پي آر ټي سيمه کې د ناټو پر پخواني مرکز بې پيلوټه الوتکې بريدونه کړي دي، خو طالبان يې ردوي. د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي، د جمعې په ورځ مازدیګر غزني ښار ته څېرمه بې پيلوټه الوتکو برېدونه کړي. دوی وايي، د بريدونو پر مهال د ناټو پخوانی مرکز يا د «پي آر ټي» سيمه په نښه شوې او بمبار شوې ده. دغه «پې ار ټي» په غزني ښار کې د کابل -کندهار پر لویه لاره په شاو خوا څلور کیلو مترۍ واټن کې پرته ده. غزني کې د هوايي بريدونو ادعا د طالبانو د حکومت سيمه ييز وياندويان ردوي او وايي، دغلته کوم هوايي بريد نه دی ترسره شوی.

د تخليې پروګرام کې وتلي افغانان: خپل نا مالوم برخليک ته اندېښمن يو

Pa.azadiradio.com 

هغه افغانان چې د تخلیې په پرګرام کې د امریکا له لوري دریم هېواد ته ایستل شوي وايي، خپل نامالوم برخلیک ته اندېښمن دي. د ابوظبي په کمپ کې مېشتو افغانانو دغه کمپ ته د سرو زرو د زندان نوم ورکړی. دوی چې له تېرو اتو میاشو راهیسې په دغه کمپ کې دي ان بهر ته تک اجازه هم نه لري. د امریکا او یا هم د اروپايي هېوادونو ویزو انتظار دوی هم ستړي کړي او هم یې برخلیک ورته نامعلوم کړی. قدیر شاهین سره له دې چې د افغانستان په رسنیو کې له تېرو دوو لسیزو پاتې شوی په ورستیو کې یې د هرات ولایت د ژورنالېستانو ټولنې مسولیت هم درلود. Читать дальше...

پاکستان د نولس کلنو کرکټ سياليو مهالوېش اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان کرکټ بورډ د لومړي پړاو نولس کلنو ” پاکستان جونیر لیګ ” مهالوېش اعلان کړ چې د ورزشي اژانسونو د راپورنو له مخې دغه لیګ به روان میلادي کال په پاکستان کې ترسره شي. دغه لیګ د روان ۲۰۲۲ م کال کې د اکتوبر په لومړۍ نېټه پیلیږي چې د همدې میاشتې تر ۱۹ مې نېټې به دوام وکړي. پاکستان کرکټ بورډ له دې وړاندې ویلي و چې لومړي پړاو کې به د بهرنیو لوبغاړو څخه یوازې انګلستاني لوبغاړو ته اجازه ورکړل شي خو د نورو هېوادونو د لوبغاړو په اړه یې پرېکړه ورستي شوې نه ده.



پکتيا: د سنوکر پنځه ورځنۍ سيالۍ پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د پکتيا ولایت د سنوکر فدراسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې په یادو لوبو کې۲۰ لوبغاړو د پنځو ورځو لپاره کډون کړی و. د فدارسیون په وینا، د ياد ټورنمنټ پای لوبې ته شیر ولي او ګل ولي ووتل چې شیر ولي خپل سیال ته په ماتې ورکولو سره د دې ټورنمنټ اتلولي ترلاسه کړه. د يادې لوبې غوره لوبغاړو ته د پکتيا ولایت د ورزشي ریاست له خوا ډالۍ هم ورکړل شوې. ددې لوبو هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.

غزني کې د نېزې وهنې سيالي ترسره شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې یادې سیالۍ د قره باغ، ناور، جاغوري، اندړو، او د غزني د ده یک ولسوالیو د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د دوه ورځو لپاره وې. ددې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې دوه ورزشکارانو ته د ښې لوبې د ترسره کولو په موخه جایزې هم ورکړل شوې. د یادو سیالیو هدف د غزني ولايت په مرکز او ولسواليو کې د نېزه وهنې ورزش ته وده ورکول ښودل شوې دي.

وردګ: د اوبو پر سر شخړه کې يو تن وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

ځايي مسؤلين وايي، د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ د زمان خېلو او لوړ کلي تر منځ د اوبو په سر را ولاړې شوې شخړې په پايله کې لږ تر لږه يو تن وژل شوی دی. ددغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي ضیالحق حسان ازادي راډيوته وویل، امنیه قوماندان شیخ محمد شریف حليمي سیمې ته رسېدلی دی. نوموړی وايي، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او  ښکېلو کسانو ته به د شرعت په چوکاټ کې سزا ورکول شي. له سيمې د ازادي راډيو خبريال وايي، چې خلکو اعتراض هم کړی دی او د عدالت غوښتنه يې کړې.

خلک: په دولتي روغتونونو کې پوره روغتيايي امکانات نشته

Pa.azadiradio.com 

د خلکو په باور، دولتي روغتونونه د پخوا په څېر ناروغانو ته رسېدنه نه کوي او روغتیا پالان هم د ناروغانو د زیاتوالي له امله حالت نشي کابو کولای. د خوار ځواکۍ سره مخ د یو ۳ کلن ماشوم پلار وايي، په کابل کې د ماشوم د روغتیا (صحت طفل) روغتون هغه ډول چې تمه کېږي خلکو ته خدمات نه وړاندې کوي. د هغه په خبره، په روغتون کې د زیاتو ناروغانو له امله روغتیا پالان هم له ستونزې سره مخ دي. هغه د نوم نښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل:" کله مې چې خپل زوی وروست له لنډې معاینې وروسته یې ورته درمل ورکړه، موږ تمه درلوده... Читать дальше...

شهباز شريف نن شانګله کې لوی ولسي غونډې ته وينا کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې وزيراعظم شهباز شريف نن د مې پر اوومه د شانګلې په بشام کې یوې ولسي غونډې ته وینا وکړي او د سیمې د پرمختګ لپاره ځينې مهم اعلانونه وکړي. د پاکستان سرکاري راډیو د خبر له مخه د وزیر اعظم شهباز شریف د شانګلې د دورې لپاره تیاریانې شوي دي. دا دوره د مسلم ليګ نون د پراخ رابطه کمپاين یوه برخه ده. د پاکستان سرکاري ټیلي وژن (پي ټي وي) سره په خبرو کې د وزير اعظم سلاکار انجنير امير مقام چې د شانګلې د سيمې دی، وويل چې د شانګلې ولس د وزير اعظم دورې ته خوشبینه دي. نوموړي وويل، شهباز شريف به د... Читать дальше...



په روغتون کې د ټپي اوکراینۍ نرسې واده

Pa.azadiradio.com 

اوکسانا بلاندینا او خاوند یې ویکتور کله چې کور ته په لاره ول یو ماین پرې وچاودېد. په چاودنه کې د اوکسانا دواړه پښې او د چپ لاس څلور ګوتې پرې شوې. دې پېښې دوی له واده پاتې نه کړل. نور په ویډیو کې

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د خبريال خالد قادري د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې تېره ورځ ناوخته یوه اعلامیه کې لیکلي، طالبان باید پر خالد قادري لګول شوي تورونه لغوه کړي او په افغانستان کې د رسنیو د کارکوونکو نیول او بندي کول پای ته ورسوي. په هرات کې د یوه خبریال خالد قادري د نیولو او بندي کولو په اړه د غبرګونونو په دوام، د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې له طالبانو غوښتي چې افغان خبريال خالد قادري هر څه ژر خوشې کړي او پرې لګولي شوي تورونه لېرې کړي. د خبریالانو د خوندیتوب د نړیوالې کمېټې یا (CPJ) له‌خوا خپاره شوي راپور کې واک ته د طالبانو له... Читать дальше...

شمالي کوریا د جاپان بحیرې خوا ته یو توغندی توغولی

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي کوریا او جاپان چارواکي وايي، داسې ښکاري چې شمالي کوریا د جاپان د بحیرې خوا ته یو توغندی ویشتلی دی. د جنوبي کوریا لوی درستیز نن دا خبر ورکړ او د جاپان د دفاع وزیر وویل چې ښايي دا یو بالستیک توغندی وي. له دې اعلان درې ورځې مخکې پیونګ یانګ خپل وروستی توغندی وازمویه او دا په داسې حال کې ده چې دا اندېښنې په زیاتېدو دي چې شمالي کوریا د یوې بلې اټومي ازموینې لپاره تیاري نیسي.

طالبانو د ښځو لپاره حجاب رسمي او جبري امر اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د ښځو لپاره حجاب رسمي او جبري امر اعلان کړ. په دې اړه د طالبانو مشر فرمان خپور کړی، چې عملي کول یې د طالبانو د امرباالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت مسوولیت دی. طالبانو په یوه رسمي فرمان کې چې د دوی د مشر له‌خوا تایید شوی د ښځو لپاره حجاب کول د شرعي او رسمي امر په توګه اعلان کړل. د طالبانو د امر باالمعروف او نهي‌عن‌المنکر وزارت وايي، د حجاب په اړه دا فرمان د هغه وړاندیز په پایله کې خپور شوی چې د هېواد دیني عالمانو د طالبانو مشر ته کړی و. د دې فرمان پر بنسټ، د طالبانو د امرباالمعروف... Читать дальше...

په خيبر پښتونخوا کې د سختې ګرمۍ له امله خبردارى ورکړ شوى

Pa.azadiradio.com 

د خیبر پښتونخوا حکومت پر خلکو غږ کړی، چې په راتلونکو څو ورځو کې د سختې ګرمۍ اټکل ته په کتو دې له احتیاطه کار واخلي.  ​د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو څانګې د مې پر شپږمه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د مې له اتمې نه د صوبې په اړوندو سيمو او جنوبي برخو کې د سختې ګرمۍ اټکل شوی نو ولس دې ځانونه او څاروي له ګرمۍ وساتي. د اعلامیې له مخې امکان لري، چې د تودوخې درجه له اوه څخه تر نهه درجې زیاته شي. د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو محکمې یو چارواکي نثار احمد وویل: "صوبايي حکومت ټولو محکمو ته که زراعت ده که صحت،... Читать дальше...

چارواکي: اوکرایني ځواکونو د خارکییف او خیرسون ځینې سیمې بېرته نیولي

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي، اوکرایني ځواکونو له خارکییف او خیرسون سره نږدې د روسیې پر پوستو پرمختګ کړی او د ځینو سیمو په نیولو کې لاس ته راوړنې لري. دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین په ختیځ سیمه دونباس کې د روسیې عملیات دوام لري. د اوکراین ولسمشر وولادیمیر زیلینسکي د یو لوړپوړي سلاکار اولیسکي اریستوویچ لخوا نن د مې پر اوومه، دغه ادعا تر هغې دوه ورځې مخکې مخې ته راغلی چې روسیه جرمني نازیانو ته د شکست ورکولو کلیزې په یاد کې د خپلې بریا ورځ لمانځلو لپاره لویې دستورې په پام کې نیولي دي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر... Читать дальше...

پنجشېر کې جګړه؛ ملي جبهه د ځینو سیمو نیولو ادعا کوي خو طالبان یې ردوي

Pa.azadiradio.com 

د ملي مقاومت په نوم د طالبانو پر ضد جنګېدونکې جبهه ادعا کوي، چې په پنجشېر کې یې له مرکزونو پرته د درې او ابشار ولسوالیو ټولې سیمې نیولي دي. د مقاومت ملي جبهه وايي، په پنجشېر او تخار کې یې طالبانو سره نښتې کړي، مرګ‌ژوبله یې ور اړولې او ځینې سیمې یې ترې نیولي، خو طالبان یې دا ادعا نه مني او وايي، دې سیمو کې هېڅ جګړه نه‌ده شوې. د ملي مقاومت جبهې نن سهار یوه خبرپاڼه کې ولیکل، د طالبانو د سرې قطعې یو کاروان یې چې د درې او ابشار ولسوالیو کې د کور په کور پلټنو لپاره روان و، تر برید لاندې راوستی. دې... Читать дальше...

اوکراین کې د روسي ځواکونو د ممکنه جنګي جنایتونو په اړه اسناد ټول شوي

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان د اوکراین پلازمېنې کییف ته نږدې د روسي ځواکونو د یرغل پر مهال د شپیتو ممکنه جنګي جنایتونو په اړه اسناد ټول کړي.  د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، داسې شواهد شته چې روسي ځواکونو د بوچا په ګډون د کییف په اتو څنګلورو ښارونو کې د یرغل په لومړیو اونیو کې "ځورونې، خپلسري اعدامونه او په ملکیانو باندې بې باکه ډزې" کړي دي. د دغه سازمان مشرې اګنېس کالاماراد پرون مازیګر په دې اړه څرګندونې کړي دي او ویلي یې دي، چې ملکیان قصداً په نښه شوي او دا بریدونه د منلو وړ نه دي. هغې د بخښنې نړیوال... Читать дальше...

ننګرهار کې د کوټې چت پرېوتو پېښه کې ۴ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د کوټې د چت پرېوتو پېښه کې د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه او ټپیان شوي دي. د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او د قرباني شوې کورنۍ خپلوان فارق شاه ازادي راډیو ته وویل، چې تېره شپه د یادې ولسوالۍ اړوند غزو کلي کې د ناصر خان په نوم د یو کس د کور د کوټې چت پرېوتی چې له امله یې د نوموړي ۴ لوڼو خپل ژوند له لاسه ورکړی او مېرمن او زوی یې ټپیان شوي دي. ننګرهار کې ډېر کله دا ډول پېښې د کورونو د زوړوالي له امله رامنځته کېږي، چې له امله یې خلکو ته د سر او مال زیانونه اوړي.

طالبان: له ٦ ټولګي پورته د نجونو زده‌کړو په اړه مشورې بيا پيل شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وايي، د منځنیو ښوونځیو او لېسو د زده کوونکو نجونو د تعلیم د دوام په اړه د دیني عالمانو مشورې بیا پیل شوي. د طالبانو سرچینو د معلوماتو له مخې په دې اړه د دوی مذاکرات د کمکي اختر له رارسېدو سره سم ځنډېدلي وو. د پوهنې وزارت ویاند عزیزاحمد ریان نن له آزادۍ راډیو سره خبرو کې وویل چې دا سلامشورې بیا پیل شوي.  هغه زیاته کړه: "له اووم تر دولسم ټولګي پورې د نجونو د مکاتبو د پرانېستلو موضوع څومره چې ګران ولس او نړیوالو ته مهمه ده، څو چنده د اسلامي امارت لپاره مهمه ده او... Читать дальше...

پنجشېر کې طالبانو د مقاومت جبهې له لوري د ځینو سیمو نیول رد کړل

Pa.azadiradio.com 

په پنجشیر کې د طالبانو امنیه قوماندان مولوي داد محمد بتار د مقاومت د ملي جبهې دا ادعا رد کړه چې په پنجشېر ولایت کې یې ځینې سیمې نیولې دي. مولوي بتار وایي، چې پرون مازدیګر مخالفانو په ځینو سیمو کې ډزې وکړې بیا بېرته د غرونو څوکو ته په شا شول. بل لور ته د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت اله احمدي پر ټویټر لیکلي دي، چې د دوی وسله والو د پنجشېر په ابشار ولسوالي کې دیارلس طالبان وژلي دي او د دې ولسوالي له مرکز پرته یې نورې سیمې نیولې دي. دی همداراز ادعا کوي، چې د عبداله خېل دره یې له طالبانو تصفیه کړې ده.


Музыкальные новости
Елена Волкова

НА ДЕТСКОМ ФЕСТИВАЛЕ ИСКУССТВ «НЕБО» СОСТОИТСЯ 5 ПРЕМЬЕР И ПОКАЖУТ НОВИНКИ ОТ ВЕДУЩИХ МОСКОВСКИХ ТЕАТРОВ





Rss.plus
Владимир Путин

Путин поручил утвердить проект «Пять морей и озеро Байкал»




Достаем купальники: 10 звезд, которые уже открыли пляжный сезон

Более 250 детей приняли участие в масс-старте на беговелах и самокатах в Раменском

В Раменском округе построят школу на 1,1 тыс мест к 2026 году

Антитеррористические учения прошли в ТЦ «Светофор» в Балашихе




په لغمان کې د وطن ګټو بند لومړنۍ سروې تر سره شوه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په لغمان ولایت کې د "وطن ګټو" بند لومړنۍ سروې د تر سره کېدو خبر ورکوي. دغه وزارت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې یاده سروې د اختر په څلورمه پای ته ورسېده او د بند چارې به ډېر ژر په عملي بڼه پیل شي. ددې وزارت د معلوماتو له مخې، د وطن ګټو بند د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لویه پروژه ده چې د اوبو مدیریت، د برښنا تولید، د موسمي سېلابونو کنټرول، د ځمکې لاندې د اوبو سرچینو پياوړتیا، د چاپېریال ساتنې او خلکو ته د کار پيدا کولو په موخه د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې جوړېږي. Читать дальше...

د طالبانو ټرانسپورټ مسوولینو د ایکو نړیوال سازمان سره ناسته کړې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ وزارت مسوولینو د ایکو نړیوال سازمان سره انلاین ناسته کړې ده. دغه وزارت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، دغه انلاین ناسته چې د تېره ورځ ناوخته ترسره شوه دواړو خواو له افغانستانه د تېرېدونکو الوتکو د پیل او منظم کېدو په اړه بحث کړی. وزارت وړاندې لیکلي، افغان پلاوي د ایکو نړیوال سازمان له چارواکو غوښتي چې له افغانستان سره خپلې اړیکې د پخوا په څېر عادي کړي. د وزارت په ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې په دې انلاین ناسته کې د ایکو نړیوال سازمان غړو دوی ته همکارۍ ډاډ ورکړی. Читать дальше...

ارزګان کې د تارياکو راټولولو بهير پيل شوى

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان ولایت کې د طالبانو له بندیز سره سره بیا هم له کوکنارو څخه د تاریاکو ټولول پیل شوي چې اوس دا پروسه نيمايي ته رسېدلې ده. د ترینکوټ ښار چار چاپېره کرنیزه ځمکو ډېره برخه د کوکنارو په کښت پوښلې، چې د نورو کلونو په پرتله په کې کوکنار ډېر کرل شوي دي. حکیم الله افغان د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ د تېر جمهوري نظام پر مهال د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په د فتر کې کار کاوه، خو د طالبانو تر واکمندو وروسته بې کاره شوى او اوس يې نېښ وهلو ته مخه کړې ده.  افغان وايي، که څه هم د کوکنارو د کرکېلې... Читать дальше...

ايټاليا کې لسګونه کډوال ژغورل شوي او دوه مړه دي

Pa.azadiradio.com 

د ایټالیا ساحلي ګارډ د دغه هېواد په لویدیځ کې پرون تر سلو د ډېرو کډوالو د ژغورنې او د دوو مړیو د موندلو خبر ورکړی دی. د ایټالیا د دولتي تلویزیون په وینا د دې کډوالو لویه برخه د افغانستان دي. د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې، دا کډوال د سیدیرنو ساحلي ښار ته انتقال شوي دي. د طالبانو تر واکمنۍ راوروسته اروپا ته د افغان کډوالو بهیر یوځل بیا ورمات شوی دی.

امریکا له اوکراین سره د نويو وسلو مرستې خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن له اوکراین سره د وسلو د نوې مرستې خبر ورکړ. جو بایډن پرون په خپل بیان کې د دې مرستو د اندازې په اړه څه ونه ويل، خو یوه امرکایي چارواکي ویلي دي چې دا د یوسل او پنځوس میلیونه ډالرو په ارزښت مرستې دي. ولسشمر بایډن وايي، چې دا مرستې د دې لپاره دي چې اوکرایني‌ ځواکونه پر خپل هېواد د روسیي پوځیانو د بې سببه مداخلې مخه ونیسي.

واشنګټن ټايمز: افغانستان کې باید پېچلي ګواښونه له پامه ونه غورځول شي

Pa.azadiradio.com 

انټرنشنل بزنس ټایمز (International Business Times):    انټرنشنل بزنس ټایمز انلاین خپرونې په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو له خوا د فشارونو پر زیاتېدو لیکنه خپره کړې ده.     دغې خپرونې چې د امریکا له متحدو ایالتونو نشرات کوي پرون لیکلي، راپورونه وايي طالبانو په وروستي مورد کې په کابل او نورو ولایتونو کې ښځو ته د موټر چلولو د لایسنس ورکول درولي دي.     د خپرونې په وینا، د طالبانو چارواکو د دې موضوع په اړه رسماً کومه اعلامیه نه ده ورکړې خو محلي رسنیو ویلي چې طالبانو اړوندو ادارو ته د دې بندیز په اړه شفاهي سپارښتنه کړې ده. Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин посетил фестиваль "Москва – на волне. Рыбная неделя"



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Маленький Душанбе под крылышком щедрой балерины: загородный особняк Анастасии Волочковой наводнили особенные таджики




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Уимблдон

Надаль пропустит Уимблдон из-за желания сыграть на Олимпиаде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Собянин посетил фестиваль "Москва – на волне. Рыбная неделя"



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России