بلوچستان حکومت: د جنسي ځورونو پېښې رپورټ کړئ
په بلوچستان کې له جنسي ځورونو څخه د ښځو د ساتنې ادارې په صوبه کې د نومبر له څلورمې څخه تر يوولسمې پورې د عامه پوهاوي کمپاين پېل کړی چې مقصد يې د ښځو ځورونې پېښو رپورټ کېدنه هڅول دي.
په بلوچستان کې له جنسي ځورونو څخه د ښځو د ساتنې ادارې په صوبه کې د نومبر له څلورمې څخه تر يوولسمې پورې د عامه پوهاوي کمپاين پېل کړی چې مقصد يې د ښځو ځورونې پېښو رپورټ کېدنه هڅول دي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د نومبر په څلورمه د سرکاري کالجونو زده کوونکو لپاره د احساس سکالرشپ په نامه د مالي مرستې څلور کلن پروګرام پېل کړ. نوموړي وويل چې دوه لکه زده کوونکو سره به مرسته کېږي چې نيمايي به يې جينکۍ وي.
د مولانا فضل الرحمن وینا وه چې پاکستان په نړیواله کچه او په سیمه ییزه کچه تنهايی ته تللی دی او دوی به یې له دې ګوښه توب راباسي.
پاکستان وايي چې په کابل یې ډپلوماټانو ته خطر پېښ دی او خپل کنسولګري یې تړلې ده. نوې ډیلي کې هوا ډېره ککړه شوې او خلک له ماسک پرته بهر نه ځي. په دوبۍ کې د کمپیوټر او زیرکې ټنکالوژۍ په مټ اسلامي فتواوې او احکام خلکو ته انلاین ویل کیږي. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د جمیعت علمای اسلام (ف) مشران وايي، د پاکستان رسنیو یې په اسلام اباد کې د احتجاجي ناستې په اړه هغه ډول خبریالي نه کوله چې په کار وه. همدا لامل دی چې د جمیعت غړي پر ټولنیزو رسنیو د ناستې او لاریون ویډیوګانې خپروي. خبریالان وايي، پر ټولنیزو شبکو د مذهبي ګوندونو او غړو موجودیت لوی اقدام دی. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د چېکوسلواکیا د پخواني استخباراتي پولیسو په ډاګه شوي ۳۷۰ پاڼې اسناد په لومړي ځل د کارمل د پټ ژوند کیسه کوي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډله وایي، د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش په پروسه کې درې ورځې ځند د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کمزورتیا ښيي.
په نړۍ کې د غوزانو تر ټولو لويي ځنګل په کرغېزستان کې دی چې حکومت خوندي ګرځولی دی. په دې کې غوزان ټولول منعې دي خو خلک یې بیا هم ټولوي. په دې څنګل کې زورنه کاله زړې ونې هم شته. تفصیل يې په دې ویډيو کې وګورئ
د ولسي جرګې مالي او بودجې کمېسیون وايي، ولسمشر او اجراییه ريیس ته ځانګړي شوي ۹۱ کود کې د پیسو تر خلاصېد وروسته، مالیې وزارت دغه کود ته یو میلیارد او ۷۲۰ میلیونه افغانۍ په خپلسري ډول اضافه کړي دي.
د پاکستان پخواني وزيراعظم نوازشريف لور مريم نواز د اګست په لومړيو کې د دې هېواد د احستاب قامي ادارې (نیب) د چودري شوګر ملز د مالي راکړې ورکړې په مقدمه کې نيولې وه.
د روانې نومبر مياشت له لومړۍ تر درېمې نېټې د خيبر پښتونخوا په باړه ګلۍ کې د سيمې هنرمندانو لپاره درې ورځنۍ روزنیزه غونډه جوړه شوې وه. هنرمندانو ته وښودل شول چې څنګه د ټولنيزې ميډيا له لارې خپل هنر خلکو ته ورسوي او په دغه ترڅ کې مالي ګټې هم ترلاسه کړي. په کواټ پوهنتون کې د ژورنالېزم استاد پروېز خان هنرمندانو ته دا معلومات ورکړل. له نوموړي سره زموږ همکار هارون باچا مرکه کړې.
افغانستان کې د کام ایر خصوصي هوايي شرکت مسئولین انتقاد کوي چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره له عربي متحده اماراتو سره د دوی د ستونزو په هواري کې بې پروا ده. د کام ایر شرکت د سوداګرۍ برخې رئیس سلیمان عمر د دوشنبې په ورځ (عقرب ۱۳مه) ازادي راډيو ته وویل، اماراتي شرکتونو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ پروازونه انحصار کړي او کام ایر ته د پرواز اجازه نه ورکول کېږي. ښاغلي عمر وايي، امارات د دوی د فعالیت په وړاندې په بېلابېلو بهانو ستونزې جوړوي. ده همداراز د افغانستان د هوايي چلند اداره هم په بې پروايۍ تورنه کړه. Читать дальше...
د بنګلهدېش کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل هندوستان ته په ۲۰ اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه. دا سیالي تېره شپه د هندوستان په کوربهتوب ترسره شوه. د لوبي پچه بنګلهدېش وګټله او د توپ اچونې پرېکړهیې وکړه. هند په پوره ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه. بنګلهدېش د لوبې په وروستي اور کې هدف پوره کړ او دا سیالي يې په اووه وېکټو وګټله. تر دې وړاندې هند او بنګلهدېش په ۲۰ اوريز کرکټ کې ۸ ځلي سره مخامخ شوي وو، خو بنګلهدېش ترې هېڅ لوبه نهوه ګټلې. د بنګلهدېش... Читать дальше...
د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې د ماین چاودنې د ماشومانو په شمول لږ تر لږه اته ملکیان وژلي او شپږ تنه نور یې ټپیان کړي دي. د بغلان د پولیسو په وینا پېښه نن (عقرب ۱۳مه) هغه مهال رامنځته شوه چې د ډنډ شهابالدین ولسوالۍ په اکاخېلو سیمه کې د ملکیانو یوه سراچه موټر په سړک کې د طالبانو لهخوا پر ایښودل شوي ماین برابر شو. د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل چې په چاودنه کې څلور ماشومان، دوه ښځې او دوه نارینه وژل شوي دي. د نوموړي په وینا په ټپیانو کې هم څلور ماشومان، یوه ښځه او یو نارینه شامل دي. Читать дальше...
خیبر پښتونخوا د غنمو له کمښت سره مخامخ شوې ده او پکې اوړه ګران شوي دي. دوکانداران وايي، د دې لامل له پنجابه، پښتونخوا ته د غنمو پر وروړلو بندیز دی. د خیبر پښتونخوا حکومت دې حالت ته په کتو بیا افغانستان ته د اوړو پر وروړلو بندیز لګولی دی. د کارخانو مالکان وايي، که پنجاب بندیز ته دوام ورکوي، په صوبه کې به د اوړو بحران پیدا شي. حکومت وايي، د غنمو د زېرمو کمېدو له وجې ستونزې پیدا شوې دي خو کارخانو ته غنم ورکوي چې د اوړو بیې لوړې نه شي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په سرپل کې چارواکي وايي، دغلته د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې دوه چنده زیاتې شوې دي. په دې ولایت کې د ښځو د چارو رئیسې نبیلا حبیبي ازادي راډیو ته وویل، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې له ښځو سره د زور زیاتي ۱۶۶ قضیې ثبت کړي. د اغلې حبیبي په وینا په دې کې ډېری د وژنو، وهلو ډبولو او جبري ودونو قضیې دي. د سرپل د ښځو د چارو رئیسې ازادي راډیو ته وویل، د تېر کال په ټولو ۱۲ میاشتو کې یې په دې ولایت له ښځو سره د زورزیاتي ۱۶۳ پېښې ثبت کړې وې، خو سږ کالیې په لومړیو شپږ میاشتو کې تر دې ډېرې پېښې ثبت کړې دي. Читать дальше...
روسیه نن (د نومبر په ۴مه) د ملي یووالي ورځ لمانځي چې په مناسبتیې ګڼ روسان له کاره رخصت دي. د ملي یووالي ورځ په روسیه کې د بېلابېلو توکمونو او مذهبي ډلو ترمنځ پر زغم او د یو بل پر منلو د ټینګار لپاره لمانځل کېږي. په عمومي توګه په دې ورځ ښوونځي او کاروبارونه تړلي وي. تر دې مخکې په دې ورځ د روسي ملتپالو او سلطنت غوښتونکو ډلو مظاهرې کولې. هغه نظرپوښتنه چې د روسيې د عامه نظر د څېړنې مرکز د اکټوبر په ۳۱مه نېټه خپره کړې، ښيي چې په درې روسانو کې یو یا په سلو کې ۳۷ روسان په دې باور دي چې په روسیه کې یووالی شته. Читать дальше...
ایران په تهران کې د امریکا سفارت د اشغال او د کارکوونکو د یرغمل نیونې د پېښې د لمانځلو لپاره پراخ ترتیبات نیولي دي.
د ايران سرکاري رسنی وايي چې د حکومت په ملاتړ د هېواد په ۱۰۰۰ ښارونو او ښارګوټو کې لاريونونه پيل شوي دي.
عراقي اعتراض کوونکو د یکشنبې په ورځ د شیعه مسلمانانو په سپېڅلي ښار کربلا کې د ایران پر قونسلګرۍ برید کړی دی. دا په عراق کې د هغو اعتراضونو د لړۍ په ترڅ کې تازه پېښه ده چې پهکې معترضان د خپل هېواد پر سیاستوالو د اداري فساد، بېکارۍ او د عراق په چارو کې د ایران د لاسوهنو له کبله غصه دي. اسوشیټېد پرس خبري اژانس د عیني شاهدانو له خولې ویلي چې اعتراض کوونکو په کربلا کې د ایران د قونسلګرۍ بیرغ ښکته کړ او پر ځای یې د عراق بیرغ پورته کړ. په ټولنیزو رسنیو کې هغه وېډیو هم لاس په لاس کېږي چې پهکې معترضان... Читать дальше...
د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ په اسلام اباد کې ټول ګوندیزه غونډه دوام لري چې پکې پر راتلونکې کړنلاره سلامشورې رواني دي.
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو د درملوګ د ماموریت د پای ته رسېدو او د امریکايي ځواکونو د وروستیو برېدونو په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.
يورايشيا ريوو خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې د بشري حقونو د څار ادارې د يوه راپور په حواله په يوه مقاله کې ليکلي، د افغانستان تهاجمي ځواکونو چې د امريکا د استخباراتو مرکزي اداره (CIA) يې ملاتړ کوي، ظلمونه کړي دي.
د فرانسې په شمال کې د یوه بس د اوښتو په پېښه کې ۳۳ کسان ټپیان شوي دي. د سپرلۍ دا موټر د فلیکس بس کمپنۍ مربوط و چې له فرانسې لندن ته روان و. پېښه امینس ښار ته نږدې شوې ده. په ټپیانو کې د ۴ کسانو وضعیت نازک ښودل شوی. د چپه شوي بس سپرلۍ امریکایان، اسپانویان، اسټرالیایان، هالنډیان، برټانویان او روسان دي. د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي دي.
د امریکا یوه استخباراتي منلې چې د جمهوري غوښتونکو پوښتنې کتباً ځواب کړي. د ده افشاګریو د استازیو جرګې له خوا د ټرمپ د استیضاح د تحقیقاتو د پيل لپاره لار هواره کړې. د دغه افشاګر چارواکي مدافع وکیل مارک زید په یوه ټوېټ کې ویلي چې موکل یې جمهوري غوښتونکو ته ځواب وايي خو هغه پوښتنې به ځواب نه کړي چې هویت یې پرې افشا کېدای شي. د زید په خبره که د موکل هویت یې افشا شي نو هغه او کورنۍ ته یې خطر پېښېدای شي. د امریکا استخباراتي چارواکي په سپټمبر میاشت کې پرته له دې چې هویت افشا کړي یو شکایت ثبت کړی... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости