په ایران کې زلزلې ۵ کسان وژلي او ۳۱۲ ټپیان شوي
د ایران په ختیځ د اذربایجان ولایت کې یوې زلزلې لږترلږه پنځه کسان وژلي دي.
دا خبر د ایران دولتي رسنیو ورکړی.
د زلزلې شدت د ریښتر په کچه پنځه اعشاریه نهه بلل شوی دی.
د لومړنیو راپورونو له مخې په دې زلزله کې چې نن (جمعه) سهار په سیمه ییز وخت په دوه بجو او ۱۷ دقیقو وشوه، لږترلږه ۳۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، شدید باران سیمې ته د ژغورنې د هڅو د رسول له ستونزو سره مخ کړي او جزیات هم روښانه نه دي.
په سیمه کې تر زلزلې وروسته تر څلوېښتو زیات ټکانونه احساس شوي دي.
د امریکا د جیولوژیکي سروې مرکز د دې زلزلې شدت پنځه اعشاریه اته او ژورتیا یې لس کیلومتره بللې ده.
د دې ادارې په وینا، د زلزلې مرکز د اسب فروشان ښارګوټي ته نژدې و.
د اروپا د مدیترانې د زلزله پېژندنې مرکز بیا د زلزلې مرکز د ایران د تبريز ښار په جنوب ختیځ کې ۱۱۲ کیلومتره لرې بللی دی او زیاته کړې یې ده چې شااوخوا شل میليونه وګړو د زلزلې ټکانونه احساس کړي دي.
ایران په نړۍ کې د زلزلو پر کرښه له پرتو هېوادونو څخه دی، چېرې چې ډېرې زلزلې پېښېږي.