د کینیا جمهور رئیس: تر ۲۰۲۲ کال پورې 'د نجونو سنتولو' ستونزه پای ته رسوو
د نفوسو او پراختیا کنفرانس نن سه شنبې (نومبر ۱۲مه) د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې ترسره شو.
د نفوسو او پراختیا کنفرانس نن سه شنبې (نومبر ۱۲مه) د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې ترسره شو.
د کرتارپور لار د خلاصیدو سره سم د پاکستان او هند له بېلا بېلو برخو سیکان د پنجاب نانکانې ته رسیدلي او هلته په مذهبي مراسمو کې برخه اخلي. په دې اړه د ځلاند یوسفزي وېډیو ظفرخان اېډیټ کړې
په خېبر پښتونخوا کې ځینې زده کوونکي هره ورځ د ښوونځو تر رخصتۍ وروسته د بسونو یا نورو موټرو دپاسه له خطرو ډک سفر کوي. دوی وايي، د کرایې د زیاتوالی له کبله داسې کوي. په دې اړه د صمد شبنم ویډیويي رپورټ وګورئ.
پاکستان د پارلماني چارو وزیر مملکت او په سېنټ کې د واکمن تحریک انصاف ګوند پارلماني مشر اعظم خان سواتي ویلي ، د حافظ حمدالله شهریت حکومت نه دی ختم کړی.
د نواز شریف نوم به په دې شرط له اې سي اېله اېستل کېږي چې تر تر تلو مخکې د 'بیرته راتګ نېټه' او 'ضمانتي بانډونه' جمع کړي.
افغان حکومت د انس حقاني په ګډون د حقاني شبکې درې مهم بندیان پرېښول. په حقاني شبکه پورې تړلي دا درې واړه بندیان یې په افغانستان کې د کابل پوهنتون د دوو پروفېسرانو چې یو یې امریکايي او بل هغه اسټرالوی دی، په بدل کې خوشې کړل. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نومبر پر ۱۲مه په یوه مستقیم خبري کنفرانس کې وویل، چې درې واړه بندیان یې د باګرام له زندانه ازاد کړل. په دې اړه د ظفر کریمي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان د حکومت لهخوا له بنده د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د ورور او د دې ډلې د مرستیال انس حقاني په ګډون، د دوو نورو طالب مشرانو د ازادېدو پرېکړه، د عامو خلکو او سیاسیونو له غبرګون سره مخ شوې ده.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د دغه کمېسیون د کمېشنر مولانا محمد عبدالله په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) استول شوي لیک ته نن ځواب ورکوي.
د اسرائيل پوځ وايي چې په غزه کې یې د اسلامي جهاد په نوم د فلسطیني وسلهوالې ډلې چې ایرانیې ملاتړ کوي، یو لوی قوماندان وژلی دی. اسرائيلي ځواکونو نن د نومبر په ۱۲مه، سهار وختي د غزې ښار د شجاعیه پر سیمه عملیات وکړل. په دې عملیاتو کې دوه تنه زخمیان شوي دي. په غزه کې وسلهوالو د دې پېښې د غچ اخیستلو لپاره د تلابیب په ګډون د اسرائيل پر څو ښارونو راکټونه ویشتي دي. د اسرائيل لور ته د تلفاتو خبر لا نهدی خپور شوی. د اسرائيل حکومت ویلي چې د فلسطیني وسلهوالو قوماندان بها ابو العطا پر اسرائیل... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د دې اوونۍ په پای کې به د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره د خپلې ټیلیفوني مکالمې ټرانسکرېپټ خپور کړي. ښاغلي ټرمپ پرون د نومبر په ۱۱مه، دا خبر پر ټویټر خپور کړ. ټرمپ په یوه ټویټ کې ولیکل: "د دې لپاره چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شفاف جمهور رئیس واوسم، د دې اوونۍ په ترڅ کې به د اوکراین له ولسمشر سره د لومړۍ او د تر ټولو مهمې ټیلیفوني مکالمې متن خپور کړم." د ټرمپ او ولادیمیر زلنسکي ترمنځ دا ټیلیفوني خبرې د اپرېل په ۲۱مه شوې وې. ټرمپ... Читать дальше...
د دغه کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ نن (سې شنبه د عقرب ۲۱مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، کمېسیون د خلکو اعتراضونه په نظر کې نیسي او یوازې بایومټریک شوې رأيې ورته د منلو وړ دي.
اغلې موګرېني د دوشنبې په ورځ (نومبر ۱۱مه) ازادي راډیو سره خبرو کې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د سولې مذاکراتو د پیلېدو لپاره مهم وبلل.
د لوګر امنیتي چارواکي وایي، نن له غرمې وړاندې د پل علم اړوند د شېنګ کمپ په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر قطار ځانمرګی برید شوی. په لوګر کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان عبدالمتین حسن خېل ازادي راډیو ته وویل، چې په یاد برید کې د ځانمرګي بریدګر له وژل کېدو پرته نورو ملکي او نظامي کسانو ته تلفات نه دي اوښتي. تر اوسه وسله والو طالبانو او کومې بلې مخالفې ډلې د دې برید مسؤلیت او په برید کې اوښتو تلفاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د نومبر پر ۱۱مه مولانا فضل الرحمن يو وارې بيا په موجوده حکومت په ټکونه کولو سره وويل د درغلۍ په نتيجه کې راغلې دا حکومت پرې په زوره هېڅ څوک نشي منلی او وخت راغلی چې دوی کور ته ولېږو.
په کابل کې د امریکا سفیر د درېیو طالب زندانیانو له خوشې کېدو هرکلی وکړ. کابل کې د امریکا سفیر جان بس له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، د ولسمشر غني له دې اقدامه ملاتړ کوي او هیله لري چې دغه کار به دې لامل شي څو طالبان هم ځیني ګامونه پورته کړي. ښاغلي بس وویل: "د امریکا متحده ایالات د درېیو طالبان بندیانو د خوشې کولو لپاره د ولسمشر غني له دغه زړور تصمیم د یو انساني حرکت په توګه ملاتړ کوي، دغه کار به د اوسنۍ جګړې د وضعیت پای سره مرسته وکړه." هغه زیاتوي، دا وروستی زړور اقدام دی چې ولسمشر او د افغانستان... Читать дальше...
ولسمشر غني وویل، دا کار په کابل کې د امريکايي پوهنتون هغو دوو بهرنيو پروفيسرانو د پرېښودو په بدل کې کوي چې طالبانو تښتولي ول
د کندهار د کرې ریاست د معلوماتو پر اساس په دغه ولایت کې سږکال پر ۸۰۰ جريبه ځمکه پنبه کرل شوې ده.
د پکتیا د سوداګرۍ او صنایع خونې مشر وايي، په دغه ولایت کې نږدې ۲۲ زره ټنه مڼې د خوسا کېدو په حال کې دي. نصیر عالمیار نن ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان له لوري د تعرفې د لوړېدو له امله سوداګر چمتو نهدي چې مڼې پاکستان ته صادر کړي. هغه وايي: "کله چې د افغانستان حاصلات راټولېږي، موږ بیا نهشو کولای چې هغه پاکستان ته صادر کړو، تر اوسه یوه لارۍ مڼې هم د پکتیا د ډنډ پټان له لارې صادر شوې نهدي." نوموړي دغهشان وویل چې دا مهال د پکتیا په بازار کې د یو من مڼو بیه ۱۰۰ تر ۱۲۰ افغانۍ ده چې بڼوالو ته له دې امله ګڼ زیانونه رسېدلي دي. Читать дальше...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پرېکړه یې کړې څو انس حقاني او د طالبانو د ډلې دوه نور مهم غړي په مشروط ډول له باګرام زندانه خوشې کړي.
د ازادي راډیو اوونیزه "ژوند په شېبو کې" پروګرام خامک ګنډلو ته ځانکړی شوی.
د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ په علي سینګۍ سیمه کې تېر مازدیګر په یوه موټر هوایي برید شوی، چې په کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي. د پکتیا امنیې قومانداني پېښه تائیدوي، خو د جزئیاتو په اړه یې څه نه وایي. له بلې خوا بیا د پکتیا د ولایتي شورا پخوانی غړی وکیل مبارز او د سیمې یو تن اوسیدونکی سید جمال الدین اصف خېل ازادي راډیو ته وویل، چې په پېښه کې وژل شوي اووه تنه ټول ملکیان د یوې کورنۍ غړي دي، چې درې ښځې، درې ماشومان او یو سپین ږیری په کې شامل دي. دوی وایي، دا څووم ځل چی په دې ولسوالۍ کې په ملکي خلکو... Читать дальше...
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که څه هم د دې پلاوي د کتنو او د خبرو اجنډا په اړه ډېر جزئیات نهشته، خو د ورځپاڼې په وینا په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان حکومتونو یو ځل بیا پر یو بل د تورونو لګول پیل کړي وو.
دوی ټولو په افغانستان کې خدمت کړی او په یو ډول په دې هېواد کې د مأموریت برخه وو.
اسرائیل وړاندې ایران تورن کړی چې اټمي فعالیتونهیې په یوه نااعلان شوي سایټ کې چې د تهران په څنډو کې په تورقوزاباد سیمه کې دی، پیل کړي دي.
د جوزجان چارواکي، د درزاب ولسوالۍ د بېرته نیولو په هدف د افغان ځواکونو د عملیاتو د پیل خبر ورکړ. د جوزجان والي لطفالله عزیزي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په دې عملیاتو کې د تېرې ورځې تر ناوخته پورې درې کلي تصفیه شوي دي. نوموړي زیاته کړه: "عملیات له انتن تپې څخه د ولسوالۍ د مرکز په لوري چې درې کیلومتره فاصله لري پیل شول، په دې سیمه کې چې مرکز درزاب ته تللې په بشپړ ډول ماینونه خښ شوي دي، سیمه غرنۍ هم ده نو له همدې کبله د سیمې د تصفیې چارې ورو پر مخ ځي." د جوزجان والي زیاته کړه، په دې عملیاتو... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости