بنګلهدېش په لومړي ځل ۲۰ اوریزه کرکټ لوبه کې هند مات کړ
![بنګلهدېش په لومړي ځل ۲۰ اوریزه کرکټ لوبه کې هند مات کړ](https://gdb.rferl.org/586071FC-AF87-4851-B5AA-486963808E43_cx0_cy5_cw58_w800_h450.jpg)
د بنګلهدېش کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل هندوستان ته په ۲۰ اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه.
دا سیالي تېره شپه د هندوستان په کوربهتوب ترسره شوه.
د لوبي پچه بنګلهدېش وګټله او د توپ اچونې پرېکړهیې وکړه.
هند په پوره ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه.
بنګلهدېش د لوبې په وروستي اور کې هدف پوره کړ او دا سیالي يې په اووه وېکټو وګټله.
تر دې وړاندې هند او بنګلهدېش په ۲۰ اوريز کرکټ کې ۸ ځلي سره مخامخ شوي وو، خو بنګلهدېش ترې هېڅ لوبه نهوه ګټلې.
د بنګلهدېش او هند ترمنځ دوهمه ۲۰ اوريزه لوبه د پنجشنبې په ماښام ۰۶:۰۰ بجې ترسره کېږي.