Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2019

Новости за 27.11.2019

د کابل ښځېنه موټر چلوونکې

Mashaalradio.com 

په کابل کې ښځې موټر چلوونکې د ګوتو په شمېر دي خو ستونزې يې ډېرې دي. دوی بيا هم وايي خنډونو ته نه ودرېږي او سفر روان ساتي. په اړه یې بشير ګواښ ويډيو راپور لري.

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په کابل کې د ملګرو ملتونو پر موټر حمله غندلې ده. د پاکستان ستره محکمه نن د دې هيواد د پوځ د مشر قمر جاوید باجوه د کاري مودې په اړه پرېکړه کوي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډيو.



د قمر باجوه مودې غځولو مقدمه وځنډېده

Mashaalradio.com 

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ وفاقي کابینې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د ملازمت د مودې غځولو لپاره د پوځ په قانون ارټیکل دوه سوه پنځه پنځوس کې ترمیم کړی.

د افغانستان د لویو سړکونو د جوړولو تړون لاسلیک شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ټرانسپورت وزارت د سړک جوړولو له خصوصي شرکتونو سره د شاوخوا پنځه میلیارډه افغانیو په ارزښت د افغانستان د یو شمېر سړکونو جوړول لاسلیک کړل. په داسې حال کې چې د افغانستان د ترانسپورټ وزارت ناامني او د بودیجې کمښت په هېواد کې د سړک جوړونې پروژو پر وړاندې اصلي ستونزه ګڼي خو بیا یې هم د سړک جوړونې له څو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره نوي تړونونه لاسلیک کړل. دغه تړونونه چې شاوخوا پنځه میلیارده افغانۍ ارزښت لري د چهارشنبې په ورځ د ترانسپورت وزارت د سرپریت وزیر یما یاري او په کابل کې د سړک جوړونې د شرکتونو د استازو ترمنځ لاسلیک شول. Читать дальше...



د پاکستان سپريم کورټ، جنرال قمر باجوه او د عمران خان حکومت راتلونکی؟

Mashaalradio.com 

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې ددې جاج اخلو چې که سپريم کورټ د جنرال باجوه په حق يا مخالفت کې فيصله ورکړي خو ددې ټول عمل به د عمران د حکومت پر راتلونکې څه اغېز وکړي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له قانون پوه نورعالم خان اېډوکېټ،د سياسي چارو پوه ډاکټر سرفراز خان او د مشال راډیو مدير داود خټک سره څېړل شوي دي.

'ملي امنیت د لوګر مدني فعالان د بشر حقونو کمېسیون ته سپارلي'

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکر الله مشکور ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ومنله چې موسی محمودي او احسان‌الله حمیدي دوی ته سپارل شوي او سبا به د دوی په کړي تحقیق د څېړنې په هدف یو پلاوی وټاکل شي.

د افغانستان او ایران د نجونو فوټبال لوبډلې سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ۲۳ کلونو کم عمره نجونو د فوټبال لوبډله سبا له ایران سره لوبه لري. د فوټبال فدراسیون د رسنیو د برخې مرستیال شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل چې د اسیا د ۲۳ کلونو کم عمره نجونو د فوټبال په سیالیو کې افغانستان له څلورو لوبو درې یې بایللې او یوه‌یې ګټلې ده. دا سیالۍ د تاجکستان په دوشنبې ښار کې روانې دي. افغان لوبډلې ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان ته لوبې بایللي، خو د ترکمنستان په وړاندې يې بریا خپله کړې ده. له ایران سره د افغان لوبډلې لوبه په روانو سیالیو کې د افغانستان وروستۍ لوبه ده.

د افغان او پاکستاني غېږ نیونکو ترمنځ سیالۍ

Mashaalradio.com 

په کندهار کې د کوټې او کندهار یو شمېر غېږنیونکي د سیالیو لپاره راټول شوي. وايي چې له دغو سیالیو څخه يې موخه د ډيورنډ کرښې دواړو خواو ته د امن او سولې پیغام رسول دي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیو وګورئ.

تخار کې د ښځو لپاره د فټنس ورزشي ځای جوړ شوی

Pa.azadiradio.com 

د تخار په مرکز تالقانو ښار کې د ښځو لپاره د فټنس لومړنى ورزشي ځانګړی ځای جوړ شو. د تخار ورزشي امر نقيب‌الله جليلي نن ازادي راډيو ته وويل چې د ورزش په دغه ځای کې د مېرمنو د پردې ټول ترتیبات نیول شوي او په دې سره به زیات شمېر نجونې وکړای شي چې په دغه ځای کې په ارام فکر سره ورزش وکړي. دغه ورزشي ډګر د تخار ورزشي امريت له لوري جوړ شوی دی.

ارزګان کې بې‌ځایه شوې کورنۍ په لوږه ژوند کوي

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې له جګړو  بې‌ځايه شوې کورنۍ په لوږې شپې او ورځې تېروي. په دغه ولایت زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوې دي. د ولایت مقام مسؤلین دغو کورنیو ته د مرستې غوښتنه کوي. په دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت په وېډیويي راپور کې.

خوست کې د زڼغوځیو او چارمغزو سلګونه زره نیالګي لګول کېږي

Mashaalradio.com 

د خوست په پنځو ولسوالیو ځاځي میدان، شمل دوه منده، سپيره، تڼیو او موسی خېلو په غرونو کې د زڼغوځیو او چارمغزو د نیالګیو د روزلو په خاطر د ۳۶۰ قوریو د جوړولو کار پیل شو. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.

مفتي کفایت الله له خپلو دوو زامنو سره د ناڅرګندو کسانو په برید کې ژوبل

Mashaalradio.com 

د جميعت علمای اسلام ف يو مخکښ مفتي کفایت الله له خپلو دوو زامنو سره یوځای د خیبر پښتونخوا په مانسهره ضلعه کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې ژوبل شوی دی. د مانسهرې پوليسو وياند سهيل قرېشي ترمخه نامعلومو بریدګرو بېګا شپه ناوخته د مفتي کفایت الله موټر درولی دی او له هغه پس یې پرې د اوسپنې سیخونو ګوزارونه کړي دي. د مفتي کفایت الله ورور په مانسهره کې رسنيو ته ویلي دی چې دا حمله هغو خلکو ورباندې کړې، د چا پرضد چې به مفتي کفایت الله په ښکاره ډول خبرې کولې. نور تفصيل له اسلام اباده احمد الله راکوي.

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د راکړې ورکړې پر نوې هوکړه ټینګار

Pa.azadiradio.com 

د مالیې وزارت سرپرست وزیر قزاقستان سره د جنس په جنس تبادلې په هوکړه‌لیک ټینګار وکړ. د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ له وزیر سره، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو همکاریو هوکړه‌لیک په پلي کولو خبرې وکړې. د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د مالیې او کرنې وزارت سرپرستانو د هوکړه‌لیک پر بنسټ د سې شنبې په ورځ قزاقستان ته د افغانستان د تازه مېوو او سبزیو د صادرولو په بدل کې له هغه هېواده افغانستان ته د غنمو په واردولو ټینګار وکړ.

چارواکي: د وطني غالیو صادراتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی

Pa.azadiradio.com 

د افغاني فرشونو او غالیو اداره وايي، د وطني غالیو په صادراتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی. دغه اداره وايي، که څه هم حکومت په هېواد کې د غالیو صنعت ته ډېره پاملرنه نه‌لري، خو ټینګار کوي چې د پراختیا لپاره‌یې یوه غوره لار له افغاني غالیو د دولتي ادارو او بنسټونو استفاده ده.  د دې ادارې عمومي مسؤل عبدالقهار خوش‌خلق ازادي راډيو ته وویل: "موږ په کراتو ویلي چې په دولتي ادارو کې باید د بهرنیو ایراني او ترکي ماشیني غالیو پر ځای له افغاني غالیو استفاده وشي، له یوې خوا دغه غالۍ ښه کیفیت لري له بلې خوا اقتصاد... Читать дальше...


Музыкальные новости
Баста

Тренер СКА Попов назвал Басту адекватным футбольным руководителем





Rss.plus
Россия

Путин назвал президента Раиси надежным партнером России




Директору НИКИ детства присвоили звание «Почетный доктор» медуниверситета Гомели

Пока в Карелии тянут с решением по ОМК, в Москве вслед за Путиным говорят об амнистии для таких предприятий

Андрей Воробьев: в Дзержинском модернизируют магистральную теплосеть М-5

В Петербурге заработали новые правила для электросамокатов




چارواکي: کندهار کې ۹ وسله‌وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په میوند کې د نړيوالو ځواکونو هوایي بريد کې ۹ وسله‌وال وژل شوي دي. د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادی راډیو ته وویل چې پر دغه وسله‌والو بريد د میوند ولسوالۍ د چلاوک په سیمه کې د قاطع ملاتړ مأموریت د ځواکونو له‌خوا پرون له غرمې وروسته ترسره شوی دی. د نوموړي په خبره د نړيوالو ځواکونو په بريد کې ۶ نور وسله‌وال ټپيان شوي هم دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

پامپيو: کابل کې د ملګرو ملتونو پر موټر برید کې وژل شوی کس مرستندوی و

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو ویلي چې په کابل کې د ملګرو ملتونو پر موټر د برید په پېښه کې وژل شوی یو ملکی مرستندویه کس و. اسوشیټډ پرس خبري اژانس د ښاغلي پامپیو په حواله لیکلي چې د ملګرو ملتونو دا کارکوونکی د امریکا وګړی و او انیل راج نومېده. انیل راج د امریکا د کالیفورنیا ایالت له سانفرانسیسکو نه افغانستان ته تللی و او هلته‌یې له یوناما سره کار کاوه. د یکشنبې په ماښام په کابل کې د ملګرو ملتونو په یوه موټر باندې برید کې د ملګرو ملتونو دوه نور کارکوونکي او درې عام افغانان هم ټپیان شوي و. Читать дальше...

د افغانستان او وېسټ انډیز لوبډلو خپله ټسټ لوبه پيل کړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او وېسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې خپله ټسټ لوبه پيل کړه. دا لوبه د هند د لکنهوو ښار په ایکانا سټډيوم کې د افغانستان په کوربه‌توب روانه ده. افغان لوبډله بېټېنګ یا توپ وهنه کوي. د غرمنۍ تر وقفې پورې افغان لوبډلې په ۳۰ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ۹۰ منډې وکړې. د هند په لکنهوو کې په تېره یوه میاشت کې افغانستان او وېسټ انډیز درې یو ورځنۍ او درې ۲۰ اوریزې لوبې هم کړې دي. په یو ورځنیو کې درې سره لوبې وېسټ انډیز ګټلي او په ۲۰ اوریزو کې بیا دوه لوبې افغان ټیم ګټلې دي.

۲۰ روسي ګرځندویان په دومینیکن کې ټپیان شوي

Pa.azadiradio.com 

۲۰ تنه ګرځندویان چې ډېری یې روسان دي، د نومبر په ۲۶مه د دومینیکن جمهوریت په ختیځ کې د هومای ښارګوټي ته نږدې د بس په ټکر کې ټپیان شوي دي. په دومینکین جمهوریت کې د روسي ګرځندویانو دا بس موټر هوايي ډګر ته په لار و چې له یوې لارۍ سره‌یې ټکر وکړ. په یوټیوب باندې له دې پېښې په یوه تازه خپره شوې وېډیو کې ښکاري چې بس اوښتی او لار یې د ټرافیکو په مخ تړلې ده. په ونزوئلا کې چې دومینکین ته نږدې دی د روسیې سفارت ویلي چې په دې پېښه کې د بس له ۴۱ مسافرو څخه څخه ۳۹ تنه د روسیې وګړي دي. د انکس ټور په نوم... Читать дальше...

د طالبانو پلاوی ایران ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی ایران ته تللی او هلته‌یې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره کتلي دي. دا خبره په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر باندې لیکلې ده. هغه وايي: "نن د (نومبر ۲۶مه) د ا.ا. امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند او ورسره هيئت‌یې د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر جواد ظریف او ورسره هيئت سره په تهران کې وکتل، دواړو خواوو د افغانستان د مسئلې په سوله‌ییز حل او د سولې د پروسې په هکله تفصیلي خبرې وکړې." هغه لیکلي... Читать дальше...



Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Шапка

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»

Чья компания сильнее всех?

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»


Новак Джокович

Новаку Джоковичу исполнилось 37 лет в Швейцарии | Виды спорта



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Глава "Интерроса" анонсировал создание цифровой платформы для формирования запросов на разработку отечественного оборудования



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России