يورايشيا ريوو: د سي آی اې له ملاتړه برخمن افغان ځانګړو ځواکونو ظلمونه کړي
![يورايشيا ريوو: د سي آی اې له ملاتړه برخمن افغان ځانګړو ځواکونو ظلمونه کړي](https://gdb.rferl.org/32DC127E-B786-40A2-BF7A-AFB5EAAE9FFF_w800_h450.jpg)
يورايشيا ريوو خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې د بشري حقونو د څار ادارې د يوه راپور په حواله په يوه مقاله کې ليکلي، د افغانستان تهاجمي ځواکونو چې د امريکا د استخباراتو مرکزي اداره (CIA) يې ملاتړ کوي، ظلمونه کړي دي.