عراقي اعتراض کوونکو کربلا کې د ایران پر قونسلګرۍ برید کړی
![عراقي اعتراض کوونکو کربلا کې د ایران پر قونسلګرۍ برید کړی](https://gdb.rferl.org/BB6D74D9-2F04-4749-833F-7BDCB36DE9AC_w800_h450.jpg)
عراقي اعتراض کوونکو د یکشنبې په ورځ د شیعه مسلمانانو په سپېڅلي ښار کربلا کې د ایران پر قونسلګرۍ برید کړی دی.
دا په عراق کې د هغو اعتراضونو د لړۍ په ترڅ کې تازه پېښه ده چې پهکې معترضان د خپل هېواد پر سیاستوالو د اداري فساد، بېکارۍ او د عراق په چارو کې د ایران د لاسوهنو له کبله غصه دي.
اسوشیټېد پرس خبري اژانس د عیني شاهدانو له خولې ویلي چې اعتراض کوونکو په کربلا کې د ایران د قونسلګرۍ بیرغ ښکته کړ او پر ځای یې د عراق بیرغ پورته کړ.
په ټولنیزو رسنیو کې هغه وېډیو هم لاس په لاس کېږي چې پهکې معترضان د قونسلګرۍ پر دېوال پټرولي لمبه شوي بمونه ورولي.
دمګړۍ په دې اړه ایراني چارواکو عکسالعمل نهدی ښودلی.
عراق کې مظاهرهچیان، د بېکارۍ پر لوړې کچې، کمزوري عامه خدمتونو، او د تېلو په دې بډاۍ هېواد کې پر پراخو درغلیو اعتراض لري.
دا اعتراضونه چې تر ډېره په بغداد او د عراق په جنوبي شیعه مېشتو سیمو کې دي تر اوسه پهکې له ۲۵۰ زیات کسان وژل شوي دي.