په دوه زره څلرویشتم کال کې په افغانستان کې د کتابونو بازار څرنګه و؟ په نړۍ کې مو له دوو هغو داستاني ټولګو خبرو چې تیرکال ډيرې پلورل شوې دي.
د دوه زره څلرویشتم کال په ترڅ کې د پښتو موسیقي لپاره په نړیواله کچه یو لړ هڅې شوې دي. نور مطالب هم دلته اوریدلی شئ.
له استرالیا نیولې تر آسیا، افریقا، اروپا او امریکا پورې، میلیاردونو کسانو تېره شپه د ۲۰۲۵ز کال پيل په ځانګړو مراسمو ونمانځه.
یو شمېر افغان مېرمنې وايي، د طالبانو له خوا د دوی پر کار او فعالیتونو محدودیتونو د دوی اقتصادي ستونزې ډېرې کړې دي.
دغو مېرمنو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دوی ۲۰۲۴ زیږدیز کال په سختو او له ننګونو ډک اقتصادي حالاتو کې تېر کړ.
په پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ د ناروغیو د پېښو په اړه تازه خپرې شوې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې په دې هېواد کې کې د پولیو پېښو کې ډرماتیک زیاتوالی راغلی دی . د وروستیو شمېرو له مخې،تېر کال پاکستان کې ۶۸ ماشومان په ګوزڼ اخته شوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې یوازې ۶ پېښې ثبت شوې وې.
په تېر میلادي کال کې یاده ناروغي د پاکستان هغو سیمو ته هم خپره شوې چې مخکې د پولیو څخه خوندي ګڼل کېدې. په پلازمېنه اسلاماباد کې له لسو کلونو وروسته د پولیو یوه پېښه ثبت شوه، او په پنجاب ایالت کې درې کاله وروسته یو ماشوم په دې ناروغۍ اخته شو. Читать дальше...
د خبریالانو نړیوال فدراسیون (ای اف جې) د ۲۰۲۴ کال په وروستۍ ورځ د دې موضوع په څرګندولو زیاته کړې چې د یاد کال په ترڅ کې په ټوله نړۍکې ۱۲۲ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
د ۲۰۲۴ په جریان کې، بریتانیا ته د کوچنیو کښتیو له لارې د غیرقانوني کډوالو په رسېدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې افغان کډوالو یې تر ټولو لویه برخه جوړوله.
د چارشنبې په ورځ یو موټر د امریکا په نیو اورلینز ښار کې د خلګو په ګڼې ګوڼې ورغلی چې په ترڅ کې یې لس کسان وژل شوي او 30 تنه نور ټپیان دي.
دا خبره ددې ښار د بیړنیو پېښو په وړاندې د غبرګون ادارې کړې ده.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د نیو اورلینز د پولیسو له قوله ویلي چې خلکو ته ویل شوي څو د پېښې له سیمې ځانونه لرې وساتي.
تر اوسه پورې د پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
نیو اورلینز د امریکا متحده ایالاتو د لویزیانا ایالت یو مشهور ښار دی.
دا ښار د خپلو کلتوري ځانګړتیاوو، موسیقۍ، جشنونو او تاریخي ودانیو له امله شهرت لري.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د چارو له پوهانو سره په نوي ۲۰۲۵ز کال کې په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د امنیتي حالاتو ممکنه منظرنامه بحث شوې ده.
په افغانستان له لوړو زده کړو فارغ شوي یو شمېر ځوانان وايي له فراغت وروسته د بېکارۍ له ستونزو سره مخ دي. دوی وایي، بیکارۍ دومره تنګ کړی چې له ناقانونه لارو له هېواده د تیښتې لټه کوي.
د سره صلیب نړیواله کمیټه وایي په ۲۰۲۴ کال کې په ټول افغانستان کې د ماینونو او نورو ناچاودو توکو د چاودنې له امله تر څلور نیم سوو زیاتو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ډیرې یې ماشومان وو.
د پاکستان له پلازمینې اسلام اباد څخه یو شمیر تازه نیول شوي افغان کډوال وايي، له هغه هیواد څخه د ایستلو په نیت د حاجی په نوم یوه کمپ ته انتقال شوي دي.
د افغانستان د خوست ښار د تخته بیکې غونډۍ په لمن کې د ډېسېمبر پر ۳۱مه د ښاروالۍ ریاست د ښاري پلان او نقشې له مخې د غلې د نوې منډۍ د جوړولو کار پیل شو. د ښاروالۍ چارواکي وايي، د غلې نوې منډۍ کې د دې برخې د کاروباریانو لخوا د ۱۳۳ مېلیونه افغانیو په پانګونې ۶۰۰ دوکانونه جوړېږي. دوی زیاتوي، د غلې په منډۍ کې به په مستقیم ډول ۲۰۰۰ کسانو ته د کار او سوداګری زمینه برابره شي. ويډيو رپورټ
د ډېسېمبر پر ۳۱مه په کراچۍ کې د کورمې د شیعه مسلک پلویانو او پولیسو ترمینځ اخ و ډب شوی دی. دغو مظاهره کوونکو له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې په چورنګي څلور لاره او د ښار په ځینو نورو سیمو کې د مظاهرو په ترڅ کې له حکومته غوښتنه کوله چې د ټل او پاړه چنار ترمينځ لاره دې خلاصه او په هغه ناکراره سیمه کې دې امنیت پر ځای شي. پولیس وايي، مظاهره کوونکو د ډېسېمبر پر ۳۱مه د پولیسو او ولسي خلکو موټرسایکلونه وسوځول او له هغوی سره یې نښتې پیل کړې. خو مظاهره کوونکي بیا وايي چې د هغوی احتجاج سوله ییز وو خو ورته پرېنښوول شول. Читать дальше...
د ډېسېمبر پر ۳۱مه، په ګلګت بلتستان کې د ترهګرۍ ضد يو عدالت خالد خورشيد ته د امنيتي ځواکونو د ګواښلو په تور د ۳۴ کلونو د بند سزا او ۶۰۰،۰۰۰ روپۍ جرمانه واوروله او د هغه شناختي کارډ يې بند کړ.
له اسټرالیا نیولې تر آسیا، افریقا، اروپا او امریکا پورې میلیاردونه خلکو تېره شپه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نوی ۲۰۲۵ کال ولمانځه.
د نوي کال د لمانځنې مراسم د نیوزیلنډ له اوکلنډ ښار څخه چې له نیویارک سره د وخت ۱۸ ساعته توپیر لري، پیل شول بیا د اسټرالیا په سیدني ښار، وروسته د جاپان په ګډون د آسیا په بېلابېلو هېوادونو، ورپسې په اروپا، افریقا او بالاخره د امریکا په لویه وچه کې خلکو نوي کال ته ښه راغلاست ووایه.
سږکال په منځني ختیځ، اوکراین او سودان کې جګړو د نوي کال د لمانځنې پر مراسمو سیوری غوړولی... Читать дальше...
شاوخوا شل کسان پرون وروسته له هغه تري تم شول چې د غیرقانوني کډوالو لېږدوونکې یوه کشتۍ په مدیترانې سمندرګي کې ډوبه شوه.
ایټالوي چارواکي وايي چې لامپېډوسا ټاپو ته نژدې د یوې کشتۍ له ډوبېدو وروسته اوه تنه چې د مصر، سوریې او سودان وګړي وو، وژغورل شول خو د دوی په وینا د پاتې کسانو د ژغورنې احتمال ډېر لږ دی.
اکثر غیرقانوني کډوال د مدیترانې سمندرګي له لارې ځانونه د ایټالیا لامپیډوسا ټاپو ته رسوي.
دا کشتۍ د راپورونو له مخې له لیبیا څخه د اروپا پر لور روانه شوې وه.
د امریکا د خزانې وزارت د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو پرمهال د ناسمو معلوماتو د خپرولو په تړاو له روسیې او ایران سره پر تړلو دوو ادارو بندیزونه ولګول.
د خزانې وزارت چارواکو دا بندیزونه بیګا اعلان کړل او ویې ویل چې دې دوو ادارو هڅه کوله د انتخاباتو په درشل کې د امریکايي وګړو ترمنځ بې اتفاقي راولي.
د تروریزم او مالي استخباراتو په چارو کې د خزانې وزارت مرستیال په یوه بیان کې وویل چې د روسیې او ایران دولتونو د امریکا د انتخاباتو بهیر په نښه کړ او غوښتل یې د امریکایانو ترمنځ نفاق واچوي.
د امریکا... Читать дальше...
په تېرو دولسو میاشتو کې له ۷۰۰ زيات پاکستاني امنيتي ځواکونه وژل شوي. د پاکستان پوځ دعوه کړې چې په هغه موده کې یې نیږدې شپېته زره عمليات کړې او له ۹۰۰ زیات وسله وال یې وژلي دي. دا په دې معنا چې په ۶۵ عملياتو کې يوازې يو وسله وال وژل شوی. شمېرې ښييچې وسله والو په ۲۰۲۴ کال کې تر ټولو ډېرې حملې په خیبرپښتونخوا او تر ټولې کمې په پنجاب کې وکړې.
کاالعدم ګرځول شوې، تحريک طالبان پاکستان، حافظ ګل بهادر ګروپ او بلوچ لیبرېشن ارمي تر نورو وسله والو ډلو ډېرې فعالې وې. څيړونکي وايي خلک د پاکستاني ځواکونو پر... Читать дальше...
د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي خدماتو د کمښت له امله له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России