Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Май
2022

Новости за 11.05.2022

د امريکا سفير: تاجکستان ته وړل شوې الوتکې به طالبانو ته ونه سپارل شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا حکومت او تاجکستان د افغانستان د هوايي ځواک د هغو الوتکو په اړه خبرې کوي چې د تېر کال د اګست په ۱۵ د افغانستان د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته افغان پېلوټانو تاجکستان ته یو وړې. په دوشنبې کې د امریکا سفیر ویلي، دا الوتکې به طالبانو ته ونه سپارل شي ځکه چې د دوی نه دي. تر دې مخکې ازبکستان هم ویلي و چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره هممهاله له افغانستانه ورغلې الوتکې به طالبانو ته ونه سپاري ځکه چې دا الوتکې د امریکا دي. په تاجکستان کې د امریکا سفیر جان مارک پومیرشیم په دوشنبې ښار کې یوې... Читать дальше...

ټي ټي پي د پاکستان له حکومت سره اوربند وکړ

Pa.azadiradio.com 

دا خبره فرانس پریس خبري اژانس د پاکستاني طالبانو د دوو سرچینو په قول، چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، کړې ده. په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راوروسته د پاکستاني طالبانو تحریک پر پاکستاني پوځیانو بریدونه زیات کړي دي. اسلام اباد د افغانستان نوي واکمنان د پاکستاني طالبانو د تحریک جنګیالیو ته په پناه ورکولو او د هغو په ملاتړ تورنوي. خو په افغانستان کې د طالبانو سرپرسته اداره دا ادعا پر له پسې ردوي. د (ټي ټي پي) دوو سرچینو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د اوربند په اړه یې د... Читать дальше...

له غبرګونونو وروسته؛ طالبان وايي له حجاب څخه يې هدف خامخا چادري نه ده

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وايي، له حجاب څخه د دوی منظور د ښځې ټول بدن او حتي د مخ پټول دي. په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر سُهیل شاهین پرون له ټاک تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې حجاب په افغانستان کې له پېړیو راهیسې رعایت کېږي او د دوی له لوري په وروستي فرمان کې نه دي ویل شوي چې ښځې دې خامخا چادري یا بورقه په سروي. د طالبانو د حکومت د امربالمعروف وزارت ویندوی هم وايي چې چادري او بورقه حتمي نه ده خو دی په عین حال کې وايي چې له حجاب څخه د دوی منظور دا دی چې ښځې باید د مخ په شمول سرترپایه ځان پټ کړي. Читать дальше...



اروپایي اتحادیه: په اوکراین کې د جنګي جرمونو عاملان دې مجازات شي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقوقو په چارو کې د اروپایي اتحادیې استازي ایمون ګیلموري ویلي هغه شواهد چې له اوکراین څخه ترلاسه شوي د دې څرګندونه کوي چې روسي ځواکونو په اوکراین کې جنګي جرمونه ترسره کړي دي. هغه د آزادې اروپا/ آزادي راډیو سره د چهارشنبې په ورځ په مرکه کې په دې اړه د تحقیقاتو او د عاملانو د محاکمه کیدو غوښتنه وکړه. د څرګندونو یوه برخه یې دلته وګورئ

له پڅ انټرنټي خدماتو شکايتونه؛ اترا: قرغزي شرکت سره په ګډه د انټرنټ کيفيت لوړوو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت تر مدیریت لاندې د مخابراتي خدماتو اداره په افغانستان کې د انترنټ د کیفت لوړولو او لګښت را ټیټولو لپاره د یو قرغزي شرکت د پانګونې خبر ورکړی دی. په کابل کې د انترنټ یو شمېر کاروونکي وایي په افغانستان کې انترنټ بې کیفیته دی او لګښت یې هم لوړ دی. دوی وایي د مخابراتي شرکتونو د سیم کارتونو انترنټ کاروي او په ورځ کې یې انترنټ څو ځلې قطع کېږي او په ځینو سیمو کې خو هېڅ کار نه کوي. فیروز او شېردل پاڅون دوه هغه افغان ځوانان دي چې کار یې زیات پر انترنټ دی او له دې لارې خپل ورځیني کارونه مخته وړي. Читать дальше...

لوړو زده کړو وزارت د پوهنتون استادانو ته پر ترفيع ورکولو محدوديت رامنځته کړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په یوه رسمي مکتوب  ټولو پوهنتونونو ته امر کړی  هغه استادان چې خاین او فاسد وي، د مخکني نظام له استخباراتو سره همکاري کړې وي او یا یې هم د طالبانو پوري تړلي محصلان ځورولي وي، نه‌باید ترفیع ورکړل شي. د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت یو نوی رسمي مکتوب چې د پوهنتون د استادانو د ترفیع لپاره په کې نوي شرایط وضع شوي، د ډېرو استادانو نیوکې را پورته کړي دي. دا مکتوب چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني په لاس‌لیک صادر شوی په کې د ټولو دولتي پوهنتونونو له... Читать дальше...

خلک: طالبانو د پوهنتون استادان په زوره له دولتي کورونو ايستلي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د پوهنتونونو یو شمېر استادانو د کورنيو غړي ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په ځینو ولایتونو کې له هغوی دولتي کورونه اخیستي او پر ځای یې خپل کسان په کې ځای پر ځای کړي دي. يوه مېرمن چې مېړه يې د پوهنتون استاد دی او په دولتي کور کې يې ژوند کاوه وايي، طالبانو ترې کور اخيستی دی او دوی يې ترې ايستلي دي. دا مېرمن چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي خو وایي د طالبانو حکومت د کابل دولتي پوهنتونونو د استادانو کورونه خپلو کسانو ته ورکړي دي. دغه مېرمن چې د ۴ ماشومانو... Читать дальше...

هند کې د کرکټ سيالۍ؛ نن راجستان رویالز او ډيلي کېپټالز سره مخامخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

دا لوبه د هند په ممبيي ښار کې د افغانستان په وخت د ماښام شپږ نیمې بجې پیلېږي، چې دواړه لوبډلې هڅه کوي د دې لوبې په ګټلو سره د هند غوره لیګ نیمه پایلوبې ته ځان ورسوي. راجستان په خپلو ۱۱ لوبو کې ۷ لوبې ګټلي دي او ډیلي هم په ۱۱ لوبو کې ۵ لوبې خپلې کړي دي. د یادونې ده چې د تېرې شپې په لوبه کې ګوجرات ټيټانز لوبډلې لکنو سوپر جاینت لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ لوبډله شوه چې د هند غوره لیګ د سږ کال په سیالیو کې یې نیمه پایلوبې ته لاره وکړه.



د افغان معلولانو د باسکټبال لوبډله ټايلنډ ته روانه شوه

Pa.azadiradio.com 

د بدني روزنې او ورزش ادارې په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي دي، ۱۲ لوبغاړي او یو څلور کسیز پلاوی د اسیا ونډې سیالیو په دریم پړاو کې چې د مې میاشتې له ۲۲ تر ۲۸ ترسره کېږي، نن ټایلنډ ته روان شول. په دې لوبو کې به د افغانستان په ګډون د استرالیا، ایران، مالیزیا، کوریا، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، عراق او فلیپین هېوادونو د معلولانو د باسکټال لوبډلې هم برخه ولري. تېر کال په دې لړۍ کې افغانستان اووم ځای خپل کړی و.

جوزجان کې د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې دا سیالۍ د یووالي ځوانانو، البرز، مشعل، سېلاب، اقچه، محله، قومنداني، باتور، جوزجان کلب، نایاب، میوند او مدرن کلب لوبډلو ترمنځ نن پیل شوې چې یوه اوونۍ به دوام وکړي. د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې البرز او نایاب لوبډلې سره مخامخ شوې چې په پایله کې یې البرز لوبډلې ۵ – ۰ خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه. ویل کېږي د دې سیالیو مخکښې لوبډلې به د شمال زون په رقابتي سیالیو کې ګډون وکړي او که د زون په کچه هم وځلېږي، د افغانستان د اتلانو لیګ ته به لار وکړي.

د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ جګړې؛ امریکا خبرې اترې غوره لار بولي

Pa.azadiradio.com 

داسې مهال چې د افغانستان د شمال لږ تر لږه په درې ولایتونو د مقاومت ملي جبهې او طالبانو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکړل شوي، تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرو له لارې د ستونزو په حل ټینګار کړی. له اختر وروسته، په پنجشېر، بغلان او تخار کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ د جګړو په دوام، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، یو حللارې ته د رسېدو لپاره خبرې اترې غوره لار ده. د متحده‌ایالاتو د بهرنیو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د جګړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل... Читать дальше...

د ايران سپاه پاسداران د کردستان پر څو هدفونو بريدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د عراق په شمال د کردستان د مرکز په اربیل ښار کې پر څو هدفونو بریدونه کړي دي. د ایران د نیمه دولتي خبري آژانس تسنیم د راپور له مخې دغو ځواکونو په اربیل کې هغه ځایونه د توپونو په ډزو ویشتي چې هغه د ترهګرو ډلو سنګرونه یاد شوي دي. د اوښتو تلفاتو راپور نه دى ورکړل شوی. د دې آژانس په وینا په تېرو وختونو کې هم د ایران د سپاه پاسداران ځواک له خوا د ایراني کردانو د ډيموکراټيک ګوند په ګډون د عراق په شمال کې د ترهګرو ډلو مرکزونه په نښه شوي دي.

ننګرهار کې یو کس خپله مېرمن او ماشومان ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په چپرهار کې یو کس خپله مېرمن او ۴ ماشومان د چړې په وسیله ټپیان کړي دي. دا پېښه د سې شنبې په ورځ ماښام مهال د یادې ولسوالۍ په للمې سیمه کې رامنځته شوې ده. ځایي اوسېدونکي وايي، چې د پېښې عامل حزب الله نومېږي او د کورنیو ستونزو له امله یې دا کار کړی دی. اخوا ځایي مسوولین وایي، چې د پېښې عامل حزب الله نومی یې نیولی او لومړنۍ څیړنې ښیي چې نوموړي د تاریخ تېرو درملو له خوړو وروسته دا عمل ترسره کړی دی. روغتیاپالان بیا د پېښې د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بولي.

اوکراین سر له ننه د نوفوپ سکوف له لارې د روسیې د ګازو لېږد مخه نیسي

Pa.azadiradio.com 

اوکراین وایي، چې سر له ننه به د نوفوپ سکوف له لارې د روسیې د ګازو د صادراتو د لېږد مخه ونیسي. نوفوپ سکوف د اوکراین په ختیځ کې هغه سیمه ده چې د روسیي پلوه بېلتون غوښتونکو په لاس کې ده. د اوکراین د طبیعي ګازو د پایپ لاین چارواکي وایي، چې له دې لارې د روسیې له دریو یوه برخه ګاز ختیځي اروپا ته صادرېږي. روسیه بیا وایي، چې له دې لارې لویدیځې اروپا ته له څلورو یوه برخه ګاز صادروي.

چارواکو د خارکیف د بېرته نیولو لپاره د تدریجي پرمختګ خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

اوکراین وایي، پوځیانو یې د خارکیف ښار د نیولو لپاره د روسیې پوځیانو پرضد تدریجي پرمختګ کړی دی. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي پرون وویل، چې اوکرایني ځواکونو د خارکیف له څلورو کلیو روسیې ځواکونه ایستلي دي. زیلینسکي په خپلې ویډیویي وینا کې دا هم وویل، چې خلک دې احساساتي کېږي نه او باید داسې تصور ونه شي چې بریالیتوب د اونیو او حتی د ورځو مسئله ده. بل لور ته د اوکراین په جنوبي بندر ماریوپول کې روسیي پوځیانو د ازوفستال د فولادو پر فابریکې خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړې ده. دا په دې ښار کې د... Читать дальше...

فلسطینۍ خبریاله شیرین ابو عاقله په ډزو ووژل شوه

Pa.azadiradio.com 

د الجزیزې ټلویزیوني چینل یو ژرونالیسته نن په لویدیځه غاړه کې په ډزو ووژل شوه. شیرین ابو عاقله چې د الجزیرې د عربي ژبې ټلویزیون مشهوره فلسطینۍ خبریاله وه هغه مهال ولګېده چې د اشغال شوې لویدیځې غاړې پر جنین نومې سیمې د اسراییلو د برید له جریانه یې راپور ورکاوه. د ډزو پرمهال په بیت المقدس کې د دېره القدس ورځپاڼې یو فلسطینی خبریال هم ټپي شو خو وضعیت یې ډاډمن دی.

سبا ملګري ملتونه د افغان ښځو د حجاب مسئلې په اړه غونډه کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې سبا پنجشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو له لوري افغان ښځو ته د حجاب د فرمان په اړه خبرې وکړي. طالبانو له لوري اجباري حجاب ته د افغان ښځو اړ کول، نړیوال غبرګونونه او په کور دننه د افغان ښځو غوښتنې! وروسته له هغه چې طالبانو د ښځو لپاره حجاب رسمي او جبري امر اعلان کړ، دې اعلان په کور دننه او بهر غبرګونونه راپارولي دي. ټاکل شوې سبا پنجشنبه د مې میاشتې په ۱۲ نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د دغه فرمان په اړه غونډه وکړي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په دې غونډه... Читать дальше...

غزني کې له بېوزله کورنيو سره د مرستې لړۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې له زرګونو کورنیو سره د نغدي او بشري مرستو د وېش لړۍ روانه ده. په غزني کې د هالو په نوم یوې موسسې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې له ۸۷۰۰ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې. د یادې موسسې مشر ډاکټر حبیب الرحمن همت د چهار شنبې په ورځ په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل، په دغه مرستو کې پنځه قلمه خوراکي توکي شامل دي چې د خوړو نړیوال سازمان له لوري د هالو موسسې په مرسته وېشل کېږي. نوموړی وايي دا مرستې په بېوزلو او غریبو کورنیو وېشل کېږي. هغه وویل: «د خوړو نړیوال سازمان له لوري دلته... Читать дальше...

امریکا: د بشري حقونو په ننګه د معترضو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

Pa.azadiradio.com 

یوه ورځ وروسته له دې چې یو شمېر ښځو په کابل کې د طالبانو د اجباري حجاب پر ضد لاریون وکړ، اوس سپینه ماڼۍ وايي، د بشري حقونو په ننګه د پورته شویو غږونو څخه له هرې ممکنې لارې ملاتړ کوي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون په خپل رسنیز کنفرانس کې په کابل کې د اجباري حجاب په ضد د ښځو لاریون ته په اشارې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دا هغه ښځې دي چې له لسیزو راهیسې په مېړانه د ظلم او د طالبانو پر وړاندې درېدلي. ساکي وايي: "او دا چې ایا دې موږ حیران کړي یوو چې دوی یعنې "ښځې" پر واټونو اعتراض کوي؟ نه.... Читать дальше...


Музыкальные новости
Алсу

KP: муж изменял Алсу последние 10 лет





Rss.plus
#123ru.net

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже товаров из магазина




Пожар на нефтебазе в Темрюкском районе Краснодарского края после удара БЛПА полностью ликвидирован

Показательные соревнования по сап-поло пройдут в выходные на Гольяновском пруду

Красноярский край готовится принять участников и экспертов Отборочного этапа Национального чемпионата профессионального мастерства «Абилимпикс»

Адвокат Жорин заявил, что полумиллионный долг Заворотнюк перейдет к наследникам




اروپايي ټولنه د نویو چاپ شویو افغاني پاسپورټونو لېږد کې همکارۍ کوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، د اروپایي ټولنې استازي د نویو چاپ شویو پاسپورټونو په لېږد کې د اسانچارۍ ډاډ ورکړی دی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن پرون د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني سره په دې اړه خبرې کړي دي. افغانستان ته د لېږدېدونکو نویو پاسپورټونو شمېر نه دی مشخص شوی، خو خبرپاڼه کې راغلي چې دا د پاسپورټونو نوې چاپ شوې کتابچې دي. په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ له پيله د پاسپورټ د ورکړې بهیر... Читать дальше...

د اوکراین لپاره د امریکا نومول شوې سفیرې خپل پروګرامونه په ډاګه کړل

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین لپاره د امریکا نومول شوې سفیرې ویلي، که یې سنا جرګه تایید کړي، دا به اوکراین ته د وسلو او امنیتي وسایلو د رسولو چارې همغږې کړي. بریدګیټ برینک دا خبرې پرون د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وکړې. نوموړې ویلي، که د اوکراین د سفیرې په توګه د دې نوماندۍ تایید شي، په کییف کې به په بشپړ ډول د امریکا سفارت د پرانېستو هڅه وکړي او هغه هېواد کې به کار پيل کړي. امریکایي ډيپلوماتان پر اوکراین د روسیې له یرغل وړاندې د امنیتي اندیښنو له کبله له کیف نه ووتل. برینک چې دا مهال د سلواکیا سفیره ده،... Читать дальше...

افغانستان کې د مذهبي جګړې پيلېدا په اړه اندېښنې زیاتې شوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې په صوفیانو یا ځینو مذهبي روحانیانو وروستیو بریدونو په دې هېواد کې د مذهبي جګړې د پیل په اړه اندېښنې ډېرې کړي. تېره یوه میاشت کې په کابل او کندز کې د اهل تصوف پیروان دوه ځله په نښه شوي او درنه مرګ‌ژوبله ور اوښتې ده. د کابل په دارالامان کې پر یوې خانقاه برید کې ټپي شوی صوفي چې لا یې ټپونه جوړ نه‌دي، خو دې ته ډېر اندېښمن دی چې د سکون یوازینی ځای یې هم خوندي پاتې نه‌شو. منصور سکندري د غويي یا ثور په نهمه نېټه د کابل په دارالامان کې د صوفیانو پر یوې خانقاه برید کې داسې مهال چې په ذکر بوخت و، ټپي شو. Читать дальше...

مېل انلاین: طالبانو کابل کې د جبري حجاب پر ضد د لاریون د دوام مخه نیولې

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاین: مېل انلاین ورځپاڼې پر ښځو د جبري حجاب اغوستو په اړه د طالبانو د وروستي فرمان پر وړاندې په کابل کې د يو شمېر ښځو مظاهرې ته پام اړولی. ورځپاڼې ليکي، په کابل کې يو شمېر ښځو چې شمېر يې شاوخوا لس تنه وو، د سې شنبې په ورځ د طالبانو د نوي فرمان پر وړاندې چې ښځې په عامه ځایونو کې مخ او ټول ځان پټولو ته مجبوروي، اعتراضیه لاریون وکړ. دغو ښځو چې د ډېرو مخونه یې لوڅ و، د عدالت، عدالت شعارونه ورکول. د ورځپاڼې په لیکنه دغو معترضو ښځو همداراز شعارونه ورکول، چې چادري زموږ حجاب نه دى. مېل انلاین... Читать дальше...

امریکا ولې پر طالبانو د فشار راوړو خبره کړې؟

Pa.azadiradio.com 

امریکایي چارواکو ویلي، پر طالبانو به د هغوی د حجاب د جبري کېدو د حکم له کبله یو شمېر فشارونه راولي. طالبان بیا دا حکم د افغانستان کورنۍ مسئله بولي او وایي، امریکا او نورې نړۍ ته په کار ده چې نورو بشري چارو ته پام وکړي. اسدالله لودین په همدې اړه د ولسي جرګې له پخوانۍ غړې او د ښځو له فعالې شینکۍ کړوخېل سره مرکه کړې او په پیل کې پوښتلې چې امریکا ولې پر طالبانو د فشار راوړولو خبره کړې؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

واشنګټن: روسیه په اوکراین کې د یوې اوږدې جګړې لپاره چمتو کېږي

Pa.azadiradio.com 

په واشنګټن کې د یوې استخباراتي ارزونې له مخې، د روسیې ولسمشر په اوکراین کې د یوې اوږدې جګړې لپاره چمتو کېږي. د دې علت دا ښوول شوی دی چې ولادیمیر پوتین د اوکراین له ختیځه ورها خوا پراخ پلانونه لري. بل لور ته مسکو ویلي دي، چې سبا به د ملګرو ملتو له لوري د اوکراین په اړه جوړې شوې غونډې ته خپل استازی ونه لېږي. د امریکا د متحد ایالتونو د ملي استخباراتو د ادارې مشره اوریل هاینس وایي، په دې باور ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې اوږدمهاله جګړې ته چمتوالی نیسي. مېرمن هاینس پرون... Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Музею-заповеднику "Царицыно" – 40 лет



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

«Ты кого здесь уму-разуму учить собрался? Берега не путай», — Киркоров получил претензию от Тимати




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

На ВДНХ пройдет Удмуртский национальный праздник Гербер

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Ига Свёнтек

Лишь две теннисистки моложе Свёнтек выигрывали 16 матчей подряд на «Ролан Гаррос»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

143 сотрудника архивных учреждений Нижегородской области получили награды



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России