د غور – کابل د لارې د امنیت د ټينګښت لپاره تصفیوي عملیات پيل شوي
د غور ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د غور – کابل لویې لارې د امنیت د ټينګښت لپاره یې تصفیوي عملیات پيل کړي دي.
د غور د پولیسو ویاند سمېع نژاد ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات له دولتیار ولسوالۍ پیل او د طالبانو تر کاملې تصفیې به دوام لري.
دی وایي: "د کابل – غور له لویې لارې د طالبانو د له منځه وړلو په هدف عملیات پيل شوي دي، په دې لارې باندې طالبانو ماینونه ايښودل، خلک یې ځورول او مسافرین یې وهل ټکول، د دښمن تر نابودۍ پورې به دا عملیات چې له دولتیار ولسوالۍ پيل شوي، دوام ولري."
له یوې میاشتې زیات وخت تېرېږي چې طالبانو په دولتیار ولسوالۍ کې د کابل – غور لویې لارې باندې پرتې سیمې نیولي او د راپورونو په اساس، مسافرین ځوروي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.