Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2025

Новости за 05.01.2025

د طالبانو تر واک لاندې د خال وهونکو کاروبار او ستونزې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د خال لګولو یا خالکوبۍ او ټټوکارانو پر وړاندې ننګونکى وضعیت. ځينې ټټو کاران وايي په تېرو درېيو کلونو کې په خپلو کارونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي او ان څو ځله یې د نیول کېدو او شکنجې له وېرې خپل کاري ځایونه بدل کړي.

د کابل کوڅو کې د وچې شوې ډوډۍ د اخیستو کاروبار پیکه شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو او بې وزلۍ له امله اوس په کوڅو کې په وچې شوې ډوډۍ خواړه او توکي نه اخلي. په افغانستان کې له پخوا راهیسې دود و چې یو شمېر خلکو به وچه شوې ډودۍ ساتله او د کور په کوڅه کې به یې پرې د سر خاوره "ګل سر شوى" یو شمیر خواړه یا هم د کور لوښي اخیستل.

روسیه وایي، د اوکراین لسګونه بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړي

Pa.azadiradio.com 

روسيې د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۵مه) وویل چې د شپې پر مهال یې د اوکراین ګڼ ډرون الوتکې ویشتلي دي.  پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ويډوګانې په روستوف سیمه کې له لرې واټنه چاودنې ښکاروي. د روسیې دفاع وزارت ویلي، هوايي دفاعي سیستم یې د تېرې شپې په ترڅ کې ۶۱ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې وویشتې چې ډېری یې د اوکراین پولې ته په څېرمه سیمو کې ویشتل شوې دي. د روسیې د ملکي هوايي چلند ادارې روزا ویاتسیا یوه ویاند ویلي، څلورو هوايي ډګرونو د یکشنبې په سهار د "امنیتي" دلایلو له امله د لنډې مودې لپاره ترافیک وځنډاوه... Читать дальше...

د پاړا چینار لپاره د خوراکي توکو او دوايانو کاروان د ډزو له امله ځنډول شوی

Mashaalradio.com 

د کورمې پاړا چینار ته دوايانې او نور خوراکي توکي وړونکی کاروان هغه وخت ستون شو چې د جنورۍ په څلورمه، بګن سیمه کې نامعلومه کسانو د ډپټي کمشنر په قافله ډزې وکړې او د ډپټي کمشنر په ګډون څلور تنه پکې ژوبل شول. یاده قافله د جنورۍ په وړومبۍ نېټه د کورمې شیعه او سني خواوو ترمینځ د امن تړون د لاسلیک کېدو نه وروسته، د صوبې چیف سیکرټري په وینا، روانه شوې وه. په کورمه کې د شاوخوا تېرو درې میاشتو شیعه او سنيانو ترمنځ نښتو وروسته، د پاړا چینار مرکزي لار تړل شوې ده، چې له امله یې د پاړا چینار په ګډون ځینې نورې... Читать дальше...



ماینونو تېر کال څه باندې ۵۰۰ افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په ۲۰۲۴ کال کې تر ۵۰۰ ډېر ماشومان له جګړو څخه د پاتې شویو ماینونو او مهماتو په چاودنو کې وژل شوي یا هم ټپیان شوي دي. نن (یکشنبه د مرغومې ۱۶مه) د افغانستان د یونیسف ادارې پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) کې دا خبر ورکړی دی ، خو دا یې څرګنده نه کړه چې په دغو ماشومانو کې څومره یې  وژل شوي او څومره ټپیان دي. د ملګرو ملتونو دغې ادارې زیاته کړې، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې شاوخوا ۳ میلیونه ماشومانو او د هغوی پالنه کوونکو ته د چاودېدونکو توکو د خطرونو په... Читать дальше...

امینه محمد: افغانستان کې د ښځو پر حقونو دوامداره تیری کیږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو یوې چارواکې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د روانو محدودیتونو په باب اندېښنه وښوده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې «په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو په پرله پسې ډول تېری کېږي.» د هغې په لیکنه سږکال نورو شاتګونو دوی نور هم له عزتمن ژوند څخه بې برخې کړي دي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې لیکلي، چې نه تسلیمېږو او په اسلام کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د دفاع لپاره د هغې تعهد نه خوځېدونکی دی. طالبانو په خپله څه کم درې نیم کلنه... Читать дальше...

د سالنګ لارې د پاکولو چارې لا هم روانې دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو ټولګټو وزارت وايي، چې د سالنګونو د لویې لارې د پاکولو چارې لا هم روانې دي او دغه لار له پرون د ټولو موټرو پرمخ تړلې ده. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې جنوبي سالنګ په ځینو برخو کې د واورې اندازه ۲ متره او ۳۰ سانتي ته رسېدلې او په شمالي سالنګ کې څه کم درې متره واوره اورېدلې ده.  حق شناس لیکلي، چې د واورې له پاکولو وروسته که د واورې ښویېدو خطر نه وي، دغه لار د ټرافیکو پرمخ پرانیستل کېږي. هغه له خلکو او چلوونکو غوښتنه کړې، چې د دغې لارې د وضعیت په... Читать дальше...

رابعه نور وایي نجونې هم په سوکوهنه کې مخته تللای شي

Mashaalradio.com 

رابعه نور هغه ۱۷ کلنه پیغله سوک‌وهونکې ده چې د خیبر پښتونخوا په هریپور کې زېږېدلې، خو اوس د کراچۍ په بلدیه ټاون کې ژوند کوي. رابعه نور په کورنيوو او نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی چې ځینې یې ګټلې دي. هغه وايي چې د حکومتي ملاتړ نشتوالي له امله نه شي کولای چې په ډېرو نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي. رابعه غواړي چې حکومت دې د کیک باکسینګ لپاره د روزنې زمینه ورته برابره کړي. ویډیویي رپورټ

رانا ثناالله وايي، پاکستان په افغانستان کې دننه د پوځي عملیاتو حق لري

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې کړکېچ په زیاتېدو دی، د پاکستان د صدراعظم سلاکار رانا ثناالله پرون وویل پاکستان دا حق لري چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي پرضد عملیات وکړي.




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России