Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2025

Новости за 07.01.2025

په پاکستان میشت افغان کډوال: د پاکستاني امنیتي ځواکونو له ویرې جوماتونو کې پټ شوي یو

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د څه باندې اته سوه افغان کډوالو له نیولو وروسته د دې هیواد د مرستیال کمشینر دفتر وايي، " یوازې هغه بهرني اتباع له پاکستانه باسي چې په دې هیواد کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري". دې دفتر د سه شنبې په ورځ د جنوري په ۷مه د یو بیان په خپرولو سره د افغان کډوالو په اړه ویلي، "هغه افغانان چې د پي او ار، ای سي سي کارتونه، ویزې او دریمو هیوادونو ته د تګ په تمه دي له پاکستانه نه باسي". د دې دفتر په بیان کې راغلي، د اسلام اباد ملکي ادارې د کډوالو ټولو حقونو ته ژمنې دي. په اسلام اباد کې... Читать дальше...

امریکايي رسنۍ: د بایډن اداره په پټه له طالبانو سره د زندانیانو پر تبادلې خبرې اترې کوي

Pa.azadiradio.com 

امریکايي وال سټریټ ژورنال ورځپانې د سه شنبې په ورځ د جنوري په ۷مه راپور ورکړی چې د بایډن اداره د طالبانو له حکومت سره پر داسې توافق خبرې اترې کوي چې پر بنسټ يې په افغانستان کې د طالبانو په بند کې درې امریکايي وګړي د القاعده شبکې له هغې مشهور زنداني سره چې په ګوانتانامو بندي دی او د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعده شبکې سره يې اړیکې درلودې، تبادله کړي. د وال سټریت ژورنال د راپور له مخې، د بایډن اداره غواړي درې امریکایان رایان کوربټ، جورج ګلیزمان او محمود حبیبي چې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له خوا... Читать дальше...

ازادي راډیویي مجله: د پوهاند حسن کاکړ اتم تلین

Pa.azadiradio.com 

په دې خپرونه کې مو د پوهاند کاکړ د تاریخ لیکنې په اړه د تاریخ د دوو پوهانو نظر اخیستی. لیکوال او شاعر محمد وسیم مومند وفات شو. په افغانستان کې به په دوه زره څلرویشتم کال کې د کتابونو د چاپ او د کډوالۍ په نوم د یوه نوي اثر په اړه هم واورئ.

کشمير کې د واورو تر ورېدو وروسته سيلانيان ورمات شوي

Mashaalradio.com 

د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې د واورو ورېدو لړۍ پیل شوې چې ځايي خلک ورته ډېر خوشاله دي. دوی وايي د واورو د ورښت له امله ټول کال اوبه او بجلي ترلاسه کوي او د واورو د لېدو لپاره سیلانیان هم ورځي چې ورسره د دوی روزګارونه روان دي. بلخوا سیلانیان وايي چې کشمیر هسې هم ډیر ښکلی دی خو د واورو له ورښت سره یې ښکلا یو په دوه شي. په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ راپور .

د سولي پر تړون سربېره کورمه ولې له ناکرارۍ سره مخامخ ده

Mashaalradio.com 

په کورمه کې د شيعه او سني ډلو د مشرانو لخوا د سولې پر تړون سربېره د امنیت وضع ترینګلی ده او د پاړه چینار لویه لاره تړلې پرته ده. بلخوا په بګن کې مظاهرچیان وايي چې باید حکومت هلته د اوښتو تاوانونو معاوضه ورکړي. په عين حال کې د خيبر پښتونخوا حکومت وايي چې د سولې د تړون عملي کولو او د ولس د ستونزو هوارولو لپاره اقدامات کوي. نن "د کرښې پر غاړه" اونيزه خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی.

د پوهنتونونو له استادانو د اسلامیاتو ازموینې غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت وایي، د پوهنتون له استادانو د اسلامي زده کړو ازموینه اخلي. دغه ګام بیا د پوهنتون د استادانو غبرګونونه پارولي او دغه استادان وایي، له دوی څخه د اسلامي زده کړو د ازموینې هدف له پوهنتونونو د دوی د حذفولو هڅه ده.

نورستان کې هم د ژوندیو موجوداتو د انځور پر خپریدو بندیز ولګېد

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د نورستان په مرکز پارون کې د امرباالمعروف او نهي عن المنکر ریاست سیمه ییزو چارواکو ته امرکړی چې د ژوندیو موجوداتو د عکسونو اخیستل او خپرول په رسمي ډول منع کړي. دې مرکز چې له افغانستان څخه بهرفعالیت کوي نن سې شنبې په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د دغه محدودیت د پراخیدو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې هغه به د رسنیو د کاري بهیر او اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې منفي اغیزې ولري. د اعلامیې له مخې نورستان د افغانستان شپږم ولایت دی... Читать дальше...



پاکستان کې افغان سفارت: سلګونه ویزه لرونکي افغانان نیول شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو ترکنټرول لاندې فعالیت کوي، په اسلام آباد کې د نیول شویو شاوخوا اته سوه افغان کډوالو په غبرګون کې ویلي چې دغه کډوال، معتبرې ویزې، د پي او آرکارټونه اود افغانستان د تابعت کارټونه، ACC لري. دې سفارت پرون دوشنبې پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې په یوه بیان کې ویلي، د دې لپاره چې په پاکستان کې افغان کډوال ونه نیول شي، د (NOC) یا د اعتراض نه کولو په نوم سند ته اړتیا لري چې ترلاسه کول یې ډیرسخت دي. دې سفارت همدارنګه ویلي چې د دغو... Читать дальше...

د انګلستان کرکټ بورد: له افغانستان سره د لوبو د لغوه کولو د یو اړخیز اقدام پلوی نه کوو

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د انګلستان د را روانې میاشتې د لوبې د لغوه کولو په اړه د بریتانیا د یوشمیرسیاستوالو د غوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې اړه د کرکټ د نړیوالې شورا د ټولو غړیو د ګډ دریځ ملاتړ کوي نه د یواړخیزاقدام.

د چین په یوه غرنۍ سیمه کې زلزلې لسګونه کسان مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

له نيپال سره نژدې د چين په لويديځه غرنۍ سيمه کې کې نن سهار د یوې زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه ۵۳ تنه مړه شوي دي. د راپورونو له مخې په داسې حال کې چې له زلزلې وروسته په سیمه کې په لسګونه ټکانونه محسوس شوي، ډیرکسان تراوسه د نړیدلو ودانیو لاندې بند پاتې دي د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپورله مخې د دغې زلزله له امله ۶۲ کسان ټپیان شوي دي.  د دولتي رسنیو د راپور ونو له مخې شاوخوا زر کورونه ویجاړ شوي دي. د امريکا د جيولوجيکي سروې ادارې ويلي، د دغې زلزلې چې مرکز يې د تبت په سيمه کې لس کيلومتره... Читать дальше...

د بریتانیا یو شمېر قانون پوهانو له افغانستان سره د کریکټ لوبو د لغوه کېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د پارلمان یوشمیرغړیو له انګلستان څخه غوښتي چې راتلونکې میاشت د افغانستان په وړاندې د کرکټ د چمپینز ټرافي لوبه بایکاټ کړي او ویلي یې دي چې د انګلستان کرکټ بورډ (ECB) باید د طالبانو له لوري د ښځو د ځپنې په وړاندې دریځ ونیسي. ټاکل شوې ده چې انګلستان د فبرورۍ میاشتې په ۲۶مه د پاکستان په لاهور کې په یوه ګروپ کې له افغانستان سره لومړنۍ لوبه وکړي. د رویترز خبري آژانس د راپورله مځې د دوشنبې په ورځ له ۱۶۰ څخه زیاتو سیاستوالو په یوه لاسلیک شوي لیک کې د انګلستان له لوبغاړو او چارواکو څخه غوښتي... Читать дальше...

اسلام اباد کې يو جرمن سفارتکار په خپل کور کې مړ موندل شوی

Mashaalradio.com 

د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د جرمني يو سفارتکار په خپل کور کې مړ موندل شوی دی. د اسلام اباد پوليسو مشال راډيو ته ويلي دي چې د جرمني د سفارت کارکوونکو د دويم سېکرټري تامس جورګن مړی د جنورۍ پر شپږمه د هغه په اپارتمان کې موندلی وو. پوليسو زياته کړې ده چې د جرمني سفارتي عملې د جنورۍ پر شپږمه هغوی ته وويل چې تامس جورګن  له دوو ورځو راهيسې دندې ته نه وو تللی او همکاران يې د هغه د غير حاضرۍ له امله اندېښمن ول، او کله چې د هغه په لټون پسې اپارتمان ته ورغلل نو هلته يي د نوموړي مړی وموند. دا جرمن... Читать дальше...

افغانه وکیله د پېښور په یوه کوڅه کې منتو خرڅوي

Mashaalradio.com 

یوه افغانه پېغله په پېښور کې د سړک پر غاړه د افغانستان دودیز خواړه "منتو" خرڅوي. هغه وایي چې په افغانستان کې یې د قانون زده کړې کړې دي، خو اوس یې د مجبورۍ له کبله د منتو خرڅولو ته مخه کړې ده. دا نجلۍ زیاتوي چې د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته پېښور ته راغلې ده خو کورنۍ یې په افغانستان کې ده. نوموړې وایی ټولې خویندې او وروڼه ترې کشران دي، او دا د منتو څخه لاسته راوړې پیسې خپلو کشرانو او مور ته استوي.ویډیویي راپور کې.

د چین یوه برخه کې څه ډول ناروغي خپره شوې ده؟

Mashaalradio.com 

نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې پر یوې تنفسي وایرسي ناروغۍ غږېدلي یو چې په وروستیو کې یې په چین کې زیاتې پېښې ثبت شوې دي. خو روغتیاپالان انساني مېټانمونیو وایرس (اېچ اېم پي وي) خطرناکه نه بولي او وايي چې له کبله یې د پېښېدونکې ناروغۍ علامات عادي یخ یا زکام ته ورته وي. له دې پرته مو د بېلابېلو روغتیايي ستونزو په اړه د اورېدونکو پوښتنې هم ځواب کړې دي. بشپړه خپرونه واورئ.

اوچا وايي، سږ کال نیمايي افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) راپور ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه خلک، چې د نفوس تقریباً نیمه برخه جوړوي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو اړتیا ولري. اوچا ویلي چې په افغانستان کې د خوراکي موادو بحران لا هم جدي دی، او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې به ۱۴.۸ میلیونه خلک، چې د نفوس نژدې درېیمه برخه جوړوي، خوراکي موادو او کرنیزو مرستو ته اړتیا ولري. د ملګرو ملتونو دا اداره زیاتوي چې د اوبو، او روغتیایي خدماتو له نشتوالي سره یوځای د خوراکي توکو سخت کمښت د خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ده. Читать дальше...

طالبانو ویلي، د خصوصي پوهنتونونو له استادانو ازموینه اخلي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د هېواد ټولو خصوصي پوهنتونونو ته ویلي چې له خپلو استادانو د هغوی د سویې او تخصص د معلومولو لپاره لیکلې او شفاهي ازموینې واخلي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په وینا، دا ازموینې د لوړو زده‌کړو په موسسو کې د استادانو د وړتیاوو د ارزولو لپاره ترسره کېږي. د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت له رسمي لیک سره سم، چې پرون (دوشنبې) رسنیو ترلاسه کړ، دا ازموینې به د ځانګړې کمېټې له‌خوا څارل کېږي چې مشري به یې د طالبانو د "اسلامي تخصصاتو ریاست" ريیس کوي. په دې کمېټه کې به د پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځیو ريیسان او د هر ولایت یو استاد هم شامل وي. Читать дальше...

د ایران د انرژۍ وزارت وايي، له افغانستانه د خپلو اوبو حق غواړي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي چې تهران به له افغانستان سره له ګډو او سرحدي سیندونو څخه د خپلو اوبو د حق د ترلاسه کولو لپاره ټولې موجودې وسیلې وکاروي. د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، بقايي ټینګار وکړ چې دا موضوع له هغه وخته د ایران لپاره په لومړیتوب بدله شوې، چې افغانستان د بندونو جوړول پیل کړل. بقایي پرون (دوشنبې) د افغانستان د بندونو د پروژو په اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل: «د بهرنیو چارو وزارت، د ملي ډیپلوماسۍ د مسوول په توګه، په پر له پسې ډول له ګډو... Читать дальше...

د امریکا کانګرس په رسمي بڼه په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بریا تصدیق وکړ

Pa.azadiradio.com 

د کانګرس د ګډې جرګې مشري د امریکا اوسنۍ مرستیال ولسمشرې او په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ سیالې کمالا هریس کوله. اغلې هریس د امریکا د راتلونکي ولسمشر په توګه د ۳۱۲ ټاکنیزو پلاوو په ګټلو د ډونالډ ټرمپ بریا تصدیق کړه. هغې همدارنګه د ۲۲۶ ټاکنیزو پلاویو په ترلاسه کولو خپله ماته هم تایید کړه.

د اسلامي همکارۍ سازمان د افغان نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز په اړه غونډه جوړوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده‌کړې: ننګونې او فرصتونه» تر سرلیک لاندې د جنورۍ په ۱۲-۱۱ مه د پاکستان په اسلام‌اباد کې غونډه وکړي.

بلینکن د روسیې کورسک سیمه د اوکراین لپاره په خبرو کې مهمه وبلله

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن، پرون (دوشنبې) اعلان وکړ چې د روسیې په کورسک سیمه کې د اوکراین موقعیت په هر ډول راتلونکو خبرو کې ډېر اهمیت لري. بلینکن ټینګار وکړ، د جو بایډن حکومت، چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له پراخ برید وروسته کییف ته میلیاردونه ډالره امنیتي مرسته ورکړې، غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې «اوکراین په خبرواترو کې برلاسی دی.» نوموړي د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې خبریالانو ته وویل: «د اوکراین دریځ په کورسک کې ډېر اهمیت لري ځکه چې دا به په راتلونکي کال کې... Читать дальше...




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России