د بریتانیا حکومت په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو د پاکولو له پروګرام سره درې ملیونه پاونډه (څه باندې ۳ ملیونه او ۶۰۰زره ډالره) مرسته وکړه.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د «هلوټرسټ» موسسې دا تمویل به د ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو د شنډولو او پاکولو له پروګرام سره مرسته وکړي.
د اعلامیې له مخې، له دې سره به هلوټرسټ موسسه وکړای شي، چې د ۲۰۲۶م کال تر مارچ میاشتې پورې د ماینپاکۍ هڅو ته دوام ورکړي.
تر دې مخکې د (MDC) په نوم د ماینپاکۍ موسسې مشر شهاب الدین... Читать дальше...
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي وايي، په سومالیا کې د افریقايي اتحادیې په نوي ماموریت کې د مصر د پوځي ځواکونو ګډون، هېڅ هېواد ته کوم خطر نه دی پېښ کړی.
السیسي پرون پنج شنبه په قاهره کې د سومالیا له ولسمشر، حسن شېخ محمود سره تر کتنې وروسته دا خبره وکړه.
مصر د ۲۰۲۴م کال په وروستیو کې اعلان کړی و، چې د افریقايي تحادیې په دغه ماموریت کې به، چې په سومالیا کې به وي، مصري ځواکونه د سوله ساتنې په ماموریت کې برخه واخلي.
ویل شوي د مصر پوځیان د الشباب په څېر د افراطي ډلو په وړاندې په پوځي مبارزه کې هم برخه لري.
ګڼو بنسټونو او چارواکو د نړیوالې جزايي محکمې د تازه حکم په باب عکس العمل ښوولی دی.
سعودي عربستان، په پام کې لري چې د امریکا له متحده ایالاتو سره خپله پانګونه او سوداګري ۶۰۰ ملیارد ډالرو ته زیاته کړي.
د مخکښو بدن روزونکو د نړیوالو سیالو دوهځلي اتل عليرضا آساهي نن د پنجشنبې په ورځ مړ شو.
هغه له اتلولۍ ګټلو وروسته ازادي راډیو سره په لومړۍ مرکه کې، له اوښکو په ډکو سترګو د اقتصادي ستونزو او هغو سختو لارو کیسه کړې وه چې دی پرې تر اتلولۍ رسېدلی و.
اسلام اباد ويلي چې د طالبانو حکومت هغه تور ردوي چې پاکستان د اسلامي دولت "(داعش) وسلوالې ډلې ملاتړ" کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جنورۍ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې اونيزې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وويل: "موږ په کلکله د داعش له وسلوالو [سره د پاکستان] د ملاتړ په اړه د افغانستان تورونه ردوو. د افغانستان پر انتظامیې ټينګار کوو چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترهګرې ډلې پټنځایونه دې ختم کړي."
خان دا خبره تر هغې یوه ورځ وروسته کړې ده چې د طالبانو د حکومت د امنیت او اصلاحاتو کمېسیون... Читать дальше...
کریم خان د جنورۍ پر ۲۳مه په یو بیان کې وویل چې معقول دلایل شته چې د طالبانو هغه دوه مشران "د جنسیت پر اساس د بشریت ضد جنایتونو جرمي مسوولیت" په غاړه لري.
د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرس یو شمیر استازو، د کډوالو د بیا مېشتېدو د پروګرام د ځنډولو په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستي اجرايي فرمان د پایلو په اړه خبرداری ورکړی.
د ډونالډ ټرمپ ولسمشرۍ ځینو افغانانو ته هیلې پيدا کړي چې د نجونو تعلیم ته به لاره هواره شي.
ځینې نور بیا د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونو ته په کتو وایي، نه پوهېږي چې د افغانستان په اړه به یې راتلونکې پرېکړې څه وي.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه په پېښور کې د سندرو يو پېژندلی ثبتوونکی او سندرغاړی وقاص خان دی. نوموړی خپله اډيو سټوډيو لري او وايي چې د سيمې نومياليو سندرغاړو ته يې پکې سندرې جوړې کړې دي. خان زياتوي چې له چارسدې څخه پېښور ته د دې لپاره کډه شوی وو چې سندرغاړی شي، خو رېکارډېسټ شو. د ده په خبره، په پېښور کې دا مهال ګڼې سټوډيوګانې دي چې سندرغاړي پکې د خپلو يوټيوب چینلونو لپاره سندرې جوړوي. د وقاص خان دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
شاوخوا ۳۰ کورنۍ چې د بېلابېلو دلایلو له امله له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي اوس د هرات ولایت په یوه سیمه کې له کړاوه ډک ژوند تېروي. یخنۍ د دوی ژوند لا ډېر سخت کړی دی. دا کورنۍ وایي له پاکو اوبو او خوړو نیولې تر د ناروغو بچو د درملو پورې ډېرې اړتیاوې لري.
د کریم خان د دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د راټولو شویو شواهدو پر اساس، د دغو طالب مشرانو د نیولو لپاره معقول دلایل شته.
د طالبانو حکومت د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمیسیون، ادعا کوي چې بهرني اتباع، په ځانګړي ډول پاکستانیان او تاجکستانیان، په تیرو دریو کلونو کې په افغانستان کې دننه د بریدونو په طرحه او ترسره کولو کې ښکیل دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا «یوناما» وايي په افغانستان کې طبعي یخچالونه د ویلي کېدو په حال کې دي.
په داسې حال کې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د سولې د موافقې لپاره غوښتنې زیاتې کړې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د اروپا د سوله ساتو ځواکونو د ۲۰۰ زره کسیز ټیم د جوړولو وړاندیز وکړ.
د جرمني په پارلمانې ټاکنو کې مخکښ کاندید فریدریش میرز د پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د پناه غوښتنې په قانون کې به "بنسټیز بدلونونه" راولي.
فریدریش میرز زیاده کړه، که چیرې هغه د فبرورۍ د 23 نېټې ټاکنې وګټي، نو هغه به سمدلاسه پر هغو ټولو کسانو چې جرمنی ته د ننوتلو لپاره معتبر اسناد نه لري، د ننوتلو بندیز ولګوي.
فریدریش دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړي چې تیره ورځ یو ۲۸ کلن افغان په چاقو یو دوه کلن هلک او یو سړی د جرمني په یوه عمومي پارک کې ووژل، تر پيښې وروسته پولیسو دا کس ونیو.
د جرمني صدراعظم... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې د هوا له سړېدو سره، افغان ماشومان د تنفسي ناروغیو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
د حال وش په نوم یوه رسنۍ، چې د ایران د سیستان او بلوچستان له وضعیت څخه راپورونه برابروي، په بندر عباس زندان کې د یوه افغان وګړي د اعدام خبر ورکړ.
حال وش نن (د دلوې څلورمه) په یوه خبر پاڼه کې، ویلي چې د سې شنبې په ورځ (د دلوې په دوهمه) یو افغان وګړی، چې پخوا د مخدره موادو د قاچاق په تور په اعدام محکوم شوی و، د کورنۍ له خبرتیا پرته په بندر عباس زندان کې اعدام شو.
٤٣ کلن سردار محمد د افغانستان د فراه ولايت د خاک سفيد ولسوالۍ اوسیدونکی و.
ویل کیږي چې هغه متاهل او د یو ماشوم پلار .
د حال وش... Читать дальше...
د ناروې د کډوالو شورا (NRC) وايي، میلیونونه افغان کډوال په خورا ناهیلي کوونکو شرایطو کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو د شړلو له ګواښ سره مخامخ دي.
په خوست ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د یوې ښځې په ګډون لسو تنو ته د زنا، لواطت او له کوره د تېښتې او نا مشروع اړیکو په تور په عام محضر کې تعزیری سزاوې ورکړې.
د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د حکم پر اساس د یادو کسانو له ډلې شپږ تنه پر ۲-۲ کاله تنفیذي بند او ۳۹- ۳۹ درو تعزیري سزا، درې تنه پر ۳ـ ۳ کاله تنفیذي او له ۳۰ تر ۳۹ درو تعزیري سزا او یو کس پر يو کال تنفيذي بند او ۳۹ درو تعزیري سزا محکوم شوي دي.
د طالبانو د حکومت سترې محکمهې نن (پنجشنبه/ د سلواغې ۴ مه) پر خپله ایکسپاڼه/... Читать дальше...
د کمېشن مشر اسد اقبال بټ او نورو چارواکو د جنورۍ پر ۲۲مه پر دې موضوع په کراچۍ کې غونډې ته خپل راپور وړاندې کړ چې پکې راغلي دي چې د هندوانو لسګونه کورنۍ د بېلابېلو لاملونو پر بنسټ په سیند کې له خپلو اصلي ټاټوبو څخه نورو ځایونو ته کډو کولو ته اړ شوې دي.
د طالبانو د حکومت د امنیت او اصلاحاتو کمیسیون ادعا کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې بهرنیو اتباعو، په تېره بیا تاجکستانیانو او پاکستانیانو په افغانستان کې په حملو او د حملو په پلان جوړولو کې لاس لرلی دی.
دغه کمیسیون د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۲مه) په یوه بیان کې وویل چې د دغو بریدونو ډیری برخه له افغانستانه بهر تنظیم شوي او عاملانو یې افغانستان ته د ننوتلو لپاره د مخ او جامو له بدلولو کار اخیستی دی.
په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې له پراخو هڅو سره سره بیا هم دغه ډلې په افغانستان کې خپلو موخو ته نه دي رسېدلي. Читать дальше...
"اخري جنګ" د سولې د هغو ۱۰ سندرو له ټولګې څخه ده چې د مشال راډیو په مالي او تخنیکي مرسته تیاره شوې ده. تاسې کولای شئ چې دا ویډیويي سندره وګورئ او له ملګرو سره یې شریکه کړئ. سندرغاړی: ظفر فاروق، شاعر: دروېش درانی او کمپوز: هارون باچا
د ناروې د کډوالو شورا (NRC) وايي، په میلیونونو افغانان په نهیلوونکي حالت کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د وتلو له خطر سره مخامخ دي.
دغه سازمان خبرداری ورکوي چې افغانستان ته د دغو کسانو بېرته ستنېدل د بېکارۍ، لوږې او د بشري حقونو د سرغړونو په څېر له سختیو سره د مخامخ کېدو په معنا دي.
د ناروی د کډوالو شورا په یوه بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۲مه) یې خپور کړ، یادونه وکړه چې له لسیزو جګړو، اقتصادي سقوط او له اقلیمي بحرانونو وروسته، افغانستان لا چمتو نه دی چې په راتلونکو میاشتو کې له ګاونډیوهیوادونو... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России