ازادي ستوډيو - د نړۍ مهم خبرونه
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د بشري حقونو د دوو فعالانو پر نیول کېدو ژوره اندېښنه ښودلې. د البانيا په پلازمېنه کې نن زلزلې دیارلس کسان ووژل او ګڼ ودانۍ يې ړنګې کړې. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د بشري حقونو د دوو فعالانو پر نیول کېدو ژوره اندېښنه ښودلې. د البانيا په پلازمېنه کې نن زلزلې دیارلس کسان ووژل او ګڼ ودانۍ يې ړنګې کړې. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د نومبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې تر ګڼ ګوندیزه غونډه وروسته وویل ، دوي پر دې خبره ولاړ دي چې حکومت به استعغی ورکوي.
په اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند غړې شګفته ملک وايي په ښځو اکثره په کورونو کې تشدد کېږي چې مخنیوی یې ډېر ګران کار دی خو دوی ناامیده نه دي
ولسمشر محمد اشرف غني د قانون پر تطبیق ټینګار کوي او وايي، هیڅوک د قانون حاکمیت ته ګواښ نه شي پېښولای.
د خوست په پنځو ولسوالیو ځاځي میدان، شمل دوه منده، سپيره، تڼیو او موسی خېلو په غرونو کې د زڼغوځیو او چارمغزو د نیالګیو د روزلو په خاطر د ۳۶۰ قوریو د جوړولو کار پیل شو.
د جنبش ملي اسلامي ګوند چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټیم څخه ملاتړ کړی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون تورن کړ چې د یوه ټاکنیز ټیم په ګټه کار کوي.
د ملي امنیت عمومي ریاست له یوې اعلامیې سره یوځای رسنیو ته د موسی محمودي د اعتراف یوه وېډیو لېږلې ده.
که څه هم لکه د نورو ښارونو په څېر پېښور کې هم د ټرافیک ستونزه ورځ تر بلې په زياتېدو ده خو چارواکي وایي هڅه کوي چې خلک د ټرافیک په قوانينو پوره توګه عمل کولو ته تيار کړي. د مشال خبريالانو عظمت علي شاه او شبير جان په پېښور کې په ډيوټي موجود د ټرافيکو له یوه افسر سره د هغه کار، ژوند او د خلکو رويو په اړه په دې ويډیو کې خبرې کوي.
د بخښنې نړيوال سازمان (اېمنسټي انټرنېشنل) وايي چې په ايران کې د تيلو د بيعو زياتوالي او سهم ټاکلو خلاف د مظاهرو پر مهال لږ تر تږه ۱۴۳ کسان وژل شوي دي. په دې اړه د احمد شاه اعظمي ويډيويي راپور وګورئ.
د مومندو په غلنۍ کې په سېشنبه ځايي ولس چې پکې د سیاسي او سماجي ډلو غړیو ګډون درلود د معدنیاتو سرکاري ګرځولو پرضد لاریون وکړ. مظاهرچیان وايي، حکومت د فاټا ضم کېدو پر وخت له دوی سره شوي ژمن نه دې پوره کړې. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله چې راشد خان یې په سر کې دی ، سبا، د نومبر په ۲۷مه، له وېست انديز سره ټیسټ لوبه لري. اسوشیتدپرس خبري اژانس په حواله، د هند په لکنهو کې سیالي به د وېسټ انډیز لپاره اسانه نه وي. وېسټ انډیز که څه هم په دریو ورځنیو سیالیو کې افغانستان ته ماته ورکړه خو افغانستان بېرته ځان را ټول کړ. افغانستان په شل اوره سیالیو کې يې یوازې یوه وبایلله او دوه سیالۍ یې له ویست اندیزه وګټلې. د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ ټسټ مچ به ډېر مینه وال په لوبغالي کې او د هند له سپورټي ټلوېزوني چینلونو وګوري.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د افغانستان ۴۱ سلنه ښځې او نجونې د وینې له کموالي سره مخ دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. په افغانستان کې د جنګ جګړو له امله د بې ځایه شویو کورنیو په اړه د ملګرو ملتونو جدي اندېښنه. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" دغه کورنیو ته د جدي مرستو د رسولو غوښتنه کوي. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون هم د هوا په سړېدو سره د بې ځایه شویو کورنیو د میرمنو او ماشومانو وضعیت اندېښمن کړی دی. د دغه کمیسیون د رسنیو د برخې مسول ذبیح الله فرهنګ ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...
