د فوټسال پلانټ ویب سایټ د دوشنبې په ورځ د جنورۍ په ۱۳مه نېټه په تېر ۲۰۲۴ ز کال کې د فوټسال د غوره لوبغاړي جایزې ته د نوماندو لوبغاړو نوملړ خپور کړی دی چې افغان لوبغاړی مهران غلامي هم پکې شامل دی.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په لومړي ځل په ۲۰۲۴ زیږدیز کال د فوټسال په نړیوال جام کې چې په ازبکستان کې ترسره شوی و، ګډون کړی و او په یادو سیالیو کې مهران غلامي ښې لوبې کړې وې.
اتلس کلن غلامي له خپلې لوبډلې سره په ۲۰۲۳ ز کال د فوټسال نړیوال جام د لارموندنې پړاو په سیالیو کې هم ګډون درلود چې نړیوال جام ته یې لار پیدا کړه. Читать дальше...
تېر ۲۰۲۴ کال د چین او طالبانو لپاره د سوداګرۍ د پراختیا او مس عینک کان د عملي چارو پيل کېدو کال و او لا هم داسې ښکاري چې افغانستان کې د چین رول او د طالبانو حکومت سره یې اړیکې په پراخېدو دي.
پوښتنه دا ده چې ایا طالبان به د چین امنیتي اندېښنې ځواب کړي او د پانګونې نوې څپه به را پورته شي؟
د پاکستان هندو کونسل لخوا د جنورۍ پر ۱۲مه نېټه په کراچۍ کې د ۱۰۷ بېوزله هندوانو ډله ییز ودونه وشول. په دې کې د ۴۳ هندوانې کورنۍ د کراچۍ او ۶۴ کورنۍ د سیند صوبې له بېلابېلو ضلعو څخه وې. د ډله ییزو ودونو په دې مراسمو کې د هندوانو ترڅنګ، نورو خلکو هم په لوی شمېر کې ګډون وکړ. د ودونو د مراسمو په مهال بېوزله کورنیو ته د پاکستان هندو کونسل لخوا د جهېز سامان او یو لک روپۍ ورکړل شوې. پاکستان هندو کونسل د تېرو ۱۷ کلونو راهیسې هر کال د بېوزله هندوانو لپاره د ډلهییزو ودونو انتظام کوي او تر اوسه پورې یې له ۱۷۰۰ څخه زیات ودونو انتظام کړی دی. Читать дальше...
دا پرمختګ وروسته له هغې وشو، چې د اسرائیل د استخباراتي ادارې مشرانو، د منځني ختیځ لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي او د قطر صدراعظم تېره شپه په خپلو کې خبرې وکړې.
د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت له راټیېدو وروسته ځیني خلک او هټیوال « دوکانداران» د خوراکي توکو له لوړو بیو شکایت کوي.
د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان بانک د دوشنبې د معلوماتو پربنسټ د یوه ډالر د پیر او پلور بیه ۷۴ افغانیو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې تېره اوونۍ شاوخوا ۷۰ افغانۍ وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د دغه وزارت مرستیالې امنې بلوچ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا سره په اسلام اباد کې «په اسلامي ټولنو کې د نجونو د تعلیم په وړاندې د پرتو ستونزو» په نوم کنفرانس په څنډه کې کتلي دي.
له زده کړو راګرځول شوې افغان نجونې په "اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو" په اړه له دوه ورځنۍ ناستې وروسته، د طالبانو لخوا پر زده کړو د محدودیتونو پر دوام نیوکه کوي.
دوی وايي کله چې نوره اسلامي نړۍ زده کړې روا بولي نو طالبان د افغان نجونو پر زده کړو د بندیز لپاره څه توجیه لري؟
د افغانستان له پوهنتونونو یو شمېر فارغ شوي کسان او د زده کړو د برخې ځینې فعالان د طالبانو د حکومت دې اعلان ته په اشارې سره چې وايي د دیني مدرسو زرګونو فارغانو او « دیني عالمانو» ته د لیسانس او ماسټرۍ سندونه ورکوي د اندیښنې وړ بولي. تازه د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د ازموینو له اخیستو وروسته به د مدرسو ۲۶ زره فارغو زده کوونکو او «دیني عالمانو» ته د لیسانس او ماسټرۍ سندونه ورکړي.
د احتساب عدالت قاضي ناصر جاوېد رانا ویلي و چې پرېکړه به د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه اعلانوي، خو بیا یې وویل چې عمران خان او بشرا بي بي عدالت ته حاضر نه شول، ځکه یې د پرېکړې اعلانول وځنډول. هغه د پرېکړې د اعلانولو لپاره نوې نېټه د جنورۍ ۱۷مه وټاکله.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتروایي، سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ځینې روغتیایي، ښوونیزې، خوراکي او د سرپناه لپاره بشري مرستې د قطع کېدو له خطر سره مخ دي.
" اوچا " په یو تازه راپور کې اندېښنه ښودلې چې د بودجې نشتوالي په افغانستان کې د دوی پر دغو ژوند ژغورونکو مرستو ژوره اغېزه کړې ده.
د رابطه العالم اسلامی لخوا جوړه شوې نړیوالې غونډې په خپل پرېکړه ليک کې ويلي چې په اسلام کې د نجونو پر تعليم د بندیز جواز نشته او باید هېڅوک یې مخه ونه نیسي.
په اسلام اباد کې دا غونډه د سعودي عرب د غیر حکومتي ادارې، رابطه العالم اسلامي د مشر او مشهور دينيعالم، شيخ محمد بن عبدالکريم العیسی لخوا راغوښتل شوې وه.
هغه پر هېوادونو غږ وکړ چې د نجونو د زده کړو مخنيوي لپاره باید شرعي دلايل ونه لټوي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم بندیز لګولی دی. د اسلام اباد د غونډې په اړه د راشد خټک راپور وګورئ.
د ایران یوه چارواکي ویلي، چې ایران ته د پولو له لارې د بې اسناده کډوالو ننوتل صفر ته راټیټ شوي دي.
د کورمې او پېښور ترمینځ د لارو تړل کېدو له وجې سلګونه خلک د میاشتو راهیسې په پېښور کې ایسار دي. په دوی کې زیاتره یا خو مریضان دي چې د درملنې لپاره پېښور ته ورغلي ول او لارې پرې بندې شوې او یا هغه خلک دي چې له مساپرۍ د رخصتۍ لپاره کورمې ته تلل خو د سړکونو بندېدو له وجې په پېښور کې ایسار شول. په دې خلکو کې ښځې او ماشومان هم دي. په کورمه کې د سنیانو او شیعه ګانو ترمینځ د نښتو له وجې د تېر کال له نومبر راهیسې لارې تړل شوي دي. حکومت وایي لارې تر هغې نه پرانیزي چې په نښتو کې ښکیلو ډلو ورته وسلې نه وي سپارلې. Читать дальше...
پرون یکشنبه د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې په لسګونو زره معترضانو د خپلو ګرځنده تلیفونونو څراغونه ولګول او د اورګاډي تمځای د چت نړېدو د قربانیانو د یاد لپاره یې د ۱۵ دقیقو لپاره چوپتیا غوره کړه.
بارسلونا پنځه د دوو په وړاندې په ۲۰۲۵م کال کې د لومړۍ الکلاسیکو ګټونکی شو او د هسپانیا په سوپرکپ کې یې خپله پنځلسمه بریا ولمانځله.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقمي سره د کتنې پر مهال په حج کې د افغانانو لپاره د ونډې زیاتېدو غوښتنه وکړه.
د لبنان د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې اسراییل پرون یکشنبې د لبنان په ختیځ او جنوبي سیمو کې په هوایي بریدونو کې یوشمیرځایونه په نښه کړل. د اسراییل پوځ وویل چې دوی له سوریې سره د پولې په اوږدو کې د قاچاقي لارو په ګډون د حزب الله اهداف په نښه کړي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیرزیلینسکي وایي، حاضر دی چې د شمالي کوریا نیول شوي سرتیري پیونګ یانګ ته وسپاري که د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون د روسیې له خوا د نیول شویو اوکرایني سرتیرو تبادله تنظیم کړي.
سپینه ماڼۍ وایي چې ولسمشرجوبایډن پرون یکشنبې د هغو درې امریکایانو له کورنیو سره خبرې وکړې چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په افغانستان کې له طالبانو سره بندیان دي.
د رابطه العالم اسلامی لخوا جوړه شوې نړیوالې غونډې په خپل پرېکړه ليک کې ويلي چې په اسلام کې د نجونو پر تعليم د بندیز جواز نشته او باید هېڅوک یې مخه ونه نیسي. په اسلام اباد کې جوړه شوې دا غونډه د سعودي عرب د غیرسرکاري ادارې، رابطه العالم اسلامی د مشر او مشهور دينيعالم، شيخ محمد بن عبدالکريم العیسی لخوا راغوښتل شوې وه. هغه پر هېوادونو غږ وکړ چې د نجونو د زده کړو مخنيوي لپاره باید شرعي دلايل ونه لټوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم بندیز لګولی دی. Читать дальше...
مراکش هڅه کوي چې د مغربي یا مراکشي قفطان (خفتان هم بلل کېږي) په نوم دودیزې جامې د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او فرهنګي چارو ادارې (یونېسکو) د لرغوني میراث په نوملړ کې شاملې کړي. قفطان داسې جامې دي چې پکې ښه رخت کارېږي او د ګلدوزۍ او فرهنګ له پلوه زیاتر ارزښت لري. ټاکل شوې چې د یونېسکو راتلونکې غونډه سږ کال په بلغاریا کې وشي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د ایران له زندان څخه د ایټالوۍ خبریالې چچیلیاسالا له خوشې کیدو او له هیواد څخه د هغې له وتلو څلور ورځې وروسته، د ایران قضایه قوه وايي چې محمد عابدیني په ایټالیا کې خوشې شوی دی.
په افغانستان کې د بندي امریکایي راین کوربېټ کورنۍ وایي هڅه کوي له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري او د هغه د خلاصون په اړه مرسته ترې وغواړي.
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России