Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2025

Новости за 03.01.2025

پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو کورونه پلټلي او لسګونه افغانان یې نیولي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي، په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د کورونو د تالاشۍ او نیولو لړۍ د جمعې په ورځ هم روانه وه.  د اسلام اباد په B17 سیمه کې یوه کډوال ویلي چې پولیسو یوازې د جمعې په ورځ په دې سیمه کې لسګونه افغان کډوال ونیول.

په ۲۷ ولایتونو کې واوره او باران اوري

Pa.azadiradio.com 

د هواپېژندنې ریاست نن جمعه او سبا شنبه د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی. د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرداري کې ویلي، چې د سالنګونو په ګډون په: کندهار، زابل، روزګان، غور، سرپل، بامیان، دایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، کندوز، بغلان، پروان، کابل، پنجشېر، نورستان، تخار، بدخشان، کاپیسا، ننګرهار، لغمان او کونړ کې به د باران کچه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو او د واورې اندازه له ۱۰ تر ۴۰ سانټي مټرو پورې وي. Читать дальше...

خوست کې د نشې په هدف د [پریګابالین/زیګپ] درمل کارول زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

په خوست ولایت کې یو شمېر ټولنیز فعالان وايي چې په دغه ولایت کې د ځوانانو ترمنځ د نشې په هدف د «پرېګابالین یا زیګپ» په نوم د درملو کارول زیات شوي. د زیګپ ګولۍ د شدیدوعصبي ناروغیو د لنډه مهاله درمنلې او د دردونو د تسکین لپاره کارول کیږي.



په نیمروز کې بزګر مرسته غواړي

Pa.azadiradio.com 

د نیمروز ولایت ځينې بزګر وایي د کوکنارو نه کرلو لپاره، مالي مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري. دې بزګرو تېره اونۍ یوه اندازه سره او اصلاح شوي تخمونه ترلاسه کړل، خو وایي چې دا مرسته یې بس نه ده.

خوست کې پر ډيورنډ کرښه د افغان طالبانو او پاکستانيو ځواکونو ترمينځ بيا جګړه شوې

Mashaalradio.com 

په خوست ولایت کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند مستغفر ګربز د جنورۍ پر درېيمه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه  شاوخوا یوه نیمه بجه د پاکستان پوځ د خوست ولایت د علیشیر ولسوالۍ اړوند، د ډيورنډ "فرضي" کرښې دې غاړې ته پر دریو کلیو ایروکام، کاږه او ګړاب د هاوانونو مرمۍ وویشتلې.

د بلوچستان کروندګرو د ممکنه زرعي ټیکس پرضد احتجاج کړی

Mashaalradio.com 

د بلوچستان کروندګرو د ممکنه زرعي ټیکس پرضد او هغوی ته د لمريزې انرژۍ لپاره د پيسو نه ورکولو پرضداحتجاج کړی دی. د جنورۍ پر دویمه په کوټه کې د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته د احتجاج پرمهال کروندګرو وویل، دوی ځکه د زرعي ټېکس ورکولو وس نه لري چې د صوبې زراعت وچکالۍ ځپلی دی. کروندګر وايي، صوبايي حکومت د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) شرطونو پوره کولو لپاره د مرکزي حکومت په امر پر دوی زرعي ټيکس لګول غواړي. خو د بلوچستان حکومت وايي چې تر اوسه په دې اړه په اسمبلۍ کې هېڅ قانوني مسوده نه ده وړاندې کړل شوې. ویډیو رپورټ.

د پنجاب پوليسو ښځو ته د موټر سايکل چلولو روزنیز پروګرام پیل کړی

Mashaalradio.com 

د پنجاب په لاهور کې ټرافیک پولیسو ښځو ته د موټر سایکل چلولو ارزان بیه روزنیز پروګرام پیل کړی دی. پولیس وايي چې تراوسه پورې یې شاوخوا ۶،۵۰۰ ښځو ته موټرسایکل چلول وزده کړي دي. د لاهور اوسېدونکو د حکومت دا اقدام ستایلی دی.

ایران: د قاسم سلیماني د وژل کېدو د پنځم کال په مناسبت لاریونونه وشول

Pa.azadiradio.com 

پرون د ایران په عمده ښارونو کې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د قوماندان د وژل کېدو د پنځم کال پوره کېدو په مناسبت لاریونونه وشول. جنرال قاسم سلیماني د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ میاشتې پر درېیمه د عراق پلازمېنې بغداد ته نږدې د امریکا د متحدو ایالتونو د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو. په تهران کې پرون لاریونوالو چې د سلیماني عکسونه یې له ځانونو سره لېږدول،  مرګ پر امریکا او مرګ پر اسرائیل شعارونه ورکول. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې د امام خمیني جامع جومات په انګړ کې راټولو شویو لاریونوالو... Читать дальше...

ناروې: په ۲۰۲۴م کال کې د برېښنايي موټرو پېرودل زیات و

Pa.azadiradio.com 

یو نوی راپور وايي، په ناروې کې د ۲۰۲۴م کال پر مهال د نویو پلورل شویو موټرو ۸۹ فیصده یې برېښنايي موټر وو. دغه راپور چې پرون خپور شو وايي، چې ناروې خپل هغه هدف ته نږدې شوی، چې له مخې یې غوښتل په ۲۰۲۵م کال کې دغه هېواد کې یوازې برېښنايي موټر وپلورل شي. د ناروې د ټرانسپورټ فډراسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ۲۰۲۵م کال لپاره ټاکل شوي هدف ته د رسېدو لپاره یوازې ۱۰ فیصده شاته یو. د اعلامیې له مخې په ۲۰۲۴م کال کې د ۱۲۸زره ۶۹۱ نویو پلورل شویو موټرو له جملې ۱۱۴زره ۴۰۰ یې برېښنايي موټر وو.

د سوریې د باندنیو چارو وزیر: تهران باید په خپله پالیسي کې اساسي بدلون راوړي

Pa.azadiradio.com 

د سوریې د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر وایي چې په سوریه کې د ایران حضور او نفوذ د دې هېواد د خلکو لپاره پاروونکی او یوازې د بشار اسد د حکومت د بقا لپاره و. هغه ټینګار کړی چې تهران باید په خپله پالیسي کې اساسي بدلون راوړي ترڅو د دواړو هېوادونو اړیکې بیا ټینګې شي. اسعد حسن الشیبانی د الجزیرې له تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې، چې د چهارشنبې په ورځ د جدی ۱۲ خپره شوه، وویل: "ایران باید د سوریې په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي." ده زیاته کړه چې ایران د سیمې یو هیواد دی او دوی په اوس وخت کې له ایران سره د اړیکو د پرې کولو غوښتونکي نه دي. Читать дальше...

د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی

Pa.azadiradio.com 

د هواپېژندنې ریاست نن جمعه او سبا شنبه د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی.   د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرداري کې ویلي، چې د سالنګونو په ګډون په: کندهار، زابل، روزګان، غور، سرپل، بامیان، دایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، کندوز، بغلان، پروان، کابل، پنجشېر، نورستان، تخار، بدخشان، کاپیسا، ننګرهار، لغمان او کونړ کې به د باران کچه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو او د واورې اندازه له ۱۰ تر ۴۰ سانټي مټرو پورې وي. Читать дальше...

ندیم: رسنۍ دې واقعتیونه منعکس کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو لوړو زده کړو سرپرست وزیر له رسنیو د بې پرېتوب او د واقعیتونو د انعکاس غوښتنه کړې ده. ملي راډیو ټلویزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی پرون پنج شنبه خبر ورکړی، چې ندا محمد ندیم دغه څرګندونې د رسنیو له مسوولانو سره د همغږۍ په غونډه کې کړې دي. دا غوښتنه داسې وخت کېږي، چې ندا محمد ندیم دوه کاله مخکې په یوه غونډه کې ویلي وو، هغه کسان چې د طالبانو نظام تخریبوي بغاوت کوونکي او واجب القتل ګڼل کېږي. پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پر رسنیو او د رسنیو پر کارکوونکو ډول- ډول محدودیتونه لګول شوي دي. Читать дальше...

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، د پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت له یوه محلي مشر سره پر افغانستان خبرې وکړې. محمد صادق پرون پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې په اسلام اباد کې یې د یوناما د دفتر له مشر مالک سیسې سره پرون پنج شنبه بحث وکړ. هغه د نورو تفصیلاتو له ورکولو پرته لیکلي، چې په دې کتنه کې یې د سیمه ییز امنیت په ګډون پر دوه اړخیزو ګټو خبرې وکړې. سیسې په پاکستان کې د یوناما د څانګې مشري کوي. صادق خان د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ داسې مهال کابل ته... Читать дальше...

د اسرائیل پوځ: سوریه کې مو د میزاییلو جوړولو یوه فابریکه ویجاړه کړې

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل پوځ پرون پنج شنبه تایید کړه، چې لسګونه پوځیان یې په سپټمبر میاشت کې سوریې ته داخل شوي وو، چې د میزاییلو د جوړولو یوه فابریکه ویجاړه کړي. د اسرائیل د پوځ په وینا، دغه فابریکه تر ځمکې لاندې جوړه شوې وه، چې ایران تمویلوله. دغه پوځ چې په سوریه کې دننه د خپلو تحرکاتو او پوځي عملیاتو په اړه لږې څرګندونې کوي، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سپټمبر د اتمې په حمله کې د اسرائیل د کومانډو سلو سرتېرو برخه درلوده. په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دغو عملیاتو پر مهال د مدیترانې سمندرګي ساحل ته نږدې په مصیاف کې دغه فابریکه ویجاړه کړل شوه. Читать дальше...




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России