په البانیا کې ۶ تنه د سختې زلزلې له امله وژل شوي او ۳۰۰ نور زخمیان شوي دي. چارواکو ویلي چې نن، د نومبر په ۲۶مه، سهار وختي د زلزلې له امله ډېرې ودانۍ نړېدلې دي. د امریکا دمتحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي چې د زلزلې شدت ۶ اعشاریه ۴ درجې و. د زلزلې مرکز د رپوټونو پر اساس د البانیا د مرکز ، تیرانا په دېرش کیلومټرۍ کې و. خو د البانیا په هغو سیمو کې چې د سمندر پر غاړه پرتې دي، تر لومړي ټکان وروسته دوه نور ټکنانونه چې دواړه تر ۵ درجې زیات و، احساس شوي دي. د البانیا ولسمشر ، ایلرمیتا... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر نن ، دنومبر په ۲۶مه ، د دفاعي ځواکونو د ښځینه منصبدارانو او عسکرو په غونډه کې وویل، دښمنان دې دا فکر له سره وباسي چې د افغانستان ولس به نانواتي ته مجبور کړي. هغه په ملي اردو اوپولیسو کې له ټولوښځو مننه وکړه چې د امنیت ټينګولو لپاره په سختو شرایطو کې خدمت کوي. اشرف غني زیاته کړه: "سوله په یوه خوا، سیمې یا یوه قوم پورې نه ده تړلې بلکه سوله د افغانستان مسئله ده، اسلامي ده، سوله به ډېر ژر ټینګه شي ځکه د افغانانو غوښتنه ده." اشرف غني د سولې او امنیت په نوم کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې پر پایداره سوله باید تمرکز وشي.
د کابل د باسکیټبال سیالۍ د ښاروالۍ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. د باسکیټبال دغه لوبې د عقرب له ۲۸مې پیل شوې وي چې د قوس تر څلورمې نېټې به دوام وکړې. د دې لوبو هدف دا دی څو د هرات د باسکتبال ټاکنیزې لوبډلې سره د سیالۍ لپاره لوبډله جوړه کړي. په دغو لوبو کې، ارغندي لوبډلې دویم او افغان لوبډلې دریم مقام خپل کړ.
د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا د دریم ځل لپاره د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنۍ لوبې پیلږي. دغه سیالۍ سبا د نومبر په ۲۷ مه نېټه د پنځو زونونو ترمنځ پیلیږي چې دا به د روان کال د ډسمبر میاشتې تر ۲۴ مې نېټې پورې دوام وکړي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل، د دې لوبې لپاره پوره چمتووالی نیول شوی دی. افغانستان تېر کال د لومړي ځل لپاره د فرسټ کلاس سیالۍ پیل کړې، چې سږکال به د احمد شاه ابدالي څلور ورځنيو فرسټ کلاس سیالیو دريم پړاو ترسره کېږي. د تېرو دوو ټورنمټونو اتلولي بند امیر زون خپله کړې وه.
ولسمشر محمد اشرف غني د قانون پر تطبیق ټینګار کوي او وايي، هیڅوک د قانون حاکمیت ته ګواښ نه شي پېښولای.
د نومبر په پنځویشتمه د داخله چارو وزارت خصوصي عدالت ته ورکړل شوي درخواست کې دریځ خپل کړی چې د سنګینې غدارۍ په مقدمه کې د پروېز مشرف شریک ملزمان نه دي شامل کړل شوي نو باید چې دا فیصله اورول ودرول شي.
ورځپاڼې ډان په دغه هېواد کې د امریکايي سفیر پاول جونز له خولې ویلي چې د چین-پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه د هر ډول پرېکړې حق د اسلام اباد له واکدارنو سره دی.
په سوات کې ميشت عيسويان له حکومته مقبره، عبادت ځای او نورې اسانتياوې غواړي. نور د نياز احمد خان په ویډیويي رپورټ کې.
د پاکستان سترې محکمې د دې هیواد د صدراعظم هغه پریکړه په موقت ډلو وځنډوله چې له مخې یې د دې هیواد د ځواکمن پوځ د مشرجنرال قمرجاوید بجوه دنده درې کاله نوره غزولې وه.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، په افغانستان کې د نړیوال بانک پراختیایي پروګرامونه باید داسي تنظیم شي، چې له اقتصادي ودې، کارموندنې او بې وزلۍ له کمولو سره مرسته وکړي. د مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل،چې دا خبرې د مالیې سرپرست وزیر محمد همایون قیومي، او نړیوال بانک ځانګړي استازي البرټ جرارډ کونډرز ترمنځ شوي دي. نوموړي وویل، چې نړیوال بانک په زیانمنو، ناسمو اقتصادي او پراختیایي چارو کې خپل پروګرامونه داسې تنظیموي، چې د پرمختګ ترڅنګ له اقتصاد سره هم مرسته وکړي. هغه زیاته کړه... Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په خپله پرېکړه عمل نه دی کړی او لا یې هم د خپلو هغو کارکوونکو نوملړ دوی ته نه دی سپارلی چې په انتخاباتي درغلیو او سرغړونو تورن دي.
د نومبر پر ۲۶ مه د سپريم کورټ چيف جسټس اصف سعيد کهوسه په مشرۍ درې کسيزه بنچ د درخواست اورېدنه وکړه.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости