تایلند کې جلا غوښتوونکو وسله والو ۱۵ کسان وژلي
د تایلند په جَنوب کې مشکوکو جلا غوښتوونکو وسله والو یوه امنیتي پوسته تر برید لاندې نیولې او لږ تر لږه ۱۵ کسان یې وژلي دي.
د یالا ولایت یو امنیتي مقام (پراموتو پروم ان) رویټرز ته ویلي چې بریدګرو پرون شپه ناوخته په دې برید کې چاودیدونکي مواد هم کارولي او په لارو یې د مرستندویه ټیمونو د راتګ د مخنیوي لپاره موانع اچولې دي.
چا د دې برید مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
د تایلند په جَنوب کې اکثره مسلمانان میشت دي.
په تایلند کې پر تاوتریخوالیو د څار یوه ډله وايي چې له ۲۰۰۴ کال راهیسې یوې جلا غوښتونکې وسله والې ډلې په دریو مسلمان میشتو یالا، پتانې او ناراتیوات ولایتونو کې اوه زره کسان وژلي دي.
دغه درې ولایتونه مخکې له دې چې په ۱۹۰۹ میلادي کال کې له تایلند سره یوځای شي د مالای مسلمانانو سلطنتي واکمنۍ پورې مربوط و او اتیا فیصده وګړي یې مسلمانان دي.
ځینې مخالفې ډلې د تایلند په جَنوب کې وايي چې د یوه جلا دولت د رامنځته کولو لپاره جنګیږي.