د پاکستان حکومت ضد مارچ او د اپوزيشن داخلي سياست
د کارپوهان په وينا داسې ښکاري چې دوه مهم اپوزيشن ګوندونه مسلم ليګ نواز او پيپلز پارټۍ ورو ورو ځان له مارچ څخه ليرې ساتي چې له کبله يې پر حکومت فشار مخ په کمېدو او په اپوزيشن کې اختلافات مخ په زياتېدو ښکاري.