Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2025

Новости за 08.01.2025

ایټالیوۍ خبریاله د ایران له زندانه ازاده او روم ته روانه شوه

Pa.azadiradio.com 

د ایټالیا چارواکي‌ وایي، د دوی د هېواد خبریاله چچیلیا سالا د ایران له زندانه خوشې او روم ته روانه شوې ده. د ایټالیا د صدراعظمې جورجا ملوني دفتر نن چهارشنبه ( د مرغومي ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې میرمن سالا د ډيپلوماتیکو او استخباراتي هڅو په پایله کې خوشې شوې. د ایټالیا صدر اعظمې جورجا ملوني پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر له هغو ټولو کسانو مننه کړې چې د دغې خبریالې په خوشې کېدو کې یې مرسته کړې. ایټالیوۍ خبریاله چیچیلیا سالا چې نهه ویشت کاله عمر لري، د لیندۍ یا قوس میاشتې په ۱۹مه ایران کې ونیول شوه. Читать дальше...

په ګلګت بلتستان کې د بجلۍ لوډشیډېنګ پرضد مظاهره دوام لري

Mashaalradio.com 

د پاکستان تر واک لاندې د ګلګت بلتستان د هنزې په علي اباد کې ځايي اوسېدونکو شپږو ورځو راهیسې د برېښايي پارچاو (لوډشیډېنګ) پرضد احتجاج ته دوام ورکړی دی. هغوی د قراقرم پر لویه لاره خیمه لګولې او پرلت یې وهلی دی. د احتجاج له وجې د پاکستان او چین ترمینځ سوداګري هم درېدلې ده او پر لویه لاره په سامانونو بار ګڼ ګاډي ولاړ دي. په دې اړه د ځايي خبریال کامران علي ویډیويي رپورټ وګورئ.

اوکراین د روسیې یوه هوایي اډه کې د تيلو زیرمه ویشتې ده

Pa.azadiradio.com 

اوکراین وایي، د روسیې په جنوبي سیمه سرتوف کې یې د تيلو یوه ډيپو په نښه کړې ده. برید نن چهارشنبه ( د مرغومي ۱۹مه) په یوه ستراتیژیکه هوایي اډه کې د تيلو پر زیرمې شوی چې د اوکراین د لوی درستیز په خبره " روسي اشغالګرو" ته یې د لوجستیک په برخه کې ستونزې پیښې کړي دي. خبر کې راغلي چې دغه برید د یوې اوکراینۍ وسلې په مټ شوی دی، نه د هغو وسلو په مټ چې لویدیځو هېوادونو اوکراین ته ورکړي دي. روسي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د اوکرایني چاروکو په خبره دغې اډه کې د چاودنو غږ اوریدل شوی او اور بل شوی دی.

ټرمپ: طالبانو ته میلیارډونه ډالر استول د نه منلو دي. طالبانو غبرګون ښودلی

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغه چې د امریکا د استازو د جرګې د بورچټ ټیم غړو د امریکا له خوا له افغانستان سره مرسته، چې د دوی د ادعا له مخې طالبانو ته استول کیږي، د بندیدو غوښتنه وکړه. د امریکا منتخب ولسمشر طالبانو ته دده په وینا د امریکا له خوا"د ملیاردونو ډالرو " استول د "نه منلو وړ" بللي دي.

بغلان کې پر دوو علماوو د ډزو مسولیت داعش ومانه

Pa.azadiradio.com 

د رسنیو د راپور له مخې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې په بغلان کې پر دوو دیني علماو د برید مسولیت منلی دی. په بغلان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند شیر احمد برهاني خبریالانو ته ویلي و چې دوه دیني علما تېره ورځ د نا پیژنده وسله والو تر برید لاندې راغلي چې یو یې وژل او یو بل یې سخت ټپي شوی دی. د برهاني په خبره دغه دوه کسان د سې شنبې په ماښام له یوې میلمستیا کور ته پر لاره وو چې وسله والو پرې ډزې وکړې. دغه برید کې وژل شوی دیني عالم عبدالرزاق یاد شوی دی. داعش تر دې وړاندې بغلان کې... Читать дальше...

افغان خبریال مهدي انصاري په یو نیم کال بند محکوم شوی دی

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د طالبانو یوې محکمې د ( افغان خبري اژانس) خبریال مهدي انصاري په یونیم کال بند محکوم کړی دی. د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان نن چهارشنبه ( د مرغومي ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي مهدي محکومیت تایید کړی او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې د هغه ازادۍ ته سملاسي اقدام وکړي. د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه رسمي تبصره نه ده کړې. مهدي انصاري د روان لمریز کال د تلې/میزان په میاشت کې د کابل پل سرخ سیمه کې له دفتره تر وتلو وروسته تري تم شو. د طالبانو حکومت هغه مهال د خپلو استخباراتو له خوا د مهدي انصاري د نیولو خبرونه رد کړل. Читать дальше...

په ۲۰۲۵ز کال کې د پاکستان سیاسي منظرنامه څنګه کېدای شي؟

Mashaalradio.com 

د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په نوي ۲۰۲۵ز کال کې په پاکستان کې پر ممکنه سیاسي منظرنامې بحث شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د نوي کال پیل د مخالف ګوند تحریک انصاف او واکمن مسلم لیګ (ن) ترمینځ له مذاکراتو وشو، البته اوس هغه خبرې اترې د اختلافاتو له امله د ځنډ سره ښکار شوې دي. بشپړه خپرونه وګورئ.

محمود خان اڅکزي له افغانستان سره د غځېدلو ټولو لارو د خلاصېدو غوښتنه کړې ده

Mashaalradio.com 

اڅکزي د جنورۍ پر اوومه په چمن کې د خپل ګوند په کوربه توب ولسي جرګې ته په وینا کې وویل چې د افغانستان کورني او بهرني قوتونه دې د هغه هېواد د خپلواکۍ د خوندیتوب او بیارغونې لپاره خپل کردار ترسره کړي.



امریکا ته د افغانانو د تخلیې هوکړه تمدید شوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي، حکومت یې د افغانانو د تخلیې له ایتلاف (Afghanevac) سره هوکړه لیک تمدید کړ. ښاغلي بلینکن پرون ناوخته پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي‌ چې دا اقدام امریکا ته  هغو افغانو د لېږد په هدف شوی چې افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړی دی. دا کار داسې مهال کیږي چې افغانستان کې د امریکایانو پخواني یوشمېر کارکوونکي لا هم پاته دي او شکایت کوي چې امریکا ته د لېږد چارې يې ټکنۍ روانې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي، دوی د دغو افغانانو لېږد... Читать дальше...

د بریتانیا ځانګړو ځواکونو منلې چې افغانستان کې یې بې ګنا کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو یوشمېر سرتیرو چې افغانستان کې يې ماموریت کړی ویلي د " مشکوکو طالب وسله والو" په ضد د دوی عملیاتو کې بې ګنا افغانان وژل او ټپیان شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چې نن چهارشنبه یې خپور کړی، ځانګړو سرتیرو دغه څرګندونې د هغه خپلواک تحقیق پر مهال کړي چې دفاع وزارت یې د بي بي سي له یوې څیړنې وروسته امر کړی و. د بي بي سي په څیړنه کې راغلي چې د بریتانیا ځانګړو هوایي ځواکونو لس کاله وړاندې د مشکوکو سخت دریځو په ضد عملیاتو کې ۵۴ کسان وژلي چې خپلو پوځي پولیسو ته یې په اړه معلومات نه دي ورکړي. Читать дальше...

ټرمپ: طالبانو ته د پیسو لېږل د منلو نه دي او دا کار به نور نه کیږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا منتخب ولسسشمر ډونالډ ټرمپ وایي، د طالبانو حکومت ته د میلیاردونه ډالرو لېږل د " نه منلو وړ" کار دی. ټرمپ پرون سه شنبه په فلوریدا کې د یوه خبري کانفرانس پر مهال دغې موضوع ته اشاره وکړه او وې ویل، اوسني ولسمشر جوبایډن د امریکا میلیاردونه ډالره شتمني له هېواده ایستلې ده. هغه د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو ته د میلیونونه ډالرو لېږلو په اړه څه نظر لري، وویل: " دا ان د منلو نه دي، میلیونونه هم نه، میلیاردونه ډالر دي چې مونږ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ورکړي دي.... Читать дальше...

د طالبانو په واکمنۍ کې "پټ هنرمندان" څنګه د رباب وطني نغمې ژوندۍ ساتي؟

Mashaalradio.com 

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، په افغانستان کې د حکومت تر نيولو وروسته، پر موسیقۍ بندیز لګولی دی. زیاتره هنرمندان د ژوند خوندي کولو لپاره نورو هېوادونو ته کډه شوې دي. طالبانو د واکمنۍ په مهال، د موسیقۍ ډېرې الې ماتې کړې دي او اوس، د افغانستان د موسیقۍ ملي‌اله، او د نړۍ په کچه پېژندل شوی رباب له خاموشه کېدو سره مخ دی. خو په کابل کې د ګوتو په شمېر پاتې هنرمندان کوښښ کوي چې د رباب نغمې ژوندۍ او د وطن سندرې غږېدلې پاتې شي. په دې ويډيو کې د هغوی د امنیت ساتلو لپاره د هغوی مخونه نه دي ښودل شوي. د... Читать дальше...

بغلان ولایت کې د ناپیژانده وسله والو په برید کې یو دیني عالم وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

په بغلان ولایت کې د وسله والو په برید کې یو دیني عالم وژل شوی او یو بل ټپي دی. د بغلان ولایت د امینې قومندانۍ ویاند شیراحمد برهاني د افغانستان کورنیو رسینو سره په خبرو کې ویلي، "دا دیني عالمان د سه شنبې په ماښام له یوې مېلمستیا د کور پر لور روان وو، چې برید پرې وشو". د برهاني په خبره، په برید کې د عبدالرزاق په نوم یو دې عالم وژل شوی او بل سخت ټپي شوی دی. د بغلان د امینې قومندان په دې اړه چې بریدکوونکې نیول شوي یا نه، څه نه دي ویلي. که څه تراوسه د دغې برید مسولیت کوم چا یا کومې ډلې نه دی... Читать дальше...

په تبت کې زلزلې له ۱۲۶ ډیر کسان وژلي او ۳۰ زره نور يې د کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي

Pa.azadiradio.com 

چینايي چارواکو ویلي، د همالیه غرونو په لمن کې د زلزلې له کبله د ودانیو تر لاندې د ورکو کسانو د پلټنې عملیات لا هم دوام لري. د دغو چارواکو په خبره، تراوسه څه باندې څلورسوه کسان ژوغورل شوي دي. د چین دولتي سي سي ټي وي تلویزیون د راپور له مخې، یوازې په تبت کې ۱۲۶ کسان وژل شوي او ۱۸۸ نور ټپیان دی. د چین په تبت کې پرون سه شنبې د ایورست غرونو په ۸۰ کیلومټرۍ کې د ریښتر په کچه ۶،۸ درجې زلزله وشوه، چې په وروستیو څو کلونو کې په سیمه کې تر ټولو قوي زلزله وه. دغې زلزلې په ګاونډیو هیوادونو له هغې ډلې... Читать дальше...

ابومسلم فراه د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې د فراه ابومسلم ټیم قهرمان شو. په دغې لیګ کې د سه شنبې په ورځ د جنوري په ۷مه دوه لوبې ترسره شوې. په لومړۍ لوبه کې خراسان فاریاب ۳ د ۲ پر وړاندې عدالت فراه ته ماتې ورکړه او په وروستۍ لوبه کې  که څه هم اټک انرژي د استقلال کابل لوبډلې ته ۶ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه، خو د اتلولۍ مقام ته ونه رسېده. د اټک انرژي لوبډله چې تېر کال یې اتلولي ګټلې وه، سږکال یې هم نومرې له ابومسلم فراه سره مساوي وې، خو تر ابو مسلم فراه یې کم ګولونو وهلي وو نو له همدې کبله یې دویم مقام ترلاسه کړ. Читать дальше...

د نجونو پر زده کړو بندیز، تازه طالبانو په بامیانو کې نجونو ته نوی ښوونځی جوړ کړی دی

Pa.azadiradio.com 

که څه هم پر افغانستان د ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بندې شوې، خو تازه طالبانو د بامیانو ولایت د کهمرد ولسوالۍ په "دشت سفید" کلي کې د نجونو د یوه نوي ښوونځي د پرانستو خبر ورکړی دی. د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، دا ښوونځی د ارغوشه خیریه بنسټ په مالي مرسته جوړ شوی دی. د باختر په راپور کې وړاندې راغلي، په دې ښوونځي کې له شپږم ټولګیو ښکته نجونو ته د زده کړې زمینه برابره شوې ده. طالبانو په افغانستان... Читать дальше...

برازیل د اذربایجاني الوتکې د سقوط د علتونو په اړه څیړنې بشپړې کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د برازیل د هوايي ځواکونو څیړنیز مرکز، قزاقستاني چارواکو د الوتکو د پروازونو هغه معلومات سپارلي چې د الوتکو له پروازونو يې ضبط کړي. دا معلومات د هغه اذربایجاني هوايي شرکت په اړه دي چې تیره میاشت یې یوې الوتکې سقوط وکړ. دغې څیړنیز مرکز په یو بیان کې ویلي، معلومات يې د امبرایر الوتکې له کابینونو چې په برازیل کې جوړه شوې وه، تکمیل کړي او څیړنیز ټیم ته يې سپارلي دي. د قزاقستان چارواکو د تیرکال د ډسمبر په ۲۹مه اعلان کړی و چې د دې الوتکې ضبط شوي معلومات د اذربایجان د ولسمشر الهام علي اف د هغوو تورونو... Читать дальше...

په لودیزه غاړه کې د اسراییلي پوځیانو په بریدونه کې درې فلسطینیان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

پر اشغال شوې لودیزې غاړې د اسراییلو په بریدونو کې درې فلسطینیان چې د اسراییلو پوځ يې "شبه نظامیان" بولي وژل شوي دی. د اسوشیټدپرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا بریدونه د سه شنبې په ورځ د جنوري په ۷مه وروسته له هغه شوې چې په لودیزه غاړه کې پرون دوشنبې پر یوه موټر په برید کې درې اسراییلي وګړي ووژل شول. حماس ډلې په یو بیان کې پر اسراییلي وګړو د برید ستاینه کړې وه، خو د برید مسولیت يې نه و منلی. حماس وسله واله ډله د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د یو ترهګریز سازمان په توګه پیژندل کیږي. حماس... Читать дальше...

سهیل شاهین په دوحه د افغان سفارت د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په دوحه کې د طالبانو د حکومت د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.   طلوع نیوز د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې نوموړی په دوحه کې د افغان سفارت چې د طالبانو په واک کې دی، د سفیر په توګه ټاکل شوی دی. د راپور پر بنسټ، په دوحه کې د افغان سفارت پخوانی سرپرست محمد نعیم د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په توګه مقرر شوی دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې راهیسې له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي حکومت يې د هیڅ هېواد له لورې په... Читать дальше...




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России