په هلمند کې څه د پاسه لس ټنه نشه يي مواد وسوځول شول
په هلمند ولایت کې څه د پاسه لس ټنه نشه يي مواد وسوځول شول.
د هلمند والي یاسین خان د عقرب د میاشتې په ۱۳مه نېټه د نشه يي موادو د سوځولو پر مهال رسنیو ته وویل، دا ۱۳ ټنه نشه يي مواد چې ۱۷۲ ليټره یې شراب، ۱۷۹ کیلو ګرامه هیروئین، څه د پاسه ۱۰۰ کیلو ګرامه مورفین، ۳۲۵۴ کیلو ګرامه تاریاک، ۸۱۶۱ کیلو ګرامه چرس او لسګونه لیټره یې کېمیاوي مواد دي.
دی وایي: "دا نشه يي مواد چې په تېرو درېيو کالو په بهير کې د ملي پولیسو د عملیاتو په نتیجه کې نیول شوي، د محکمو په امر وسوځول شول."
د یادونې وړ ده چې د دې موادو قاچاق کوونکي عدلي او قضايي مرکز ته معرفي او د محکمو له خوا په جزا محکوم شوي دي.