ټرمپ په یوه سپورتي سیالۍ کې د ګډون پرمهال د خلکو له ملنډو سره مخ شو
![ټرمپ په یوه سپورتي سیالۍ کې د ګډون پرمهال د خلکو له ملنډو سره مخ شو](https://gdb.rferl.org/1F1DA03B-F724-430D-9ACB-EA32F2A632CE_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه سپورتي سیالۍ کې د ګډون پرمهال د خلکو له ملنډو سره مخ شو.
د نومبر په دوهمه نېټه د نیویارک ښار په یوه لوبغالي کې د MMA یا ګډو رزمي ورزشونو یوې لوبې ته د ښاغلي ټرمپ له ننوتو سره سم ګڼو خلکو د ملنډو آوازونه اوچت کړل.
دا دوهم ځل دی چې ټرمپ په مهمو مناسبتونو کې د خلکو له دې ډول غبرګون سره مخ کېږي.
تېره اوونۍ په واشنګټن کې د بېسبال د نړیوالو لوبو په سیالیو کې هم کله چې ټرمپ معرفي شو، نو خلکو د ملنډو په غږونو بدرګه کړ او حتی د سټډیوم له ځینو برخو خو دا غږ هم اوچت شو چې ویې تړئ.
ټرمپ د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال په خپلې سیالې ډموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلنټن پسې همدا غږ کړی و.