حکومت پوځ ته د ډير واک ورکونکي قانون دفاع کوي
د پاکستان حکومتي وکيلانو په خېبر پښتونخوا کې امنيتي ادارو ته د ډېر واک ورکولو قانون دفاع کړي او دې لړ کې يې د روانې مقدمې ځنډول غوښتي دي.
د پاکستان حکومتي وکيلانو په خېبر پښتونخوا کې امنيتي ادارو ته د ډېر واک ورکولو قانون دفاع کړي او دې لړ کې يې د روانې مقدمې ځنډول غوښتي دي.
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالی تر پروسږ کال زیات شوی دی. په ایران کې په وروستیو اعتراضونو کې څلور زره او اته سوه اعتراض کوونکي نیول شوي دي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډیو.
په خوست کې د تخته بېکې تاریخي کلاګانې شاوخوا ۱۰۰ کاله پخوا جوړې شوې وې خو اوس چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وايي چې ودانۍ یې ورستې شوې دي. د خوست والي وايي، د کلاګانو رغولو اراده یې کړې ده. پر دې موضوع ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خیبر پښتونخوا د شبقدر په مټې مغل خېلو کې د خامتا جوړولو لسګونه کارخانې تړل شوې دي. د کارخانې مالکان وايي، د دې لامل د برېښنا کموالی او پارچاو (لوډ شیډېنګ) دی. د کارخانو د تړل کېدو له کبله سلګونه کارګران بې روزګاره شوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، لا هم په ټولو دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی شته، خو پر ضد یې باید جدي مبارزه وشي.
د تحقیقي ژورنالیزم یوې نړیوالې ډلې (ای سي ای جی) د چین داسې پټ حکومتي اسناد ترلاسه کړي چې ښيي، څنګه دغه هېواد په سینکیانګ ایالت کې د درې میلیونه کسانو ژوند شېبه په شېبه څاري.
د کابل ښار په شمال کې د خیرخانې کوتل ځینې اوسېدونکي شکایت کوي چې دوی د برښنا لګښت ورکړی، خو د افغانستان برښنا شرکت د خپلو ۱۲ پوروړو له امله، په غیرعادلانه ډول د ۸۲ کورونو برښنا پرې کړې ده.
د پاکستان حکومت په هېواد کې د ګوزڼ مخنيوي لپاره يو مشوراتي بورډ ګومارلی دی چې د دغه ناروغۍ په باب د مذهبي ډلو ټپلو اندېښنې ختمې کړي او هغوی همکارۍ ته رابولي. په پاکستان کې سږ کال ګوزڼ نېږدې ۹۲ ماشومان وهلي چې ډېری یې د خیبر پښتونخوا دي. مجيد بابر یې په اړه راپور لري
دغه ښځينه بسکټبالرانې چې جګړې د پښو له نعمته محرومې کړي او یا پولیو ناروغۍ ترې د پښو توان اخیستی، راتلونکې ته په پوره هیله مندۍ ورزش کوي. دوی د "معلولیت ناتواني نه ده" تر شعار لاندې نړیوالو سیالیو ته ځي. د ازادی راډیو خبریال شفیع کریمي د دغې لوبډلې د تمریناتو پر مهال دا راپور برابر کړی.
د بهرنیو چارو وفاقي وزیر شاه محمود قریشي وویل سیپېک منصوبه یوازې د پاکستان په ګټه نه ده بلکې دا د ټولې نړۍ په ګټه ده او که امریکا غواړي نو هم په دې کې سرمایه کاري کولی شي.
په وروستیو کلونو کې د ډېرو نورو ولایتونو په څېر په کندز کې هم د کبانو ډېر فارمونه جوړ شوي، خو د خرڅلاو لپاره یې چندانې بازار نشته او فارم لرونکي له ډېرو نورو ستونزو سره هم مخ دي. په دې اړه د نورو جزئیاتو لپاره د اجمل آرین ویډیويي رپوټ وګورئ.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د خلکو کمرنګه ګډون په دې هيواد کې د روان وضعیت په اړه خاموشه ټول پوښتنه وه.
د کورنیو چارو وزارت په یکشنبه تایید کړه چې یو بهرنی وګړی د یکشنبې ماښام د کابل په مکروریانو کې د ملګرو ملتونو پر موټر د لاسي بم په برید کې ووژل شو.
د نومبر پر ۲۴مه په اسلام اباد کې کلنۍ کلتوري مېله پای ته ورسېده. مېلې ته ګڼ خلک ورغلي ول چې نه یوازې یې کلتوري شیان ولیدل بلکې د بېلا بېلو سیمو له خوړو یې هم خوند واخیست. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، د تېرکال د نوامبر له ۲۵ مې څخه د سږ کال ۲۵ پورې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ۶۴۴۹ پېښې ثبت شوي دي.
د افغانستان کندهار د انارو پیدا کوونکو له لویو ولایتونو څخه یو دی خو سږکال پکې حاصلات کم دي. کروندګر وايي، د دوا نه پاشلو، خراب موسم او پاکستان ته د انارو پر برامداتو د مالیو لوړېدو له وجې راتلونکي کال ته هم اندېښمن شوي دي. په اړه یې د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان په جنوب کې د هلمند یوه اوسېدونکي د لومړي ځل لپاره د لړمانو د روزنې فارم جوړ کړی. پيرمحمد لسګونه زره لړمان راټول کړي او هیله مند دی چې د زهرو له پلورلو یې ښې پیسې ترلاسه کړي.
د جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د حکومت پرضد د تګلارې جوړولو لپاره سبا ګڼ ګوندیزه غونډه رابللې ده.
د ارزګان ولایت د شپږو ولسواليو اوسېدونکي وايي، وسلهوالو طالبانو پرې له تېرو شااوخوا درې کلونو راهیسې عمومي لارې تړلي چې له دې امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
کابل چاپ ننیو ورځپاڼو د نورو مسایلو ترڅنګ د ټاکنو ممکنه بحران په اړه د دفاع سرپرست وزیر د خبرداري په اړه لیکنې او تبصرې کړې.
نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان د سولې بهیر، کشمېر او نورو مسایلو تبصرې کړي دي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي په کندهار ولایت کې سږکال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي. په کندهار کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رییس شمس الدین تنویر پرون- یکشنبې آزادۍ راډیو ته وویل دوی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۳ بېلابېلې پېښې ثبت کړي. هغه زیاته کړه: "د تاوتریخوالي ۸۳ پېښې زمونږ د ښځو په څانګه کې ثبت شوي دي چې ډېری لفظي تاوتریخوالی دی، البته ځینې کسان دا یو عادي کار بولي او په دویمه درجه وهل ټکول دي چې په فزیکي تاوتریخوالي کې راځي." د کندهار د ښځو د چارو... Читать дальше...
ملګروملتونو په افغانستان کې په یو چاودنه کې د خپل یو بهرني مامور وژل کېدل او د دوو افغان مامورینو د ټپي کېدو د پېښې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې. په کابل کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما تېره شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې د خپلو کارکوونکو هویتونه نه دي ښودلي خو پر افغان حکومت یې غږ کړی چې د برید عاملان عدالت ته راکاږي. د افغانستان د ملي امنیت شورا او په کابل کې د امریکا سفارت هم دا حمله غندلې. د کورنیو چارو وزارت پرون تائید کړه چې یو بهرنی وګړی پرون ماښام د کابل په مکروریانو کې د ملګروملتونو پر موټر د لاسي بم په برید کې ووژل شو. Читать дальше...
د افغانستان او هند ترمینځ د مجرمینو د استرداد هوکړه پرون په کابل کې د هند د سفیر او د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر له خوا تبادله شوه. د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي چې دا موافقه د ۲۰۱۶ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې هند ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پرمهال د دواړو هېوادونو د چارواکو له خوا لاسلیک شوې وه خو سند یې پرون په کابل کې د دواړو لوریو ترمینځ تبادله شو. د دې موافقې له مخې به دواړه هېوادونه په تروریزم او اقتصادي او جنايي جرمونو تورن کسان یوبل ته سپاري.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости