Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Май
2022

Новости за 10.05.2022

روسي ځواکونو د اوکراین په ماریپول بريدونه زيات کړي

Pa.azadiradio.com 

روسي ځواکونو د اوکراین د جنوبي بندري ښار ماریوپول د فولادو پر یوه فابریکه خپلې حملې زیاتې کړې دي. په دې فابریکه کې د اوکراین دفاع کوونکي او لږ تر لږه ۱۰۰ تنه ملکیان راګیر پاتې دي او ویل شوي ګڼ دفاع کوونکي ټپیان شوي دي. د تور سمندرګي پر بندري ښار اودیسه هم توغندي لګېدلي دي. د اوکراین د صدراعظم مرستیالې ایرینا ویریشچوک پرون ویلي، چې په فابریکه کې د اوکراین تر ۱۰۰۰ زیات مدافعان راګیر پاتې دي.

اوکراین کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې شمېر تر ۷۰۰۰ اوښتی

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، له کله چې روسیې په فبروري میاشت کې په اوکراین کې غیرموجه جګړه پیل کړې، په اوکراین کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې شمېر تر ۷۰۰۰ اوښتی دی. د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، تر پرون پورې اوکراین کې ۳۳۸۱ ملکیان وژل شوي، ۳۶۸۰ نور کسان ټپیان شوي دي. د ملګرو ملتونو په خبره په وژل شویو کې ۲۳۵ تنه ماشومان هم شامل دي.

واشنګټن پوسټ د ژورنالیزم جایزه ګټلې

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ د امریکا پر کانګرس د جنوري په ۶مه د حملې په اړه  د خبري پوښښ په خاطر د پولیتزیرپرایز د عامه خدمتونو د ژورنالیزم جایزه وګټله. پر ډيموکراسۍ دغه حمله د یوه نوي کال لپاره چې په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې د ختمېدو په ګډون له لوړو ژورو ډک و، ټکان ورکونکې وه. واشنګټن پوسټ د پراخو راپورونو په خپرولو يو زيات شمېر هغه ستونزې او ناکامۍ وموندلې چې له دغې حملې مخکې، د حملې په جریان کې او له هغې وروسته په عامه سیسټمونو کې موجودې وې. د جنوري په ۶ مه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلویانو... Читать дальше...



موسسې: لس میلیونه افغان ماشومان د خوراکي توکو کمښت سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

له ماشومانو د ملاتړ نړیوال بنسټ سېف د چلډرن په خپل تازه راپور کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې نږدې لس میلیونه ماشومان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. د تخاري ماشومانو مور عالیه وايي، خپل ماشومان د شپې له لوري وږي ویده کوي او د ورځې له خوا په یوه مړۍ ډوډۍ او اوبو ګوزاره کوي. عالیه د تخار ولایت په یو لیرې کلي کې ژوند کوي. د هغې خاوند په پردیو ځمکو کې کار کاوه او په ګټلو پیسو يې د کورنۍ نفقه برابروله، خو لس میاشتې وړاندې د عاليې دا کوچنۍ دنیا هغه وخت ړنګه شوه، چې خاوند يې په تخار کې د جګړې... Читать дальше...

کابل کې يو شمېر ښځو د اجباري حجاب په غبرګون لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ په کابل کې د ښځو د اجباري حجاب په غبرګون کې لاریون وکړ. په کابل کې يو شمېر ښځې بیا هم لارو کوڅو ته راوتلي، څو د هغه څه پر ضد د عدالت غوښتنې غږ پورته کړي چې دوی یې د خپلو حقونو تر پښو لاندې کول بولي. د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ غړو د کابل په شهرنو سیمه کې په خپل ننني لاریون کې له حجاب څخه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده په فرمان کې د ځانګړي تعریف په اړه د خپل اعتراض غږ پورته کړ. د دې لاریون یوه ګډون‌واله مونسه مبارز وايي، د هغه څه پر وړاندې چې طالبان یې... Читать дальше...

په چین کې د اسیا فوټبال سیالۍ وځنډېدې

Pa.azadiradio.com 

د اسیا المپیک شورا رسماً اعلان وکړ، چې په چین کې د اسیا فوټبال سیالۍ وځنډېدې. د اسیا المپیک شورا اعلان وکړ، چې د چین دولت د کرونا کروناپويروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په دې هېواد کې د ۲۰۲۲ میلادي کال د اسیا فوټبال سیالیو ترسره کېدو اجازه نه ورکوي. ټاکل شوی وه د اسیا فوټبال سیالۍ د روان شمسي کال د اسد له ۲۷ د سنبلې میاشتې تر ۲۶ نېټې د چین په هانګژوې ښار کې ترسره شي او د اسیا له بېلابېلو هېوادونو څخه د فوټبال لوبډلو په کې لوبه کوله. د اسیا فوټبال سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې یوځل د سیمې په یوه... Читать дальше...

په ارزګان کې حقمل لوبډله د والیبال سیالیو اتله شوه

Pa.azadiradio.com 

د حقمل والیبال لوبډله د ارزګان ولایت د والیبال سیالیو اتله شوه. د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په خپره شوی خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د والیبال یادې سیالۍ تېره اوونۍ د ګیزاب، خاص ارزګان، چورې او ترینکوټ ولسوالۍ د والیبال لوبډلو ترمنځ پیل شوي او نن د حقمل لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. د خاص ارزګان ولایت زمري لوبډلې د دغو سیالیو دویم ځای خپل کړ.

د ویتنام تمریني کمپ لپاره د افغان فوټبال لوبډلې لومړنی نوملړ اعلان شو

Pa.azadiradio.com 

د ویتنام د تمریني کمپ لپاره د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لومړنی نوملړ اعلان شو. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د فوټبال ملي لوبډلې سر روزونکي انوش دستګیر ۳۴ غوره څیرې د ویتنام په تمریني کمپ کې د ګډون لپاره انتخاب کړي. ټاکل شوې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې غړی د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لارې موندلو په هدف د مې له ۲۱ د جون میاشتې تر دویمې نېټې په ویتنام کې په یوه تمریني کمپ کې ګډون وکړي او د همدې تیاریو په لړ کې به د جون میاشتې په لومړۍ نېټه د ویتنام له لوبډلې سره هم تدارکاتي سیالي ترسره کړي. Читать дальше...



ملګري ملتونه: د افغانستان له نيمايي زيات وګړي لوږې سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې د افغانستان له نيمايي زیات نفوس له لوږې سره مخ دی. ملګري ملتونه په یوه نوي راپور کې خبرداری ورکوي، چې د افغانستان له ټولو نفوس نږدې نیمايي له ولږې سره مخ دي. په دې راپور کې لیکل شوي، په ټول افغانستان کې خلک د خوراکي توکو د خوندیتوب په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، خو وچکالۍ او د اقتصادي سقوط له امله نږدې ۲۰ میلیونه افغانان خواړه‌ نه‌لري. راپور کې زیاته شوې، د افغانستان له نږدې ۴۰ میلیون نفوس څخه شاو خوا ۶،۶ میلیونه یې په اضطراري وضعیت کې دي چې خواړه نه‌لري او ۱۳ میلیونه نور یې د ناورین په کټګورۍ کې ځای لري.

چارواکو په پنجشېر کې د شپږو طالبانو وژل کېدل تایید کړل

Pa.azadiradio.com 

په پنجشېر کې د طالبانو چارواکو په دغه ولایت کې د طالبانو له عمده مخالفې ډلې سره په وسله واله جګړه کې د شپږو طالبانو وژل کېدل تایید کړل. د افغان اسلامي اژانس په حواله، د پنجشېر د والي ویاند ابوبکر صدیق د دوشنبې په ورځ ویلي په دره ولسوالۍ کې په دې جګړه کې چې تېره جمعه شوې د دوی د شپږو غړو د وژل کېدو تر څنګ دوه نور ټپیان شوي دي. د مقاومت جبهه چې مشري یې احمد مسعود کوي، د طالبانو په وړاندې په وروستیو ورځو کې د سختو جګړو ادعا کړې ده.

د بشري حقونو سازمان: ځينې افغانان د درملو نشتوالي له امله مري

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، ځینې افغانان د درملو د نشتوالي له کبله مري. د دغه سازمان د افغانستان څانګې په یوه لنډ راپور کې لیکلي، چې د روغتیايي سیسټم دړې وړې کېدو تر ټولو ډېر زیان ښځو ته اړولی دی. د راپور په یوه برخه کې هغو مواردو ته اشاره شوې، چې د درملو د نشتوالي او د درملنې د امکاناتو د کموالي له کبله د افغانستان په ځینو برخو کې له دې جملې غزني او غور کې ځینې کسان مړه شوي دي. تر اوسه د طالبانو روغتیا وزارت د دې راپور په اړه تبصره نه ده کړې. نږدې ۹ میاشتې مخکې پر افغانستان د طالبانو... Читать дальше...

ځينې ښوونکي: له تېرو درېیو مياشتو راهيسې معاشونه نه دي راکړل شوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د دولتي ښوونځيو یو شمېر ښوونکي شکایت کوي، چې له دریو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ورکړل شوي. رڼا چې د کابل ښار د یولسمې ناحیې په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکې ده وايي، تر دې دمه يې لا د تېر لمریز کال د دلوې او حوت میاشتې معاشونه نه دي ترلاسه کړي. دا وايي خاوند يې تقاعد کړی او دوی اوس د دې له معاشه پرته بل کوم عاید نه لري. نوموړې وايي:"موږ تر اوسه د تېر لمریز کال د دلوې او حوت میاشتې معاشونه نه دي ترلاسه کړي، له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ یو، حکومت باید موږ ته پام وکړي تر څو له... Читать дальше...

کابل کې د معترضو ښځو لاریون، «برقع زموږ حجاب نه دی»

Pa.azadiradio.com 

کابل کې ځینو معترضو ښځو د طالبانو له خوا د حجاب د اجباري کېدو د فرمان په اعتراض لاریون وکړ. طالبانو تېره شنبه په یوه فرمان کې برقع/ چادري د شرعي حجاب تر ټولو غوره بڼه وبلله او ویې ویل، هر ډول کالي چې بدن پټ کړي، چسپ نه وي حجاب ګڼل کېږي. د طالبانو دغه اقدام د نړیوالې ټولنې عکس العمل هم وپاراوه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، چې د ښځو په وړاندې د طالبانو چلند له بشري حقونو سرغړونه ده، چې له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو اړیکې زیانمنوي.

روزګان کې د خپلمنځي شخړې له امله څلور کسان ژوبل شوي

Pa.azadiradio.com 

ځايي امنيتي مسؤلين وايي، دغه پېښه تېره ورځ ناوخته پنځه بجې د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په سګزي سیمه کې د ځمکې پر سر د دوو ډلو ترمنځ  رامنځته شوې چې څلور کسان پکې ژوبل شوي دي. د روزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند اغاولي قریشي نن ازادي راډيوته وویل چې تر پېښې وروسته سملاسي سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او د پېښې په تړاو یې درې تنه نیولي هم دي. نوموړی وايي،  ټپيان چې دوه تنه د یوې او دوه نور د بلې ډلې وو، د درملنې لپاره روغتیایې مرکز ته لېږدول شوي او روغتیایې حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی. قریشي... Читать дальше...

صرافان: د افغاني بانکنوټونو کمښت او زړښت له ستونزو سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صرافانو ټولنه وايي، په دې هېواد کې د افغاني بانکنوټونو کمښت او زړښت دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی وايي، د افغاني بانکنوټونو د کمښت ستونزه تر ډېره په هغه سرحدي ولایتونو کې چې مخکې په کې د نورو هېوادونو اسعارو چلښت درلود لیدل کېږي. د افغانستان د صرافانو د ټولنې مرستیال عبدالرحمان ځیرک ازادي راډيو ته وویل، چې له بېلابېلو سرحدي ولایتونو نه صرافان کابل ته د افغانیو د انتقال لپاره ورځي. نوموړی وايي:"د افغانستان په ټولو اسعاري مارکېټونو کې د افغانیو کمښت احساسیږي، موږ د افغانستان... Читать дальше...

هرات: د سفنج د توليد کارخونو فعاليت درولی

Pa.azadiradio.com 

د ګمرکي ستونزو له امله په هرات ولایت کې د سفنج د تولید ډېری کارخونو خپل فعالیت درولی او د یو شمیر نورو د تولید چارې بیا ټکنۍ شوې دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د یادو کارخونو مسولانو تېره ورځ ماښام د یادې خونې له مسولانو سره په لیدنه کې ویلي، د توکو په ګمرکي چارو، تعرفې د لوړوالي او د تولید شوی سفنج لپاره د بازار نشتوالی له امله ځینو کارخونو خپل فعالیت درولی او پاتې هم له ستونزو سره مخ دي. د دغو کارخونو د فعالیت له بندېدو سره، ډېر شمېر کسان هم وزګاره شوي دي. Читать дальше...

کابل کې د خوراکي توکو د پروسس فابريکه جوړيږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې په نېږدې راتلونکي کې په کابل کې د مېوو د جوسو او خوراکي توکو د پروسس یوه کار خونه فعالیت پیل کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بوستان سبز په نوم دا کارخونه چې په نړیوالو معیارونو جوړه شوې، د میوو د جوسونو، روب جوړولو او وچې میوې د پروسس په برخه کې به فعالیت کوي. په خبرپاڼه کې د کارخونې د فعالیت پیل کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو ویل شوي، چې یاده کارخونه به په دوو کاري شفتونو کې توکي تولیدوي او په هر کاري وخت کې به ۲۰۰ کسان په مستقیم او ۱۵۰۰ کسان هم په غیر مستقیم ډول په کې په کار وګمارل شي. Читать дальше...

امريکا طالبانو ته: که پر خپلو پرېکړو بيا کتنه ونه کړئ له فشارونو سره به مخ شئ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، که طالبان د نجونو او ښځو په اړه له خپلو پرېکړو په شا نه‌شي، له ډېر فشار سره به مخ شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ښځو په اړه د طالبانو تګ‌لاره د بشري حقونو خلاف عمل دی او دا ډول کړنې به له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو اړیکې زیانمنې کړي. متحده‌ ایالات دا خبرداری وروسته تر دې ورکوي چې طالبانو پر افغان نجونو او ښځو د جبري حجاب فرمان صادر کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون رسنیو سره خبرو کې طالبانو ته د سخت‌دریځې ډلې خطاب وکړ او ویې... Читать дальше...

امريکا: که طالبان پر خپلو پرېکړو بيا کتنه ونه کړي فشارونه به پرې زيات شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې که طالبان د افغان ښځو او نجونو په اړه پر خپلو پرېکړو بیا غور ونکړي نو پر حکومت به یې فشارونه زیات کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېدپرایس پرون خبریالانو ته وویل چې دا موضوع یې له طالبانو سره هم شریکه کړې. هغه زیاته کړه چې له امریکا سره داسې وسایل شته چې که پر نجونو او ښځو لګېدلي محدودیتونه لیرې نه شي عملي به یې کړي خو ښاغلي پرایس په دې اړه جزییات ورنه کړل. د طالبانو حکومت د شنبې په ورځ هغه فرمان اعلان کړ چې د ښځو حجاب جبري کوي او ښځو ته له اړتیا پرته له کوره د وتلو اجازه نه ورکول کېږي.


Музыкальные новости
Алсу

Mash: певица Алсу и ее супруг Абрамов поделят при разводе 2 дома и 2 квартиры





Rss.plus
РПЛ

РОСГВАРДЕЙЦЫ ОБЕСПЕЧИЛИ ПРАВОПОРЯДОК ПРИ ПРОВЕДЕНИИ ФУТБОЛЬНОГО МАТЧА РПЛ «АХМАТ» - «ЗЕНИТ» В ГРОЗНОМ




Правление Газпрома рассмотрело ход работ по газоснабжению и газификации субъектов РФ в 2024 г.

У нас как в деревне дураков: Творится полная вакханалия

Мать оставила трёх детей с мигрантом в Москве. Закончилось всё изнасилованием и полицией

В Азии наблюдаются покупки, рубль падает




د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستيال له قطري چارواکو سره پر افغانستان خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه له قطري چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته د دې وزارت د مرستیال د سفر خبر ورکوي. په یو بیان کې چې نن خپور شوی راغلي چې د ادارې او سرچینو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال براین مک کیون د افغانستان د اړوندو مسایلو د همغږۍ په اړه له قطري چارواکو سره خبرې کوي. بیان زیاتوي چې دا سفر پرون پیل شوی او نن د غويي یا ثور شلمه یې وروستۍ ورځ ده.

د سره صليب نړيوالې کمېټې مشر ايراني چارواکو سره دا فغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر رابرت ماردیني وايي په ایران کې د دېره افغان کډوالو پر ستونزو یې له ایراني چارواکو سره خبرې کړي. ښاغلي ماردیني فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په تهران کې د ده د خبرو تمرکز تر ډېره د وروستیو بدلونونو په نتیجه کې د زیانمنو افغان کډوالو پر ستونزو و. ماردیني زیاتوي چې دا خبرې مثبتې وې. د ایرنا د دولتي خبري آژانس د راپور له مخې د تېر کال د زمري په ۲۴مه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته شاوخوا یو میلیون نوي افغانان ایران ته کډه شوي او هره ورځ زرګونه نور... Читать дальше...

د اروپايي کمېسيون مشرې د هنګري له صدر اعظم سره پر روسيې د بنديزونو په اړه خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي کمېسیون مشرې اوزولا فان دیرلین د هنګري له صدر اعظم ویکتور اوربان سره د روسیې د تېلو پر صادراتو د بندیز په اړه خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی. اروپايي ټولنه هڅه کوي غړي هېوادونه د روسیې د تېلو پر صادراتو پراخ بندیز ته وهڅوي خو د هنګري، سلواکیا او چک جمهوریت په ګډون ځینو غړو له دې طرحې سره مخالفت کړی. مېرمن فان دیرلین پرون پر ټویټر ولیکل چې له اروبان سره پر روسیې د بندیزونو او د انرژۍ د امنیت په اړه د دې بېګانۍ خبرې هيله بخښوونکې وې.

طالبانو په لومړي ځل هلمند کې د کوکنارو تازه کښتونه اړولي

Pa.azadiradio.com 

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو حکومت د هغه فرمان له مخې اقدام کوي چې نژدې یوه میاشت مخکې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده صادرک ړی او په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت او د مخدره موادو پر تولید بندیز لګوي. د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې نور به خلک د کوکنار کر ته پرېنږدي.  د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند د نشه یي توکو د مدیریت له لوري پرون دوشنبې د نوزاد ولسوالۍ په تیزني سیمه کي شاوخوا ۲۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه. ... Читать дальше...

د مقاومت جبهې ادعا: طالبانو پنجشېر کې لسکونه ملکيان وژلي خو طالبان يې ردوي

Pa.azadiradio.com 

د مقاومت ملي جبهه ادعا کوي چې د طالبانو ځواکونو په پنجشېر کې لسګونو ملکیان نیولي او یو شمېر یې وژلي دي، خو د طالبانو سیمه ییز چارواکي دغه ادعا ردوي. د طالبانو یوه سیمه ییز چارواکي دغه راز د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې په وروستۍ نښته کې د دوی پنځه وسله وال وژل شوي دي.   د طالبانو ضد د مقاومت ملي جبهې د طالبانو ځواکونه تورن کړي چې په پنجشېر کې یې یو شمېر ملکیان نیولي او یو شمېر یې هم وژلي دي. د جرمني د ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې د دې جبهې یوه ویاند علي میثم نظري پرون دوشنبې په یوه بیان... Читать дальше...

د بشر حقونو سازمان: نړيواله ټولنه دې د افغان ښځو له حقوقو په دفاع کې عملي اقدام وکړي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه سرغړونې دې یوازې د بیانونو په خپرولو سره نه غندي، بلکې په دې برخه کې دې عملي اقدامات وکړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږه کونکې ادارې مشرې ویلي، نړیوال مشروعیت او تلپاتې سوله په دې پورې تړلې چې د ښځو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو درناوی وشي.   د بشري حقونو د څار سازمان هیومان رایټس واچ یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو پر حجاب د طالبانو د حکومت له خوا د نویو محدودیت لګولو په اړه... Читать дальше...



Москва

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Пожарной охране Москвы исполнилось 220 лет — Сергей Собянин



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Алсу

Стали известны подробности развода Алсу




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан


Сюзанн Ленглен

Последний танец Надаля и юбка Сюзанн Ленглен: 6 важных фактов о «Ролан Гаррос»-2024



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Денис Мацуев

Как в Уфе прошел первый день музыкального фестиваля «Денис Мацуев представляет: диалог поколений» - сюжет «Вестей»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России