ازادي راډيویي مجله: په افغانستان کې څرنګه ناول لیکنه غوړیدلی شي
په دې خپرونه کې به د ناول لیکنې په اړه واورئ چې څرنګه یې بازارونه لاپسې غوړیدلی شي. د جرمني-پښتو قاموس مولف ډاکټر اکرم ملکزی د قاموس لیکنې تجربې راسره شریکوي. شعر لرو او کیسه هم

په دې خپرونه کې به د ناول لیکنې په اړه واورئ چې څرنګه یې بازارونه لاپسې غوړیدلی شي. د جرمني-پښتو قاموس مولف ډاکټر اکرم ملکزی د قاموس لیکنې تجربې راسره شریکوي. شعر لرو او کیسه هم
په اسلاماباد کې خبریالانو د برېښنایي جرمونو مخنیوي ترمیمي قانوني مسودې د منظورېدو پر ضد احتجاج کړی دی. د احتجاج پر مهال د پولیسو او خبریالانو ترمنځ اخوډب هم شوی دی. خبریالان وايي چې د نوي قانون له لارې حکومت غواړي رسنۍ او خبریالان وتړي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سېنېټ نن (جنورۍ ۲۸مه) د هېواد د برېښنايي جرمونو د مخنیوي قانون "پیکا" کې هغه جنجالي ترمیمونه بېل منظور کړ چې خبریالانو او اپوزیشن یې مخالفت کاوه. د پيکا ۲۰۱۶م ترمیمي بېل په داسې حال کې منظور شوی چې د سېنېټ د غونډې د پوښښ لپاره... Читать дальше...
د جنورۍ پر ۲۲ مه د سوریې (شام) په طرطوس بندر کې د روسيې دوه بار وړونکې کشتۍ ولیدل شوی چې دا په ظاهره له سوریې څخه په پراخ کچ د روسي پوځي تجهیزاتو دایستلو د پلان برخه ده. د سوریې بندرونو ته د لاسرسي په بایللو سره که یوې خوا ته په منځني ختیز کې د روسیې ستراتېژي له ننګونو سره مخ ده، نو بلخوا دا پوښتنه هم ده چې اوس به د روسیې د سمندري ځواک بیړۍ په کومه ځي.؟ په بار وړونکیو کښتیو کې د درنو وسلو سلګونه برخې، توپخانې او د مهماتو بکسونه دي چې د حفاظت لپاره يې د روسيې سرتېري ګمارل شوي دي. دغو بېړیو ته تر اوږد انتظار وروسته بندر ته لاسرسی ورکړل شوی دی.
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په بلوچستان ایالت کې یې د وسله والو یو برید شنډ کړی دی. پوځ نن په یوه بیان کې وویل چې اسلامپالو وسله والو هڅه کوله په چاودېدونکو توکو بار یو موټر په قلعه عبدالله ولسوالۍ کې د پوځ په پوسته کې والوزوي، خو بیان زیاتوي چې د پوځ سرتېرو د بریدګرو مخه ونیوله او په نتیجه کې یې موټربم د پوستې له دېوال سره ولګېد او وچاودېد. د پوځ د بیان له مخې په دې برید کې دوه پاکستاني سرتېرې ووژل شول. د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وخت ناوخته پر پوځ او امنیتي ځواکونو حملې کېږي چې مسوولیت یې... Читать дальше...
د پاکستان سېنېټ نن (جنورۍ ۲۸مه) د هېواد د برېښنايي جرمونو د مخنیوي قانون "پیکا" قانون کې هغه جنجالي ترمیمونه بېل منظور کړ چې خبریالانو او اپوزیشن یې مخالفت کاوه. د پيکا ۲۰۱۶م ترمیمي بېل په داسې حال کې منظور شوی چې د سېنېټ د غونډې د پوښښ لپاره ورغلي هلته ناست خبریالان احتجاجاً ووتل. د ۲۰۲۵ز کال د برېښنايي جرمونو د مخنیوي قانون ترمیمي بېل (پیکا) کې د اې ۲۶م مادې اضافه شوې، چې تر مخې يې انلاین "جعلي خبرونو" خپرونکو ته سزا ورکوي. په دې ترمیمي بېل کې ویل شوي چې هر هغه څوک چې په قصدي ډول ناسم معلومات... Читать дальше...
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) وايي چې که د افغانستان لپاره په بشري مرستو کې کمښت راشي نو په روان ژمې کې به ميليونونه افغانان له لوږې سره مخ شي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم د یو فرمان په لاسلیکولو ټولې بهرنۍ مرستې يې د ۹۰ ورځو لپاره ځنډولې وې. د ملګرو ملتونو د شمیرو ترمخې په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې د بشري مرستو له ۴۰ فیصده زياته برخه امریکا برابره کړې وه. منورشاه د رویټرز اژانس له ویډیوګانو رپورټ جوړ کړی دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې په کوټه کې شوې ولسي جرګې غوښتنه کړې چې د پاکستان حکومت دې له افغانستان سره ټولې تړلې لارې زر تر زره خلاصې کړي. د جنورۍ پر ۲۷مه پای ته رسېدلې جرګې ۱۶ قراردادونه منظور کړل. د جرګې په قراردادونو کې د پښتنو په سیمو کې د ناامنۍ په اړه اندېښنه څرګنده شوې. په قراردادونو کې دا غوښتنه هم شوې چې د پاکستان حکومت دي هغو افغانانو ته شهریت (تابعیت) ورکړي چې په پاکستان کې زېږېدلي او زدهکړې يې کړې دي. حکومتي چارواکو په دې اړه لا څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې ویلي چې د امن پر ځای کولو ته ژمن دی. Читать дальше...
ازبکستان د افغانستان د طالبانو له حکومت سره موافقه کړې چې د حیرتان-مزار شریف پر ریللارې د اورګاډی د تګ راتګ د عملیاتو او ساتنې قرارداد اوږد کړي. د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت د جنورۍ پر ۲۷مه وویل چې دا موافقه تاشکند ته د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ریللارو د ادارې د مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده د سفر او د ازبکستان د ټرانسپورټ له وزیر الهام مخاموف سره په کتنه کې وشوه. د طالبانو د ریللارو د ادارې مرستیال د جنورۍ له ۲۱مې څخه تر ۲۳مې پورې په تاشکند کې وو. په دې کتنه کې د ټرانس-افغان ریللارې... Читать дальше...
ثنا خان ښايي لومړۍ ښځه وي چې په پېښور کې ټیکسي چلوي. هغه د ورځې تر دوو بجو پورې په پوهنتون کې زده کړې کوي او په مازیګر کې ټیکسي چلوي. هغه وايي، د ټیکسي د چلولو له امله يې ځینې خپلوانو ورسره اړيکې پرې کړې دي، خو ځینې کسان يې بیا ستاینه کوي. نور په ویډیويي مرکه کې.
ازبکستان د افغانستان د طالبانو له حکومت سره موافقه وکړه چې د حیرتان-مزار شریف پر ریللارې د ریلګاډي د تګ راتګ د عملیاتو او ساتنې قرارداد اوږد کړي. د ازبکستان د ترانسپورت وزارت پرون وویل چې دا موافقه تاشکند ته د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ریللارو د ادارې د مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده د سفر او د ازبکستان د ترانسپورت له وزیر الهام مخاموف سره په کتنه کې وشوه. د طالبانو د ریللارو د ادارې مرستیال د جنورۍ له ۲۱مې څخه تر ۲۳مې پورې په تاشکند کې و. په دې کتنه کې د ترانس-افغان ریللارې د پروژې... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې د نجونو او ښځو له حقونو نیولې تر ملکي مرګ ژوبلو، اعدامونو او بدني مجازاتو پورې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
اسراییل وایي چې د هغه لیست پر اساس چې د یکشنبې په شپه یې د حماس له خوا ترلاسه کړی، له هغو ۳۳ یرغمل شویو څخه چې د اوربند او د یرغمل شویو د آزادۍ په لومړني پړاو کې له غزې څخه خوشې کېدل، اته تنه مړه شوي دي.
ملګروملتونو ویلي چې تاجکستان باید د افغان کډوالو ایستل ودروي. ملګروملتو دا غوښتنه وروسته له هغې وکړه چې تاجکستان تېره میاشت لسګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستول. د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې دوی معلومات ترلاسه کړي چې د دسمبر په میاشت کې له تاجکستان څخه لږ تر لږه ۸۰ افغان کډوال افغانستان ته ایستل شوي دي. دغه اداره زیاتوي چې ډېری ایستل شویو کسانو قانوني اسناد او د کډوالۍ کارتونه هم لرل. دا اداره زیاتوي چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه شاوخوا ۹ زره افغان کډوال په تاجکستان کې مېشت وو.
د استرالیا د کرکټ د ادارې اجرايي ريیس پرون (دوشنبې) په ملبرن کې د افغانستان د ښځو د کرکټ د جلاوطنه لوبډلې د یوې نمایشي مسابقې د تابیا خبر ورکړ. د افغانستان د ښځو کرکټ لوبډله به، چې په استرالیا کې له مېشتو افغان کډوالو څخه جوړه ده، د پنجشنبې په سهار د مېلبرن په جنکشن اوول کې د وِدهاؤټ بورډرز XI پر وړاندې شل اوریزه لوبه وکړي. دا لومړی ځل دی چې دوی د طالبانو له واک ته رسیدو او له خپل هېواد څخه له وتلو وروسته په یوه لوبډله کې رایوځای کېږي. د دې ټیم نیمایي لوبغاړې په کانبیرا کې او نیمايي نور په مېلبرن کې اوسي. Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د بامیان ولایت د سربو او جستو د ۵ کانونو د استخراج قراردادونه له څو شرکتونو سره لاسلیک کړل. دې وزارت پرون (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کانونه په یکاولنګ ولسوالۍ کې موقعیت لري او د هغو قراردادونه یې له افغان جرمن، الحرمین، ګاما ایګل، کندهار خوګیاڼي او موسی سلطان شرکتونو سره لاسلیک کړي دي. ټاکل شوې ده چې یاد شرکتونه پر دغو کانونو یو میلیارد او اووه سوه میلیون افغانۍ پانګونه وکړي. خبرپاڼه زیاتوي چې دا قراردادونه د ۵ کلونو لپاره دي او بیا تمدید کېدای شي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости