Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Май
2022

Новости за 27.05.2022

تاجکستان کې د غونډې پای؛ افغانستان کې ټيکاو د سيمې لپاره مهم وبلل شو

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو د امنیت شورا سالاکارانو ناسته پای ته ورسېده. په دې ناسته کې اتو هېوادونو د امنیت سالاکارانو ګډون کړی وه او د ناستې په پای کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې امنیت د ټولو ګاونډیو او سیمې هېوادونو په ګټه دی. خو د دې ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ چې هېڅ هېواد دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي او هر رامنځته کېدونکی تحول باید افغانانو په مشرۍ وي. که څه هم دې ناستې خبریالانو ته د ورتګ اجازه نه‌ده شوې خو د ازادي راډیو... Читать дальше...

غور کې د ديني مدرسو لپاره د دولتي کارکوونکو يو فيصد معاش ګرځول شوی

Pa.azadiradio.com 

په غور ولایت کې د طالبانو سیمه ییزې ادارې د دولتي کاروکونکو له معاش یو فیصد د دیني مدرسو سره د مرستې لپاره ټول کړي. په غور ولایت کې د یو شمېر دولتي ادارو کارکونکي وايي، هغو ته ویل شوي چې خپل میاشتني معاش نه یو فیصد له دیني مدرسو سره مرسته وکړي. دغو دولتي کارکونکي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دغه پېغام ورته د غور ولایت له سیمه ایزې ادارې لخوا په شفاهي ډول ویل شوی. ددې دولتي ادارو یو کارکونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "موږ د خپل معاش یو فیصد وضع کړی... Читать дальше...

د ښوونځيو د پرانيستلو لپاره د پلاوي ټاکل؛ زده کوونکې: ښوونځي دې ژر پرانيستل شي

Pa.azadiradio.com 

له هغې وروسته چې طالبانو د شپږم ټولکي نه پورته د نجونو دښوونځیو د پرانیستې لپاره د یوې اته کسیزه پلاوي د کمېټې د جوړیدو خبره کړې اوس یو شمېر زده کونکي وايي، د ښوونځیو دروازې دې ژر ترژره پرانیستل شي. دوی ازادي راډیو ته وویل، طالبانو په دې برخه کې ډيرې ژمنې وکړي خو عملي کړي نه دي. د کابل او هرات ولایت دوه زدکونکې سحر او ملکه وايي: "له کومې ورځې چې طالبان راغلي زموږ ښوونځي تړل شوي او زه خپله د یولسم ټولکي زده کونکې یم خو خپلې ایندې ته سخته اندېښنه لرم. له طالبانو نه مې غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره... Читать дальше...



اجيت دوال: له تروريزم سره مبارزې لپاره بايد د افغانستان وړتيا لوړه شي

Pa.azadiradio.com 

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې په سیمه‌ییزې امنیتي غونډې کې وویل، پکار ده چې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د افغانستان وړتیا لوړه شي. ښاغلي دوال زیاته کړه چې هند له افغانستان سره تاریخي اړیکي لري او د هند حکومت تل د افغانانو ترڅنګ دریدلی او د افغانانو ملاتړ ته به دوام ورکړي. په پلازمېنې دوشنبې کې د افغانستان په اړه په دې غونډه کې د هند سربېره د روسیې، چین، ایران او منځي اسیا د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو برخه اخیستې ده.

د افغان ښځو په اړه طالبانو د ملګرو ملتونو پرېکړه ليک رد کړ

Pa.azadiradio.com 

طالبانو نن د ملګرو ملتو د امنیت شورا پریکړه لیک رد کړ چې پکې راغلې دي چې طالبانو پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي. د امنیت شورا پنځلس غړیو د سې شنبې په ورځ پر طالبانو غږ وکړ چې سمدستي دې پر ښځو له لګولیو بندیزونو لاس واخلي. امنیت شورا انتقاد کړی چې طالبانو د زده کړو، کار او د ښځو پر ازادانه سفر بندیزونه لګولي دي. د طالبانو مشر دا امر هم کړی دی چې ښځې دې په عامه ځایونو کې حجاب اغوندي او مخ دې پټوي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې د امنیت شورا اندېښنې بې بنسټه وبللې او ویې ویل،... Читать дальше...

دیمیتري کولیبا: د اوکراين په ختيځ کې وضعيت تر بل هر وخت خراب دی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وايي، د دغه هېواد د ختیځ پوځي وضعیت تر هغه څه چې خلک وايي، زیات خراب دی. دیمیتري کولیبا دا خبره پرون داسې مهال وکړه چې روسي ځواکونو د دونباس په لور پرمختګ ته دوام ورکړ. پرون یوه اوکرایني چارواکي وویل چې روسي پوځیان په ختیځه جبهه کې د اوکرایني ځواکونو محاصرې ته نژدې شوي دي او د لنډ وخت لپاره یې د هغې لویې لارې، چې په پای کې یې د دونباس سیمې ښارونه پراته دي، څو برخې ونیولې خو د روسانو دا یرغلونه په شا وتمبول شول. د لوهانسک والي په عین حال کې مني چې اوکرایني ځواکونه... Читать дальше...

ريچارډ بينيت: پر ښځو د طالبانو محدوديت بشري وضعيت جدي اغېزمن کړی

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت پر ښځو د محدودیتونو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنې "له واقیعته لرې" بولي، تازه د افغانستان د بشري وضعیت د څار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي په دغه هېواد کې د طالبانو له لوري پر ښځو د محدودیتونو د لګولو د زیاتوالي پالیسو په بشري وضعیت جدي اغېز کړی دی. د طالبانو له لوري پر افغان ښځو او نجونو د "بندیز زیاتوونکو" پالیسیو په اړه په کور دننه او نړیواله کچه اندېښنې په زیاتېدو دي -هغه څه چې د طالبانو حکومت یې "له واقیعته لري"ګڼي. د طالبانو د حکومت د... Читать дальше...

د کاناډا او ايران ترمنځ د فوټبال سيالۍ لغوه شوې

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا د فوټبال فدراسیون له ایران سره د جون په پنځمه لوبه لغوه کړه خو تر اوسه يې د لوبې د لغوه کېدو لاملونه نه دي په ډاګه کړي. خو د کاناډا په فوټبال فدراسیون او حکومت باندې ګڼ فشارونه وو چې د ایران له ټیم سره دا مسابقه ترسره نه کړي. په خپله صدر اعظم جستن تروډو هم د لوبې په اړه مخالفت ښودلی و. د مخالفو خلکو لویه برخه د هغې الوتکې د قربانیانو کورنۍ او دوستان وو چې د ایران له خوا نسکوره شوه او پکې لسګونه ایراني کاناډایان او د افغانانو په شمول د ځینو نورو هېوادونو خلک پکې ووژل شول. د کاناډا... Читать дальше...



تاجکستان نن د افغانستان په تړاو د ناستې کوربه دی

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو د یوې ناستې کوربه ده. د افغانستان په اړه په دې غونډه کې د هند، روسیې، چین، ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران برخه لري. په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د ټول ګډونه حکومت په اړتیا باندې په دې ناسته کې خبرې کېږي.

راډيويي مجله؛ د احمد شاه بابا کور په نړېدو دی

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د احمد شاه بابا د کور د رغاونې کارونه په ټپه دریدلي، په خوست او کونړ کې د کتابونه مینه وال په کمېدو دي، خو په کابل کې یو ځل بیا د کتابونه د چاپ چارې خوځیدلې دي. د ازادي راډيويي مجله د لاندې غږيز فايل په کليک کولو اورېدلی شئ:

د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو لپاره د طالبانو لخوا ټاکل شوې کمېټه څومره اغېزناکه ده؟

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره یوه ۸ کسیزه کمېټه ګومارلې ده. وايي د کمېټې کار په مخ روان دی او ژر به دا ستونزه حل کړي. عصمت څاروان په دې موضوع د ښځو د حقونو له یوې فعالې ماریا توتاخېل سره مرکه کې او لومړی یې ورته ویلي، د طالبانو دا اقدام، چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره یې د دیني عالمانو کمېټه جوړه کړې، څنګه ارزوئ؟

بلينکن د چين په اړه د امريکا د حکومت پاليسي څرګنده کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون (پنجشنبې) د چین په اړه د ولسمشر جو بایډن د حکومت پالیسي څرګنده کړه. ده چې په واشنګټن کې خبرې کولې، وویل، په داسې حال کې چې د امریکا متحدایالتونه په اوکراین کې د روسیې جګړه د نړیوال ثبات لپاره تر ټولو فوري ګواښ ګڼي، د بایډن اداره باوري ده چې چین لا ستر ګواښ پېښوي. په واشنګټن کې د چین سفارت د بلینکن د څرګندونو په اړه سمدستي څه نه دي ویلي.

د پاکستان او د پيسو نړيوال صندوق ترمنځ خبرې بې پايلې شوې

Pa.azadiradio.com 

د پیسو له نړیوال صندوق سره د پور په اړه د پاکستان خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې. د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د پور د ورکولو لپاره شرط ایښی و چې د انرژۍ په برخو کې سبسایډۍ لېرې کړي. پاکستان غوښتل چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د ۶ ملیارد ډالره پور د ترلاسه کولو لپاره له څو ورځو راهیسې خبرې کولې. د پاکستان د اسعاري زېرمو د کمېدو له کبله په وروستیو اوونیو کې د پاکستاني روپیو ارزښت خورا ټیټ شوی دی.

طالبان: چمتو يو چې د نشه يي موادو د قاچاقو د مخنيوي لپاره د ایران له حکومت سره همکاري وکړو

Pa.azadiradio.com 

له افغانستان څخه ايران ته د نشه يي موادو د قاچاقو د ډېرېدو په اړه د ايراني مقاماتو تر ادعا وروسته د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ويلي چې دوی حاضر دي له ايران سره پر سرحدي کرښه د نشه يي موادو د قاچاقو په اړه له ايران سره په ګډه د دې قاچاقو مخه ونيسي. ايراني مقاماتو تازه له يوه بلغاريايي هيئت سره د کتنې پر مهال له افغانستان څخه ایران ته د نشه يي موادو د قاچاقو د ډېرېدو په اړه شکايت کړی او ويلي يې دي چې دا وضعيت له ايران څخه اروپا ته د نشه يي موادو د قاچاقو د ډېرېدو سبب شوی دی. د طالبانو... Читать дальше...

هند کې يو افغان د ناقانونه درملو د وړلو په تور نيول شوی

Pa.azadiradio.com 

د ډیلي په هوايي ډګر کې یو افغان په غیرقانوني ډول د درملو د وړلو په تور ونیول شو. هندي رسنۍ وايي، دغه افغان د چهارشنبې په ماښام له ډیلي څخه کابل ته د څه باندې ۶۴ لکه هندي روپیو په ارزښت د ګولیو د وړلو په خاطر د ګمرکي چارواکو له لوري نیول شوی دی. ګمرکي چارواکي وايي، له نیول شوي افغان سره کشف شوې ګولۍ د مغزي تومور د درملنې لپاره کارول کېږي.

کابل کې د چين د ټکنالوژۍ توليداتو نندارتون پرانيستل شو

Pa.azadiradio.com 

د چین د ټکنالوژۍ او نورو تولیداتو لومړنی نندارتون پرون په کابل کې پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې بایسکلونه، موټرسایکلونه، برېښنايي او ګازۍ بخارۍ، لمریز موټر، بېټرۍ، یخچالونه، کرنیز او سپورتي وسایل، امنیتي کمرې او نور الیکترونیکي وسایل نندارې ته اېښودل شوي دي. دا نندارتون به نن او سبا هم دوام ولري.

د هند ملي امنيت سلاکار: افغانستان کې له امريکا پاتې شوې وسله د تروريستانو لاس ته ورغلې

Pa.azadiradio.com 

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوفل خبرداری ورکوي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې له امریکا څخه زیاته پاتې شوې وسله د تروریستانو لاس ته لوېدلې چې دا ګاونډیو هېوادونو ته خطر پېښوي. دوفل دا خبره په دوشنبې ښار کې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییز امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ایران د ملي امنیت له سلاکار علي شمخاني سره په کتنه کې وکړه. دوفل د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ وباله. ده په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدا کلیدي ننګونه وبلله.

پر ښځو د طالبانو وروستيو محدوديتونو په تړاو د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په کابل کې د امر بالمعروف و نهي عن المنکر د وروستیو هلو ځلو په اړه لیکنه خپره کړې ده او لیکي چې کله د دې ډلې د یوه مشر عبدالله عبید په مشرۍ یو ګروپ یوه ښاري بس ته په کابل کې ورپورته شو، په بس کې ناستو ښځو دستي سترګې ښکته واچولې او مخونه یې پټ کړل. ورځپاڼه لیکي چې عبدالله عبید بس ته لاس وخوځاوه چې ځي دي او ویې ویل که څوک حجاب مراعات نه کړي هغه ته اجازه نه ورکوي. امربالمعروف و نهي عن المنکر وزارت روانه میاشت د حجاب فرمان صادر کړ چې ښځې دې له سره تر پښو ځانونه پټ کړي. Читать дальше...

فعالان: د روغتيايي خدمتونو لږوالی د معتادو ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سبب شوی دی

Pa.azadiradio.com 

معتادې ښځې او ښځو د حقونو فعالان په ولایتونو کې د معتادینو د درملنې په اړه اندېښنه لري، دوی وايي چې په ولایتونو د معتادینو د درملنې خدمتونه کم شوي او که دا حالت دوام وکړي، نو معتادې مېرمنې به همداسې معتادې پاته شي او د کورنۍ تاوتريخوالي ښکار به شي. له دې ولايتونو څخه يو هم فراه ولات دی، هغه ولایت چې معتادین، په تېره بیا په وروستيو میاشتو کې ښځينه معتادينې پکې ډېر شوي او هغه ښځې چې تازه يې درملنه شوې وايي، په فراه ولايت کې نشه يي مواد اسانه پيدا کېږي، دوی اندېښنه لري چې داسې نه وي بېرته معتادې شي... Читать дальше...


Музыкальные новости
Баста

60 сосисок и чёрный хлеб: раскрыт райдер рэпера Басты





Rss.plus
Чемпионат

Представитель “Лайм-Займ” одержал победу на XII Чемпионате СФО по управленческим переговорам "Сила Сибири"




Детские «надгробия» убрали в парке «Сказка» в Москве после общественного резонанса

Более 14 тысяч уральцев поклонились Казанской иконе Божией Матери

Команда Технуниверситета Верхней Пышмы победила на международном инженерном чемпионате Case-in

Котлеты из женщин. Маньяк-людоед готовил еду из своих жертв




راتلونکي مياشت افغانستان کې د کرونا ضد واکسين تطبيق پيليږي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان یا (ډبلیو ایچ او) وايي، راتلونکې میلادي میاشت به په افغانستان کې خلکو ته د کرونا وبا پر ضد واکسین ورکړل شي. ډبلیو ایچ او پرون (پنجشنبې) پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا کمپاین د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې عملي کېږي. د روغتیا د نړیوال سازمان د مالوماتو پر اساس، د کمپاین په لړ کې به له اتلس کلونو پورته ۵ ميلیون تنو ته کرونا ضد واکسین ورکړل شي. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت مخکې ویلي و چې نژدې ۸ ميلیونه افغانان د کرونا پر ضد واکسین شوي دي.

ايران يوه اوونۍ کې نږدې شل زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي، ایران په شاوخوا یوه اوونۍ کې کابو ۲۰ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي. دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ایران د ثور له ۲۴ د جوزا تر دوهمې پورې ۱۹ زره ۹۶۳ تنه افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي او افغانستان ته رالېږلي دي. د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د چهارشنبې په ورځ ویلي و چې یوازې د سې شنبې په ورځ، یعنې د مې په ۲۴ مه ۳ زره ۵۸۷ افغان کډوال د نیمروز ولایت له لارې افغانستان ته راستانه شوي چې د هغو په منځ کې څه باندې دوه نیم زره راشړل شوي دي. Читать дальше...

د طالبانو حکومت پاکستان ته د سکرو صادارت ډېر کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت پاکستان ته د سکرو صادرات زیات کړي او په عین وخت کې یې د سکرو پر پلور مالیه لوړه کړې ده. رویټرز خبري اژانس په دې اړه په یوه راپور کې ویلي، طالبانو د بهرنیو مرستو په نشتوالي کې د کانونو له سیکتور څخه د زیات عاید د ترلاسه کولو هڅې ډېرې کړي او په دې لړ کې یې پاکستان ته د سکرو صادرات زیات کړي دي. پاکستان ته د افغانستان د سکرو صادرات په داسې وخت کې زیات شوي چې اوس په نړۍ کې د سکرو بیه په بې ساري ډول لوړه شوې ده ځکه چې اندونیزیا د سکرو پر صادراتو بندیز لګولی او له بلې خوا پر اوکراین... Читать дальше...

پر بشري مرستو متکي افغانان؛ افغانستان کې اقتصادي بحران او لوږه پر ډېرېدو ده

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ پر اساس، په افغانستان کې د خوراکي موادو امنیت تر بل هر وخت کم شوی او د افغانستان د نفوس تر نیمايي ډېر په بشري مرستو متکي دي. د کډوالو لویې کمیشنرۍ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې اقتصادي بحران او لوږه نوره هم په زیاتېدو ده او له کبله یې په هرو دوو تنو کې یو تن باور نه لري چې د راتلونکې وخت ډوډۍ به ترلاسه کړای شي او که نه. په افغانستان کې د لوږې بحران د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر له میاشتې مخ په ډېرېدو دی. پرون په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د... Читать дальше...

پر خطرناکو لارو تګ؛ برېتانيا ته سږ کال ورغلي ډېری کډوال افغانان دي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي، په روان ۲۰۲۲ م کال کې د فرانسې او بریتانیا ترمنځ د کانال له لارې بریتانیا ته په ورغلیو کډوالو کې اکثریت د افغانانو دی. د دغه وزارت پر اساس، تازه شمېرنې ښيي چې د بریتانیا او فرانسې ترمنځ د اوبو له دې خطرناکې لارې د سږ کال په لومړیو درو میاشتو کې یو زرو ۹۴ تنه بریتانیا ته اوښتي حال دا چې په ټول ۲۰۲۱ م کال کې له دې لارې بریتانیا ته یو زرو ۳۲۳ تنو پناه وړې وه. د دغه وزارت په وینا په هرو لسو تنو کې، چې له دې لارې بریتانیا ته تللي، ۹ تنه یې افغانان وو. د بریتانیا... Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Кадетское движение объединяет смелых, умных ребят



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Ирина Серегина

Концерт студии "Жерминаль"




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Даниил Медведев

Медведев на отказе серба Кецмановича вышел в третий круг «Ролан Гаррос»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России