محسن داوړ وايي پاکستاني ادارو ورته ویلي چې طالبان یې د وژلو نیت لري
د پاکستان د مرکزي پارلمان پخواني غړي محسن داوړ د ازادي راډیو مشال څانګې ته تېره شپه وویل چې طالبان د ده د وژلو نیت لري.

د پاکستان د مرکزي پارلمان پخواني غړي محسن داوړ د ازادي راډیو مشال څانګې ته تېره شپه وویل چې طالبان د ده د وژلو نیت لري.
د جرمني پولیسو یو افغان په پارک کې د دوو کسانو د وژلو په تور ونیوه پولیس وايي شکمن کس ۲۸ کلن کډوال او د افغانستان وګړی دی.
په ځينو افغانانو او خصوصاً ځوانانو کې د چرسو څکول ډېر رواج شوي دي. دا نشهيي توکی د انسان پر فزیکي او رواني روغتیا ژورې منفي اغېزې کولای شي. افغانستان د نړۍ په هغو هیوادونو کې راځي چې ډېر چرس په کې تولیدېږي.
ایراني طنز لیکوال ابراهیم نبوي د تېرې سه شنبې په ورځ، په جلاوطنۍ کې ځان وواژه. نبوي شپېتمه لسیزه کې له بېلابېلو ورځپاڼو او نشریو سره همکاري لرله او وروسته یې په اصلاحغوښتونکو ورځپاڼو کې طنزیه کالمونه لیکل. نبوي د لیکنو له امله ایران کې تر فشار لاندې راغی، بندي شو او په ۱۳۸۲ کال کې له ایرانه ووت. دې راپور کې یې کار و ژوند ته لنډه کتنه شوې.
په چین کې د طالبانو سفیر د افغان سوداګرو لپاره د ملاتړ او اسانتیاوو د زیاتوالي غوښتنه وکړه. د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د راپور له مخې بلال کریمي دا غوښتنه نن د شانګهای د همکارۍ سازمان په پرانیست غونډه کې د وینا پرمهال وکړه. وروسته تر دې چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو کابل ونیو چین له هغو څو هېوادونو څخه دی چې د دوی سفیر یې منلی دی اما تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له خوا جوړ شو. Читать дальше...
په اسلام اباد کې اوسېدونکو ځینو افغان کډوالو، چې بهر ته د تګ لپاره په پاکستان کې ایسار دي، د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډيو ته وویل چې د پولیسو له خوا د ځورول کېدو تر څنګ د پاکستانيو ویزو په تمديدولو او بهر هېوادونو ته د تللو په پروسه کې ډېرې ستونزې لري.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې دې ته کتنه شوې ده چې پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امریکا د نوي ولسمشر ډانلډ ټرمپ له انتظاميې څخه کومې تمې لري. ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د امريکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او خپله دنده يې په رسمي توګه پیل کړې ده. بشپړه خپرونه واګورئ.
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) مخکښ سیاستوال او د قامي اسمبلۍ غړی شېر افضل مروت وايي چې په هغه ګوند کې له پښتنو مشرانو سره د ژبني تعصب پر اساس توپیر پالل کېږي. نوموړي د چا نوم وانخیست خو دا دعوه یې د جنورۍ پر ۲۱مه پر داسې مهال له مشال راډیو سره کړې چې د ګوند مشرتابه ورته د ضوابطو د سرغړونې پر اساس نوټس ورکړی دی. مروت وايي، پرضد یې پروپیګنډه شوې ده او د مقرراتو هېڅ سرغړونه یې نه ده کړې. له نوموړي سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.
د کراچۍ پوهنتون انتظامیې په یو فرمان کې محصلانو ته امر کړی دی چې په پوهنتون کې دې سمې جامې اغوندي. انتظامیې هغه فرمان د جنورۍ پر ۱۴مه خپور کړی خو د جنورۍ پر ۲۱مه یې له رسنیو سره شریک کړی دی. په فرمان کې لارښوونه شوې چې زده کوونکي دې د "لنډو لستوڼو لرونکي قمیصونه، تنګې" یا داسې جامې نه اغوندي چې ورڅخه "وجود ښکاري." انتظامیې په فرمان کې زده کوونکو ته خبرداری ورکړی دی چې داسې جامې دې هم نه اغوندي چې ورباندې "د اعتراض وړ لیکنې یا عکسونه" چاپ شوي وي. د انتظامیې تازه فرمان د زده کوونکو غبرګونونه... Читать дальше...
په وروستیو کې له افریقايي هېواد مورېتانیا څخه هسپانیې ته د تلونکې کښتۍ اوښتو په پېښه کې د ۴۴ پاکستانیانو په ګډون ۵۰ تنه ووژل شول. هغه کښتۍ د جنورۍ پر ۱۶مه د مراکش له بندري ښار داخله ښار سره نېږدې ډوبه شوې وه. مرستندویه سازمانونه وايي چې په کښتۍ کې ۸۶ تنه سپاره ول چې ۳۶ یې ژغورل شوي. اسلام اباد وايي، په ژغورل شویو کې ۲۱ پاکستانیان دي چې ورسره د مرستو لپاره یې په رباط کې په خپل سفارت کې څانګه پرانیستې ده. په هغه پېښه کې د خیبر ضلعې د جمرود دوه تنه هم ورک شوي دي چې لا یې د مړ یا ژوندي پته نه ده لګېدلې. Читать дальше...
په افغانستان کې یوشمېر مدني فعالان وایي چې د دوی په سازماني یا ډله ییزو فعالیتونو کلک بندیز لګول شوی دی. دغه فعالان وایي چې د طالبانو عدلیې وزارت د سیاسي ګوندونو په څېر، د اکثرو مدني ټولنو جوازونه هم لغوه کړي دي.
د ترکیې په یو ۱۲ پوړیز هوټل کې د اور پېښې له کبله د وژل شویو شمېر ۷۶ تنو ته رسېدلی دی. د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د جنورۍ پر ۲۱مه شپې ناوخته وویل چې د ګرینډ کارتال هوټل په پېښه کې د وژل شویو ۵۲ تنو پېژندګلوي شوې ده. اسوشيېټېډ پرېس اژانس د نوموړي له خولې وايي، د پېښې پر مهال ۲۳۸ مساپر په هوټل کې مېشت ول. د کورنیو چارو وزیر زیاتوي چې چارواکو ته د اور اطلاع د جنورۍ پر ۲۱مه سهار پر ۲۷ باندې درو بجو ورکړل شوې وه او اور وژونکي پر پاو باندې څلورو بجو د پېښې په ځای کې ول. هغه هوټل د ترکیې د... Читать дальше...
د ترکيې په سلجوق ښارګوټي کې د جنورۍ پر ۱۹ مه د اوښانو د کبډي مېله وشوه چې لیدلو ته یې زرګونه خلک ورغلي ول. د اوښانو مالکان وايي دا کبډي د شرطونو یا جوارۍ ګټلو لپاره نه بلکې د نوم ګټلو لپاره يې کوي. دوی وايي اوښان ورته د خپلو اولادونو په څېر ښکاري او هڅه کوي چې په کبډي کې هم یو بل ژوبل نه کړي. د ترکيې په ځینو نورو برخو کې هم د اوښانو د کبډي وړې وړې میلې کېږي خو په سلجوق ښارګوټي کې شوې دا مېله یې تر ټولو لویه ده چې پکې سږکال ۱۲۰ اوښانو برخه اخيستې وه. د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ راپور.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости