په سکاټلنډ کې له بريتانیا د بېلېدو په پلوۍ زرګونو کسانو لایون وکړ
![په سکاټلنډ کې له بريتانیا د بېلېدو په پلوۍ زرګونو کسانو لایون وکړ](https://gdb.rferl.org/A49EA33F-8973-4F03-8CB1-868825ADAF88_cx0_cy8_cw0_w800_h450.jpg)
د سکاټلنډ په ګلاسګو ښار کې په زرګونو کسانو پرون په یوه لاریون کې له بریتانیا د سکاټلنډ د خپلواکۍ د اخیستو غوښتنه وکړه.
د سکاټلنډ د حکومت اعلا وزیرې او د سکاټلنډ د ملتپال ګوند مشرې نیکولا سټورجین د لاریون شااوخوا شلو زرو ګډونوالو ته وویل چې هدف یې ډېر نژدې دی چې ترلاسه شي.
هغې پرون د دغه لاریون تر پیلېدو مخکې په یوه خپاره کړي بیان کې په بریتانیا کې عمومي انتخابات چې ټاکل شوې د ډسمبر په دولسمه وشي، د سکاټلنډ لپاره ډېر مهم انتخابات وبلل او زیاته یې کړه چې سکاټلنډ خپلواکۍ ته تربل هروخت اوس ډېر نژدې شوی دی.
سټورجین له رأی ورکونکو وغوښتل چې د سکاټلنډ د دریځ د پیاوړي کېدو لپاره د ډسمبر په انتخاباتو کې د هغې ګوند ته رأیې ورکړي.
د ۲۰۱۴ کال په ټولپوښتنه کې سکاټلنډیانو په سلوکې ۵۵ د ۴۵ په مقابل کې د خپلواکۍ پرضد رایې ورکړې وې.
خو د سکاټلنډ ملتپال سیاستوال استدلال کوي چې د برېکزیټ په پلوي د بریتانیا د ۲۰۱۶ کال ټولپوښتنه دا معنی لري چې سکاټلند به د خپلې غوښتنې خلاف له اروپایي ټولنې وځي.
په ټوله بریتانیا کې په ترسره شوې ټولپوښتنه کې په سلو کې ۵۲ د ۴۸ په مقابل کې د بریکزیټ په پلوي رایې ورکړې وې، خو په سکاټلنډ کې بیا په سلوکې ۶۲ رأی ورکونکو په دې ټولنه کې د پاتې کیدو په ملاتړ رایې ورکړې وې.
د سکاټلنډ اعلا وزیرې وویل چې له بریتانیا د خپلواکۍ لپاره به د ډسمبر د میاشتې تر پای ته رسېدو مخکې نوې ټولپوښتنه یا راوبولي.