"ازادۍ مارچ" څه لاسته راوړنی لرلي دي؟
د لاریون تر پېلېدو یوه ورځ مخکې د اپوزېشن ګوند مسلیم لیګ ن رهبر نواز شریف د درغلۍ په کېس کې ضمانت منظور شو. په اسلام اباد کې د پرلت وهلو پر څلورمه ورځ د شریف د لور مریم نوازشریف هم په ضمانت له زندانه خوشې شوه.
د لاریون تر پېلېدو یوه ورځ مخکې د اپوزېشن ګوند مسلیم لیګ ن رهبر نواز شریف د درغلۍ په کېس کې ضمانت منظور شو. په اسلام اباد کې د پرلت وهلو پر څلورمه ورځ د شریف د لور مریم نوازشریف هم په ضمانت له زندانه خوشې شوه.
ه قبایلو کې د پولیسو کار پوځ په لاس کې اخیستی دی. د پوځ روزنه د سرحد ساتنې لپاره شوې، د پولیسو بېله روزنه شوې. دلته پوځ د پولیس کار کوي نو ځکه پکې وخت په وخت بدرنګي پیدا کیږي، مرګ ژوبله ترې کیږي، بې ګناه خلک ترې مري، چې پوځ د پولیسو کار پریښې نه وي نو د پولیس نظام ته لار نه هواریږي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، ترهګر له افغانستانه تاجکستان ته نه دي ننوتلي. نن په لبنان کې زرګونو زده کوونکي له اعتراضیه خوځښت سره یو ځای شول. په پاکستان کې د حکومت ضد لاریون دوام لري. نور تفصیل له ازادي ستوډيو.
سعودي عرب چې په تېر وختونو کې به پرې اکثره له دې کبله نيوکې کېدې چې په دې هېواد کې یې د بشري حقونو سرغړونه کيږي خو په شا وخوا تېرو دولس مياشتو کې يې په ړومي ځل ګڼ د اعلا کچې د سپورټس او نور تفريحي پروګرامونه کړي دي او خپلو پاليسيو کې يې بدلون راوستی. دا پروګرامونه چې پرې په ميلنونه ډالره مصرف شوي پکې نړيوالو لوبغاړو او نورو مشهورو خلکو هم برخه اخستې. په دې اړه د رويټرز خبري اژانس راپور له اسرار عالم مومنده اورو
د جمعیت علمای اسلام ف ګوند په مشرۍ ازادي مارچ کې ګډون لپاره د ملک د مختلفو برخو راغلي مظاهرين له تېرو یکشبنې ورځو راهيسې په اسلام اباد کې موجود دي خو له څو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې د شپې لخوا بارانونه پیل شوې دي چې دوی یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي. په دې اړه د احمد الله ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: عمران یونس
د روسیې د فدرال امنیتي ادارې مشر الکساندر بورتینکوف ویلي چې اسلامي دولت ډله غواړي چې په افغانستان کې د منځنۍ اسیا وسله والو ته د اوسېدو ځای جوړ کړي. بورتینکوف دا خبره نن د ګډو ګټو هېوادونو یا سي ای اس د ملي امنیت ادارو د مشرانو په ۴۷مه دور ناسته کې کړې ده. دا ناسته د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوې ده. روسي خبري اژانسونو د بورتینکوف په حواله زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې په چوکاټ کې د ځینو وسله والو ډلو د فعالیت شاهدان دي. هغه د بېلګې په توګه د جماعت انصارالله... Читать дальше...
وږمه وايي، د پېښور راډيو او ټيليويژن ترځنګ د شاوخوا ۸۰۰ پښتو فلمونو لپاره يې سندرې ويلې دي.
سلګونه پناه غوښتونکي چې ویل کېږي ډېری یې افغانان او افریقایان دي، نن د پاریس په شمال کې له دوو کمپونو څخه بل ځای ته انتقالېږي. یوه ورځ مخکې د فرانسې حکومت د مهاجرت د مخنیوي لپاره تدابیر اعلان کړل. د پناه غوښتونکو شمېر چې په سینټ ډينس کې په دې کمپونو کې اوسېدل، شپاړس سوه یاد شوی دی. د پاریس د پولیسو مشر دیدیر لالمنټ نن خبریالانو ته وویل، ډېری کورنۍ او کوچنيان په دې کمپ کې اوسېدل. د ده په وینا، دا کورنۍ ځانونه افغانان او له افریقايي هېوادونو معرفي کوي. د فرانسې چارواکو ویلي، نور اجازه نه... Читать дальше...
مونیکا د اروپا هوسا ژوند شاته پرېښود او د مرکزي افغانستان په یوې غرنۍ سیمه کې یې ژوند غوره کړ. یو کال کېږي چې دغه مېرمن د غور ولایت په لعل وسرجنګل ولسوالۍ کې د یوه خصوصي ښوونځي د انګلیسې ژبې ښوونکې ده. نور جزیات د خسرو منصور په راپور کې وګورئ
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د درغلۍ په صورت کې به درملوګ کمپنۍ عدلي بنسټونو ته معرفي شي.
د افغانستان د پلاوي او طالبانو ترمنځ په چین کې د ناستې په اړه بحثونه په رسنیو کې تاوده شوي، خو تر اوسه د دغې ناستې نېټه اعلان شوې نه ده او دا هم څرګنده نه ده چې څوک به د افغانستان د دولت او سیاسي ډلو له خوا په دغه ناسته کې ګډون وکړي.
مونیکا د اروپا هوسا ژوند شاته پرېښود او د مرکزي افغانستان په یوې غرنۍ سیمه کې یې ژوند غوره کړ. یو کال کېږي چې دغه مېرمن د غور ولایت په لعل وسرجنګل ولسوالۍ کې د یوه خصوصي ښوونځي د انګلیسې ژبې ښوونکې ده. نور جزیات د خسرو منصور په راپور کې وګورئ
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي چې په افغانستان کې تر لس ميلیونو زیات افغانان له انټرنټه کار اخلي.
