په بغلان کې ۱۵ ټنه نشه يي مواد وسوځول شول
![په بغلان کې ۱۵ ټنه نشه يي مواد وسوځول شول](https://gdb.rferl.org/B3ECC72B-610C-41F6-9F54-3F1E7A2DD05D_w800_h450.jpg)
په بغلان ولایت کې ۱۵ ټنه نشه يي مواد وسوځول شول.
د بغلان امنیه قوماندان محمد ویس صمیمي ازادي راډیو ته وویل، د تېر کال په بهير کې پولیسو د بغلان په مرکز او ولسوالیو کې پنځلس ټنه نیول شوي نشه يي مواد وسوځول.
په دې موادو کې ۹۸۰ کیلوګرامه یې هیروئین، ۴۱ کیلوګرامه مورفین، ۱۰۲ کیلو ګرامه تاریاک، ۷۵۳ کیلوګرامه چرس، ۱۴ زره کیلوګرامه بنګ او لسګونه ليټره شراب شامل وو.
د دې موادو د قاچاق په تور ۶۳ کسان نیول شوي او وروسته د محکمو له خوا په بند باندې محکوم شوي دي.