له حامد کرزي سره ځانګړې مرکه
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې حکومت د اوربند په پلمه باید د سولې د پروسې پر وړاندې ونه درېږي.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې حکومت د اوربند په پلمه باید د سولې د پروسې پر وړاندې ونه درېږي.
دا اوونۍ په مشال مرکه کې د قبايلي ضلعو لپاره د مېرمنو په ځانګړې څوکۍ منتخب شوې غړې نعيمه کشور سره غږېدلي یو. نعيمه کشور د شمالي وزيرستان سره تعلق لري او په ۲۰۰۲ کال کې د صوبايي اسمبلۍ غړي منتخب شوي وه. هغه د قامي اسمبلۍ غړي هم پاتي شوي ده. ګل ایاز ورسره د هغې پر ژوند او کار خبرې کړې دي.
چک جمهوريت ويلي چې پوځيان به يې سر له راتلونکي کاله د بګرام پوځي اډې ساتنه بنده کړي. د چک خبري اژانس په حواله، د دغه هېواد دفاع وزير لُبومير مينتار پرون ويلي دا کار په افغانستان کې د چک د ماموريت د پاى ته رسېدو له شرايطو سره سم کېږي. په ٢٠٢٠ م کال، په افغانستان کې د چک جمهوريت د ماموريت له ختمېدو سره به دغه هېواد د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پر روزنه تمرکز کوي. په ٢٠٢٠م کال کې به افغانستان ته د طبي پوځي ټيم تر استولو وروسته افغان پوځيانو ته طبي مرستې برابروي. دا مهال په افغانستان... Читать дальше...
امنيتي ځواکونو د عراق په جنوب کې پر اعتراض کوونکو ډزې کړي، لږ تر لږه ٥ کسان يې وژلي په لسګونو نور يې ټپيان کړي دي. پوليس او روغتيايي سرچينې وايي، لږ تر لږه ٢ کسان نن هغه وخت ووژل شول او تر ٧٠ زيات نور ټپيان شول، چې امنيتي ځواکونو بصرې ته نږدې په ام قصر بندري ښار کې د مظاهره چيانو د تيت و پرک کولو لپاره ډزې وکړې. بلخوا تېره شپه اعتراض کوونکي د ښار پر درېيو پلونو راټول شوي وو، چې امنيتي ځواکونو يې د تيت و پرک کولو لپاره وژونکې وسلې او اوښکي بهوونکي ګاز کارولي او درې کسان يې په نتيجه کې وژل شوي دي. Читать дальше...
د هرکال په څېر سږکال هم د پاکستان په لاهور ښار کې لړو او لوخړو د خلکو ورځنۍ ژوند اغېزمن کړی دی. سږکال هوا دومره ککړه شوې چې ان د بخښنې نړيوال سازمان هم د لاهوريانو په استازيتوب د يو نړيوال کمپاين غږ کړی. يو ميډيکل جورنال لېنسټ د ۲۰۱۵م زکال په رپورټ کې ويلي وو چې په پاکستان کې هرکال له الودګۍ تر درې لاکه زيات کسان مري.
حامد کرزی وايي، د اوسمهالي ولسمشر محمداشرف غني د مخالفت له امله د پیکینګ په ناسته کې ګډون نه کوي.
د مخکینو خلکو په خبره ممکنه ودانیزې چارې يې د محمدنادرشاه د سلطنت پر مهال پيل شوي او تر لسو کلونو ډېره موده يې نیولې وي.
د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړي وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې ژر تر ژره د ولسمشرۍ ټاکنو لوموړنۍ پایلې اعلان کړي.
د نومبر پر ۲۴مه، د عراق په جنوب کې امنیتي ځواکونو پر احتجاج کونکو ډزې کړي چې پکې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او په لسګونه نور زخمیان شوي دي.
سرپرست وزارت دفاع افغانستان میگوید نیروهای امنیتی و دفاعی این کشور اجازه نخواهند داد که اختلافها در مورد مسائل انتخابالاتی به خشونت کشیده شود.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون دارالانشاء رئیس وايي، که دوی ونهتوانیږي په ۷ ولایتونو کې رایې بیا وشمېري، نو وروستۍ پریکړه او د پایلو د اعلان لپاره خپل عملیاتي راپور به کمېسیون بورډ ته وسپاري.
د افغانستان پروفېشنل باکسر سهېل احمد په خپله راتلونکې سيالۍ کې د انګلستان د پروفېشنل باکسر ډايلين ډراپر سره د سوک وهنې (باکسنګ) مسابقه کوي. ويل کېږي چې افغان باکسر سهېل احمد او ډايلين ډراپر دواړه سخت سيالان دي، چې د نومبر په ۲۹مه نېټه به د انګلستان په يارک هال کې سيالي ترسره کړي. سهېل احمد چې د بوکسنګ يا سوکوهنې په ډېرو نړيوالو لوبو کې يې ګډون کړی دی، ډېرې لوبې يې ګټلي دي او د افغانستان نوم يې په انګلستان کې ځلولی دی. نوموړی د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې له ډېر وخت راهيسې په انګلستان کې ژوند کوي. Читать дальше...
شورای ولایتی بلخ در مورد فروش بیش از صد کیلومتر لوله انتقال گاز جوزجانبلخ اظهار نگرانی کرده و خواستار توضیح قرارداد فروش آن شده است.
د دايکندي ولايت چارواکي وايي د امنيتي ځواکونو پر څو پوستو د وسلوالو طالبانو په حملو کې ٢٥ وسلوال طالبان او ٨ سرتېري وژل شوي دي. د دايکنډي د والي وياندې سکينې احساني نن ازادۍ راډيو ته وويل، وسلوالو نن سهار په کجران ولسوالۍ کې پر څو پوستو حمله وکړه. د هغې په خبره وروسته نښته شوې، چې په نتيجه کې يې ٢٥ وسلوال طالبان او ٨ سرتېري وژل شوي دي. د والي ويانده وايي، ٤ نور سرتېري ټپيان شوي دي. وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
د امریکا متحدو ایالتونو د ټولنیزو رسنیو له سترو شرکتونو فېسبوک، انسټاګرام او ټویټر څخه وغوښتل چې د ایران د حکومتي مشرانو حسابونه بند کړي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ۱۱۷۹ محلونو رایې یې باطلې کړي دي. کمېسیون دا رایې وروسته له دې باطلې کړې چې د یو شمېر مرکزونو رایې یې بیا وشمېرلې. د ټاکنو خپلواک کمېسیون يوه وياند ذبيح سادات نن ازادۍ راډيو ته وويل: "تر دې دمه له هغو ولايتونو چې معلومات راغلي، په ټوله کې د ١١٧٩ محلونو تفتيش او بررسي شوې وه، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون د پرېکړې پر اساس يې رايې باطلې اعلان شوې دي." ټاکل شوې وه چې په نژدې دوه نیم زره محلونو کې رایې بیا وشمېرل شي ،خو د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم... Читать дальше...
په کندوز کې د ملي اردو مسوولان وايي د کندوز ښار په بېلابېلو برخو کې د روانو پوځي عملياتو په نتيجه کې ٨ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي. د خالد د ژمنيو عملياتو په چوکاټ کې د پامير ١١٠ په نوم ګډ پوځي عمليات دوه ورځې مخکې پيل شوې دي. د ٢١٧ پامير قول اردو مرستيال وياند عبدالهادي جمال نن رسنيو ته وويل: "د امنيتي قطعاتو د توپچي ضرباتو او ګډو عملياتو په نتيجه کې ٨ طالب تروريستان وژل شوي او ٣ تنه نور يې ټپيان شوي دي." د پامير قول اردو مرستيال وياند وايي نن سهار د وسلوالو يو رنجر موټر هم ويشتل شوى، چې درنه وسله ورباندې ځاى پر ځاى شوې وه. Читать дальше...
داسې ښکاري چې د رومانيا لوېديځ پلوه ولسمشر کلاوس يوهانيس به د ولسمشرۍ په نننيو دويم ځلي انتخاباتو کې بيا د ولسمشر په توګه انتخاب شي. دغه پخوانى ښوونکى د کيڼ اړخې کانديدې يوواريکا دانڅيلا په وړاندې بريا خپلوي چې تر تېرې مياشتې د دغه هېواد صدراعظمه وه. د اداري فساد او نورو ستونزو له کبله اعتراضونه د دې سبب شول، چې د ٥٥ کلنې صدراعظمې دانڅيلا حکومت ړنګ شي. د ٦٠ کلن کلاوس يوهانيس دويمه دوره به د کيڼ اړخو تر څو کلنې واکمنۍ وروسته بېرته رومانيا پر اروپاپلوه مسير برابر کړي. د کيڼ اړخو واکمني له... Читать дальше...
پولیس وايي دا پېښه د نومبر په ۲۲ مه په ډوک چودریان سیمه کې مخې ته راغلې ده او پر کومې ماشومې چې تېری شوی هغه افغان کډواله ده.
دا کمېټي هڅه کوي چې د قانون له لارې په زور د مذهب بدلونې مخه ونیسي. په کمېټه کې د ځينو وزيرانو تر څنګ د پارليمان ځيني غړي شامل دي.
د کندز امنيه قوماندان وايي د دښت ارچي ولسوالۍ په بندر سيمه کې ١٠ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي. د جنرال عبدالرشید بشیر په خبره، لومړى وسلوالو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد وکړ، خو سيمې ته د تازه دمه ځواک له رسېدو وروسته د وسلوالو بريد په شا وتمبول شو. امنيه قوماندان رسنيو ته وويل، وروسته نښته وشوه، چې په نتيجه کې يې ٧ نور وسلوال ټپيان شوي دي: ”د دوې حملې په شا وتمبول شوې او دوى ته مرګ ژوبله واوښته. د مولوي مبشر په نوم د طالبانو يو مهم غړى هم په دغو عملياتو کې وژل شوى دى. په ټوله... Читать дальше...
په کابل کې څه باندې ۲۰۰ دیني عالمانو د مالیې په ورکړې ټينګار وکړ. په دغه ناسته دیني عالمانو له خلکو وغوښتل چې د اسلامي اصولو په رڼا کې باید د مالیې په ورکړه کې ځنډ ونه کړي او افغانستان د ځان بسیاینې په لور بوځي. له بلې خوا د افغانستان مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دیني عالمانو له دې اقدام څخه هرکلی وکړ . نوموړي وویل،چې د دیني عالمانو دغه سپارښتنې به د دوی د کارونو په برخه کې د پام وړ مرسته وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او د جنوبي اسیا هېوادونو د همکارېو سازمان سارک په همکارۍ د سوداګریزو ستونزو د هوارې په هدف په کابل یو ورځنی کنفرانس جوړ شو. د سوداګرۍ خونې د رهبرۍ پلاوي غړي خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل، په دغه ناسته کې د سوداګرۍ د ستونزو په هواري خبرې کېږي. هغه زیاته کړه: "په دغه ناسته کې پر دې بحث کېږي، چې د سارک هېوادونو څه ستونزې دي، سوداګریزو چارو کې څنګه اسانتیاوې برابر شي او همدارنګه څنګه کولای شي چې سوداګرو ته فرصتونه او زمینې برابرې شي." په دې ناسته کې د هند، پاکستان،... Читать дальше...
د تخار ولایت اوسېدونکي په ښار کې د جنایي جرمونو ، هدفي وژونو او د نامسؤلو وسله والو له زیاتېدو شکایت کوي او له دولته غواړي چې د دغو ستونزو د لرې کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости