د امریکا یوه استخباراتي منلې چې د جمهوري غوښتونکو پوښتنې ځواب کړي
د امریکا یوه استخباراتي منلې چې د جمهوري غوښتونکو پوښتنې کتباً ځواب کړي.
د ده افشاګریو د استازیو جرګې له خوا د ټرمپ د استیضاح د تحقیقاتو د پيل لپاره لار هواره کړې.
د دغه افشاګر چارواکي مدافع وکیل مارک زید په یوه ټوېټ کې ویلي چې موکل یې جمهوري غوښتونکو ته ځواب وايي خو هغه پوښتنې به ځواب نه کړي چې هویت یې پرې افشا کېدای شي.
د زید په خبره که د موکل هویت یې افشا شي نو هغه او کورنۍ ته یې خطر پېښېدای شي.
د امریکا استخباراتي چارواکي په سپټمبر میاشت کې پرته له دې چې هویت افشا کړي یو شکایت ثبت کړی و او په هغه کې یې ولسمشر ډونالد ټرمپ تورن کړی و چې د جولای په ۲۵ مه یې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته زنګ وهلی او په هغه یې فشار راوړی چې د جوبایډن په اړه تحقیق وکړي.
جوبایډن د ۲۰۲۰ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د اوسني جمهور رئیس ډونالد ټرمپ له اصلي سیالانو ګڼل کیږي.
د دغو څرګندونو تر خپرېدو وروسته د امریکا استازو جرګې چې اکثر پکې ډموکراټان دي د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح د تحقیقاتو د پيل غوښتنه وکړه.
استازو جرګې په غوڅ اکثریت ددغو تحقیقاتو د پيل لایحه هم تصویب کړه.