په کوټه کې د زړو ښځو ښېګړې اداره کې هغه بې وزله ښځې ساتل کېږي چې هېڅوک نه لري او یا یې د بېلا بېلو ستونزو له کبله خپل کورونه پرېښي او دلته یې پناه اخستې ده. په دې اړه د صمد شبنم ویډیویي ريورټ وګورئ.
ټاکل شوې چې د سلواکیا هېواد چارواکي هغه سل تنه افغان محصلین له دې هېواده وباسي چې د سلواکیا د هوايي چلند په پوهنتون کې زده کړې کوي.
د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وايي چې نن د کابل – لوګر په عمومي سړک د وسله والو مخالفینو په یوه کمین کې د پکتیا د استېناف محکمې د درېیو قاضیانو په شمول څلور تنه وژل شوي. د لوګر امنیه قوماندان رحم خدا مخلص په لنډه توګه ازادي راډیو ته د دې پېښې په اړه وویل: "ساحه په اردو پورې مربوط ده، موږ ور تسلیم کړې ده، هو هلته (محمد اغي ولسوالۍ) کې دا پېښه شوې ده، دری قاضیان او یو ملکي کس وژل شوي دي." د پکتیا د استېناف محکمې رئیس فضل قادر قناعت ازادي راډیو ته تأیید کړه چې د استېیاف محکمې مرستیال، دوه قاضیان او... Читать дальше...
د غور ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د غور – کابل لویې لارې د امنیت د ټينګښت لپاره یې تصفیوي عملیات پيل کړي دي. د غور د پولیسو ویاند سمېع نژاد ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات له دولتیار ولسوالۍ پیل او د طالبانو تر کاملې تصفیې به دوام لري. دی وایي: "د کابل – غور له لویې لارې د طالبانو د له منځه وړلو په هدف عملیات پيل شوي دي، په دې لارې باندې طالبانو ماینونه ايښودل، خلک یې ځورول او مسافرین یې وهل ټکول، د دښمن تر نابودۍ پورې به دا عملیات چې له دولتیار ولسوالۍ پيل شوي، دوام ولري." له یوې میاشتې... Читать дальше...
مولانا فضل الرحمن وويل پاکستان له مالياتي بحران سره مخامخ دی او که راتلونکې بجټ هم دې موجوده حکومت وړاندې کړ نو د ملک معيشت به په مکمله توګه تباه شي.
د جميعت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمن وايي، په پاکستان کې ټول ورک کړل شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي. نوموړي دا څرګندونې د نهې/سېشنبه په ماسخوتن په اسلام اباد کې د ازادۍ مارچ ګډونوالو ته په خپله وينا کې کولې. ویډیو اېډیټ:هدایت سلطاني
ليکنه کاږي، په نړۍ کې ډېنګي ناروغي له ۱۹۷۰مو کلونو راهيسې ورو په ورو سېوا شوې، چې غټ لاملونه يې د تودوښې د کچې لوړوالی او بې وخته بارانونه دي.
امنسټي انټرنیشنل وايي، حکومت باید پروفیسر اسماعیل ته د بیان ازادۍ او د خپلې لور ګلالۍ اسماعیل په حق کې د اواز پورته کولو په بدل کې سزا ورنکړي.
د پښتو سندرغاړی او کمپوزر ماسټر علي حیدر وایي خوشحاله دی چې پښتو موسیقۍ ته اوس لوستي کسان هم راغلي دي. د نوموړي په وينا نوي سندرغاړي بايد په حرفوي بڼه موسيقي زده کړي ځکه د کمپيوټري سندرو له لارې پښتو موسيقي له زوال سره مخامخېدلای شي. له نوموړي سره مرکه ((له اسحاق خان سره هنري بنډار)) کې وګورئ.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، هېڅ داسې شواهد نهدي موندل شوي چې ثابته کړي د تاجکستان په یوه سرحدي پوسته حمله کوونکي وسلهوال له افغان خاورې وراوښتي وي.
د غزني اوسېدونکي له افغان امنیتي ځواکونو په ښار کې د ترورونو د روانې لړۍ د مخنیوي غوښتنه کوي. دوی وايي، له تېرو اوو اتو کالو د ښار په زړه حتی د ولایت او قوماندانۍ ترڅنګ دولتي کار کوونکي، امنیتي سرتېري، قومي مشران، دیني عالمان، مدني فعالان، مخور او ولسي خلک وژل شوي دي. بل لور بیا د غزني نظامي چارواکي ټینکار کوي چې نور به د دغه ډول پېښو مخنیوی کوي. د غزني امنیه قوماندان محمد خالد وردګ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت له امر سره سمیې په ښار کې ځای پر ځای چک پواینټونه جوړ کړي... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت نن د تاجکستان د چارواکو هغه ادعا چې ګواکې وسلهوال د افغانستان له پولې وراوښتي او حملهیې کړې وه، په کلکه رد کړه. د دفاع وزارت چارواکو وویل چې جګړه د تاجکستان په خاوره کې شوې او ترهګر هم له افغان خاورې دباندې وو. د تاجکستان چارواکو پرون ادعا وکړه چې د وسلهوالو یوې ډلې چې له افغانستانه وراوښتي او د اسلامي دولت ډلې یا داعش پورې تړلي وو، د دې هېواد پر یوې سرحدي پوستې حمله کړې ده. په دې حمله کې چې د تاجکستان د چارواکو په وینا، ۲۰ وسلهوالو برخه لرله، ۱۵ یې د دې هېواد له... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости