سږکال ۴ اعشاریه یو میلیارده کسان له انټرنېټ سره تړلي دي
![سږکال ۴ اعشاریه یو میلیارده کسان له انټرنېټ سره تړلي دي](https://gdb.rferl.org/E302A1A6-D580-4BC2-AC02-D49567D2DD10_w800_h450.jpg)
د ملګرو ملتونو يو تازه راپور ښيي چې سږکال په نړۍ کې ٤ اعشاريه يو میليارد کسان له انټرنېټ سره تړلي دي.
د مخابراتو نړيوالې ټولنې يا (ITU) دغه راپور پرون خپور شوى، چې په کې راغلي چې مخ په ودې هېوادونو کې د انټرنېټ د ښځينه کاروونکو شمېر کم شوى دى.
دغه اداره چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې فعاليت لري وايي، د ٢٠١٨میلادي کال په پرتله په ټوله کې د انټرنېټ نړيوال ګډونوال ٥ اعشاريه ٣ فيصده زيات شوي دي.
د انټرنېټ زيات کاروونکي په اروپا کې او تر ټولو لږ په افريقا کې مېشت دي.
که څه هم په دغه راپور کې د افغانستان په اړه دقيق ارقام نه دي وړاندې شوي، خو ويل شوي، چې په افغانستان تر ښځو زيات نارينه انټرنټ کاروي.