Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2019

Новости за 16.11.2019

پاکستان کې چاودنې درې سرتیري وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په جنوب لویدیځ کې یوې چاودنې درې سرتیري وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي. د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزارت یو ویاند ضیا لانګو نن خبریالانو ته وویل، چې د لرې ځایه کنټرولیدونکې دا بم د کوټې ښار په کوچلاغ کې چول شوی دی. د نوموړې په وینا بم په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و. د دې پېښې مسولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی. د پاکستان بلوچستان ایالت کې پر سخت دریځو اسلامپالو ډلو سربېره بلوڅ بیلتونپالې هم د حکومت ضد فعالیتونه کوي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو رای شمېرنه بیا پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون د راییو د بیاګڼلو او تفتیش بهیر، نن  [یکشنبه د عقرب ۲۶مه] له سره پيلوي. د کمېسون مشرې، حوا علم نورستانۍ پرون  په کابل کې  خبريالانو ته وویل چې دا پرېکړه  یې له  معترضو انتخاباتي ډلو سره  د موافقې له مخې کړې ده.      حوا علم نورستانۍ وویل: د ټاکنو خپلواک کمېسون دټولو کاندیدانو له استازو سره تر دوه وارې خبرو او بحث وروسته د راییو د بیاشمېر او تفتیش بهیر له سره پېلوي .    هغې له ټولو انتخاباتي ډلو او څارونکو غوښتنه وکړه چې د شفافو پایلو د اعلان لپاره مرسته ورسره وکړي. Читать дальше...

کرکټ: افغانستان په ۴۱ منډو ویست انډیز ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن (شنبه) دوهمه شل اوره سیالي له ویسټ انډیز څخه په ۴۱ منډو وګټله. تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ شل اوره سیالي او دغه راز درې یو ورځینۍ مسابقې پر ویست انډیز بایللې وې. د ویسټ انډیز په وړاندې د دوهمې مسابقې په ګټلو کې کریم جنت خورا مهم رول ولوباوه. ده نه یوازې دا چې په ۴ اورونو کې تر ټولو لږ منډې ورکړې بلکې ۵ مهم ویست انډیزي لوبغاړي یې وسوځول. د دې سیالۍ، چې د هند په لکهنو کې د افغانستان په کوربه توب وشوه، پچه افغانستان وګټله او لومړی یې بیټنګ وکړ. Читать дальше...





چارواکو د غیر قانوني کانونو کیندنې مخنیوي لپاره له پروګرامونو خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت د ولسمشر له لارښونې سره سم د غیر قانوني کانونو د کیندنې د مخینوي لپاره پروګرامونه تر لاسه لاندې لري. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر متفي نن د دغه څرګندونو تر څنګ ازادي راډيو ته وویل، چې دغه اقدام به کانونو او پترولیم وزارت ته په یوه عایداتي سرچینې بدل شي. متفي زیاته کړه: "زموږ اساسي هدف دا دی چې له دې وروسته دغه وزارت د دولت پر یوې عایداتي سرچینې بدل شي او تر ډېره زمونږ تمرکز په هغو پروژو دی چې هغه مونږ هدف ته رسوي." د ښاغلي متفي په وینا د کانونو د استخراج... Читать дальше...

چارواکي: د ۱۳۹۹ لمریز مالي کال بودجې سند ملي شورا ته استول شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مالیي وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال د بودجې سند د تصویب لپاره ملي شورا ته استولی. د دغه وزارت ویاند شعمروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل، د راتلونکي مالي کال په پراختیايي بودجه کې د تېر په پرتله لس فیصده کموالی راغلی دی. ښاغلي مسجدي زیاتوي، چې د ۱۳۹۹ مالي کال ټوله بودجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ تخمین شوې ده. هغه زیاته کړه: "موږ له استماعیه جلسو، ولایتونو ته له سفرونو او د افغانستان اقتصادي پروګرامونو ته په پام سره دغه مسوده چمتو کړې، چې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي بودجه چې معاشونه او دولتي خدمتونو... Читать дальше...

سرخط: کمېسیون دې د چا فرمایشونه نه مني

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلا بېلو مطالبو ترڅنګ د ټاکنیزو مسایلو په ځانګړې توګه د رایو د پایلو د اعلان د ځنډ د څرنکوالي په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

افغانستان او ویسټ انډیز نن د شل اورونو کرکټ لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د ویسټ انډیز د کرکټ له لوبډلې سره د شل اورونو کرکټ مسابقه لري. د کرکټ بورد د رسنیو مسئول، فرید هوتک تېره شپه ازادي راډیوته وویل: "د شل اوره کرکټ د دویمې سیالۍ کوربه افغانستان دی، دریمه شل اوره مسابقه به سبا وي، افغانانو ځانونه ښه ورته تیار کړي دي." د ویسټ انډیز او افغانستان د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د شل او پنځوسو اورونو کرکټ سیالۍ د نوامبر په ښپږمه پېل شوې. له هغه راهیسې، افغانستان درې د پنځوسو اورونو او یوه د شلو اورونو سیالي ویسټ انډیز ته ور بایللې دي. دا مسابقې د هند په لکنهو ښار کې روانې دي. Читать дальше...

چارواکي: د سالنګونو لاره یوازې د کوچنیو موټرو ته خلاصه ده

Pa.azadiradio.com 

د سالنګونو د څارنې او ساتنې اداره وايي چې نن شنبه د نومبر ۱۶مه، د سالنګ لار کوچنیو موټرو ته خلاصه ده. خو لوی موټرلا هم پر دې لار دتګ راتګ اجازه نه لري. په سالنګونو کې د واورې د سخت اورښت له امله د سالنګ لار د مسافرو موټرو ته هم بنده شوې وه. خو د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې مشر ضمیر امرخېل پرون، د نوامبر په ۱۵مه، ازادي راډیو ته وویل چې د سالنګ لار د مسافر وړونکو موټرو لپاره خلاصه ده. ضمیر امرخېل: "د شنبې په ورځ نن د سالنګ لار مسافر وړونکو موټرو ته خلاصه ده خو ټېلر او لوی موټر نه شي تېرېدلی،... Читать дальше...

د امریکا پخوانۍ سفیرې د ډونالډ ټرمپ ټويټونه وېروونکي بللي

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین کې د امریکا پخوانۍ سفیرې، ماري یوانویچ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټويټونه وېرونکي بللي دي. ماریا یوانویچ پرون (د نومبر ۱۵مه) د کانګرس د استازو مجلس په خلاصه غونډه کې د جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. د امریکا په کانګرس کې د ولسمشر د استیضاح د امکان په اړه د تحقیقاتو لړۍ تېره اونۍ پېل شوه. په اوکراین کې د امریکا مخکنۍ سفیرې وویل: "زه نه شم ویلی چې ولسمشر څه کول غواړي خو فکر کوم چې هدف یې ویرول دی." هغې دا خبره د ولسمشر ټرمپ د پروني ټویټ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه. Читать дальше...


Музыкальные новости
Анастасия Волочкова

«Я заставила себя не испытывать чувство голода»: Анастасия Волочкова рассказала в шоу Анфисы Чеховой на ТВ-3 о своём детстве





Rss.plus
Сергей Безруков

Появился трейлер исторического детектива «Плевако» с Сергеем Безруковым в роли легендарного российского адвоката




Работы по благоустройству четырех крупных парковых территорий начались в Москве

Вослед ушедшему: поэт Борис Лапузин

Лесной пожар потушили во Фрязине 21 мая

Торговый центр построят в Зеленограде




اوکراین د داعش ډلې مهم غړی نیولی 

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د امنیت ادارې ویلي چې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې مهم غړی، براء شیشاني نیولی دی. براء شیشاني په خټه د ګرجستان دی. هغه د اوکراین پلازمېنې، کیف ته نږدې نیول شوی دی. دا معلومات د اوکراین استخباراتو ادارې پرون پر فېسبوک خپاره کړي دي. د اوکراین داستخباراتو ادارې په بیان کې ویل شوي چې د براء شیشاني د نیولو لپاره په عملیاتو کې د امریکا د استخباراتو فدرالي ادارې او د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت ګډون درلود. براء شیشاني د داعش د ډلې د بل مشر عمر الشیشاني چې د امریکا د دفاع وزارت د داعش د جنګ وزیر بلل، مرستیال و .

خوست کې د وزیرستان کډوال له حکومته مرستې غواړي

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د وزیرستان پراته کډوال له حکومته مرستې غواړي. د هغوی یو شمېر مشرانو پرون د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د ژمي له را رسېدو سره په بېړني ډول خوراکي توکو ته اړتیا لري. د وزیرستان یو کډوال احمد افغان: "ملګرو ملتونو به مخکې، موږ ته په ژمي کې ۲۰۰ ډالر د لرګیو لپاره راکول، همدا رنګه به یې دال، غوړي او نور خوراکي مواد را رسول< خو دلته ساړه ډير دي، دلته کمپلو، بسترو او نورو موادو ته اړتیا لرو، سخت حالت دی." د ازادي راډیو دخبریال په حواله، د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د مرستې ادارې په... Читать дальше...

روسیې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د روسي برخې انټرنټ پاڼې پر ضد اقدام وکړ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې عدلیې وزارت پرون، د (نوامبر ۱۵مه) د ازادې اروپا/ازادي راډیو د روسیې دبرخې انټرنټي پاڼه د بهرنیو اېجنټانو په لست کې واچوله. د ازادې اروپا/ازادي راډیو د روسي برخې وېب پاڼه د روان میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې فعاله شوه. د روسیې د عدلیې وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي چې دا پرېکړه یې د پارلمان د کورنیو چارو د کمېټې د سلا پر اساس کړې ده. د روسیې پارلمان په ۲۰۱۷ میلادي کې نوی قانون جوړ کړ چې له مخې یې حکومت کولای شي چې بهرنۍ رسنۍ د خارجي اېجنټانو په لست کې شامل کړي او په دې ډول یې په روسیه کې د کار مخنیوی وکړي.



Москва

V Общероссийская конференция «Устойчивое развитие этнокультурного сектора» представит калейдоскоп успешных практик в сфере социального проектирования


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Шнуров

Рокер Шнуров на «Новой фабрике звезд» пристыдил певца Киркорова за Евровидение




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Молитесь, друзья»: сын олимпийского чемпиона Ивана Стретовича погиб во время родов в Новосибирске

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»


Дарья Касаткина

Касаткина, Андреева и Кудерметова — в тройке лидеров в борьбе за звание лучшей теннисистки



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Новое отделение вызовов врачей на дом открылось в МОЦОМД в Люберцах



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России