سور صلیب: د افغان سرتېرو په خلاصون کې مو منځګړتوب نه دی کړی
د سره صلیب نړیواله کمیټه ICRC وايي چې د طالبانو له بنده د لسو افغان پوځیانو د خوشې کېدو په معامله کې یې منځګړتوب نه دی کړی بلکې یوازې دا سرتېري یې د هلمند ولایت له نهرسراج ولسوالۍ څخه مرکز لشکرګاه ته انتقال کړل. د ملي اردو لس سرتېري چې طالبانو په نهرسراج ولسوالۍ کې سره صلیب ته سپارلي وو، پرون- پنجشنبې په لشکرګاه ښار کې افغان چارواکو ته وسپارل شول. په کابل کې د ICRC د عامه اړیکو مشر روبین واودو Robin Waudo تېرماښام ازادۍ راډیو ته وویل چې د دوی رول یوازې د دې اسیرانو انتقال و«ښکېلو ډلو له سره صلیب... Читать дальше...