شفیق شېر اپریدی: د خلکو سره کړې وعدې پوره کوم
شفیق شېر اپریدی د خیبر قبایلي ضلعې د پي کی ۱۰۵ حلقې نه د صوبايي اسمبلۍ منتخب غړی دی. نوموړی د جمرور سیمې سره تړاو لري او وايي د بازار ذخه خېلو، لنډي کوتل، ملاګوري او شلمان سیمې د نوموړي په حلقه کې راځي.
شفیق شېر اپریدی د خیبر قبایلي ضلعې د پي کی ۱۰۵ حلقې نه د صوبايي اسمبلۍ منتخب غړی دی. نوموړی د جمرور سیمې سره تړاو لري او وايي د بازار ذخه خېلو، لنډي کوتل، ملاګوري او شلمان سیمې د نوموړي په حلقه کې راځي.
دا اوونۍ په مشال مرکه کې د غازي غزن جمال سره غږېدلي یو چې د اورکزو قبایلي ضلعې نه د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي سره غږېدلي یو.
په ارزګان کې په لومړي ځل د نجونو د کرکټ او فوټبال سیالۍ تر سره شوې.
د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه اوازې ناسمې بولي چې وايي، د حکومت یو پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی دی. د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل په یو ویډیويي پیغام کې چې نن خپور شو، ټینګار کړی دی چې د سولې او خبرو په برخه کې د افغان حکومت په دریځ کې بدلون نه دی راغلی. حقمل زیاته کړه: "هېڅ پلاوی له کومې ډلې سره د خبرو لپاره کوم هېواد ته نه دی استول شوی، د سولې او مذاکراتو په برخه کې د حکومت دریځ ډېر روښانه دی، مونږ وخت ناوخته په دې اړه پرمختګونه له خپل ولس سره شریکوو."... Читать дальше...
پښتانه سیاستوال او کاروباریان وايي، د پاکستان حکومت دې د کرتارپور لارې په شان د افغانستان سره هم لارې پرانېزي او خلکو ته دې د تګ راتګ اسانتیاوې ورکړي.
د سوات د بريکوټ تحصیل په کنډاک کلي کي يو داسې سکول هم شته چي د تېرو پنځوسو کلونو راهېسې خپله ودانۍ نه لري. په دې سکول کې سلګونه زده کوونکي د کرایې په یوه ودانۍ کې په داسې حال کې پر زده کړو بوخت دي چې نه د ناستې لپاره چوکۍ لري او نه هم د کتابونو د اېښودو لپاره مېزونه. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د سکول چار دېواري دې ورته جوړه کړي. نیاز احمد خان پرې راپور لري.
د خيبر ضلع په روغتون کې د حادثو ښکار شويو کسانو د درملنې لپاره نوې څانګه پرانېستل شوې ده. د خيبرپښتونخوا د روغتيا وزير د نومبر پر ۱۰ مه نېټه ددې څانګې رسمي پرانېسته وکړه. چارواکي وايي چې د قبايلي ضلعو په نورو روغتونو کې به هم په مرحله واره توګه دغسې څانګې پرانېستل کېږي.
د پکتیا ولایت چارواکي وايي چې تېره شپه ناوخته د یاد ولایت د زرمت ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۹ وسله وال وژل شوي او ۲ نور نیول شوي دي. د یکشنبې د ورځې مازیګر مهال د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو د زرمت لسوالۍ په کمربندي پوستو د برید لپاره تیاری نیوه چې د افغان ځواکونو تر برید لاندې راغلل. نوموړی زیاتوي چې په دې برید کې د وسله والو اړوند یو شمېر ماینونه، وسلې او پوځي تجهیزات له منځه تللي او ځیني يې د افغان ځواکونو لاسته لوېدلي دي. د والي... Читать дальше...
د پاکستان او هند مشرانو د خپلو دواړو پنجاب صوبو ترمنځ د کرتارپور راهدارۍ پرانېستې کړې ده. کرتارپور د پاکستان په پنجاب کې يو کلی دی چې پکې د سيکانو مذهبي مشر ګورونانک د خپل ژوند ۱۸ کالونو تېر کړي دي. راهدري د سيک زيارت کوونکيو لپاره جوړه شوې ده. پاکستان دا په نړۍ کې د سيکانو تر ټولو لوی مزار بللی دی.
د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي چې په مټاخان ولسوالۍ کې د یوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین ازادي راډیو ته وویل چې د مټاخان ولسوالۍ په خواجه رم کلي کې د افغان هوایي ځواکونو په هوایي برید کې د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون، شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي. نوموړي وویل چې په دې برید کې عامو خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی. خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عبدالله عبدالله د خپلو څارونکو ډله د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د اچول شوو رایو د بیا رسمي شمارلو له بهیر څخه اېستلې ده.
د بلوچستان پوهنتون زده کوونکو د نومبر پر نهمه يو ځل بيا د مظاهرو په ترڅ کې پر حکومت تور پورې کړی چې دغلته په جنسي ځورونو کې ښکېلو کسانو ته سزا نه ورکوي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم، د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون غواړي، چې د رایو تفتیش او بیا شمېرنه دې ودروي.
په شمال کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې یې ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. ۲۱۷ پامیر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وايي چې د نهرین ولسوالۍ په قرغان مزار سیمه کې په پرونیو هوايي حملو کې نهه تنه طالب وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. په بیان کې دا یادونه هم شوې چې په بمبارۍ کې د طالبانو څو سنګرونه او د سوق و ادارې یو مرکز هم ویجاړ شوي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
متحده عربي اماراتو له ایرانه غوښتي چې له لویو قدرتونو او په خلیج کې له خپلو ګاونډیانو سره د خبرو لړۍ پراخه کړي. امارات چې په سیمه کې د امریکا مهم متحد دی، په دې خبرو کې نه یوازې د ایران د اټمي پروګرام بلکې د دې هېواد د بالستیک توغندیو او همداراز په نورو هېوادونو کې د تهران د اجیرو ډلو په اړه د بحث غوښتنه هم کړې ده. د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر انور قرقاش په ابوظبي کې یوې غونډې ته ویلي چې په دې پړاو کې د کړکېچ پراخېدل د هېڅ لوري په ګټه نه دي. اماراتو... Читать дальше...
د بنګله دېش چارواکي د هیواد په بېلا بېلو برخو کې د توپان له وجې د خلکو د ژوند د اغېزمنه کېدو خبر ورکوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، تمه لري چې د عدالت نړیواله محکمه په هغه دعوه کې چې اوکراین د روسیې پرضد پیل کړې ده، د کریملین استدلال پوره په پام کې ونیسي. دې وزارت په دې اړه څرګندونې پرون په یوه بیان کې کړې دي. له دې یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتونو دې اړوندې محکمې حکم وکړ چې دا صلاحیت ورکړل شوی، چې د کییف هغه شکایت چې وايي، روسیه د اوکراین په ختیځ کې له تروریستانو سره مالي مرسته کوي واوري. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي مسکو د عدالت له نړیوالې محکمې غواړي چې د کریملین استدلال... Читать дальше...
د تحريک انصاف حکومت خلاف د جمعيت علمای اسلام ګوند په مشرۍ په اسلام اباد کې مظاهرې نن [ د نومبر پر ۱۰مه ] هم دوام لري.
که هوايي شرکتونه د افغانستان د ملکي هوایي چلند له خوا د ټکټونو له ټاکلې بیې سر غړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.
د ارزګان امنيتي چارواکي وايي، د هغه سلګونه وسله والو طالبانو پلانونه يي ورشنډ کړه چې غوښتل يي د دغه ولایت ګیزاب ولسوالۍ ته سقوط ورکړي. د دغه ولايت امنيې قوماندان جنرال محمد خطاب خنجري تيره ورځ وويل چې په ياده ولسوالۍ کې يې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې تر ۱۱۵ وسله وال طالبان وژلي او ۲۶ نور یې ټپيان کړي دي. دي وايي: "ټول ۱۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي، ۸ مهم قوماندان يي هم ووژل شول، لکه ملا سنګین، ملا جلیل، عربي، ملا رحمت الله ،تور زین الله، جمشدي او حمزه." پر ګیزاب ولسوالۍ شااوخوا ۲۷ ورځې... Читать дальше...
د کابل حضوري چمن له بیا بیا رغولو سره سره نه د پخوا په شان شین شو او نه د لوبغاړو د لوبو په تود ډګر بدل شو.
د لوګر امنیتي چارواکي وایي، هغه قوماندان او ډله یې له منځه وړي، چې د پنجشنبې په ورځ د پکتیا ولایت د استیناف محکمې د دریو قاضیانو او یو تن کارکوونکي په وژلو کې یې لاس درلود. د لوګر امنیه قوماندانۍ د پولیسو ویاند شاپور احمدزي ازادي راډيو ته وویل، چې یاد څلور تنه وسله وال طالبان تېر ماښام د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په سلطان باغ سیمه کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې وژل شوي. تر اوسه وسله والو طالبانو ددغه برید د رد او تائید په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي. د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د کابل... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رأیو د بیا شمېرنې په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې پرون د داعش ډلې ۲۹ غړي او اوه وسله وال طالبان دولت ته تسلیم شوي دي. د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل ازادي راډیو ته وویل چې د افغان پوځیانو د عملیاتو په نتیجه کې دا وسله وال حکومت ته تسلیم شول. ننګرهار او کونړ د افغانستان په ختیځ کې د داعش له مرکزونو یادیږي خو د ننګرهار والي وايي چې د داعش پر ضد د افغان پوځیانو وروستي عملیات د دې لامل شول چې دا ډله بېرته د ډیورنډ کرښې ها غاړه اورکزیو ته واوړي. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په ټوېټر لیکلي چې پرون... Читать дальше...
د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو د وزیرانو په ۲۴ دوره ناسته کې ګډونوالو هېوادونو د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړ. دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې کړې ده. د ایکو سازمان ناسته د ترکیې په کوربه توب په اناتالیا ښار کې پرون وشوه. په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میرویس ناب د افغان پلاوي مشري کوله. ښاغلي ناب په خپل ټوېټر لیکلي چې په دې ناسته کې یې ګډونوالو ته ویلي چې اقتصادي سوکالي مستقیماً له سولې سره تړاو لري او دا چې افغانستان... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости