بهرنیو هېوادونو ته د مخدره موادو ۱۴ قاچاق کوونکي ونیول شول
څوارلس کسان هغه مهال ونیول شول چې د هوايي ډګرونو له لارې یې بهرنيو هېوادونو ته نشه يي مواد قاچاق کول.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په څلورو جلا جلا پېښو کې اووه کسان نیول شوي چې پنځه کیلو او (۷۰۰) ګرامه هیروئین یې په (۵۲۹) کپسولونو کې د حامد کرزي د هوايي ډګر له لارې بهر ته قاچاق کول.
په یوه بله پېښه کې د عدلي او قضايي مرکز څارنوالانو اووه کسان هغه مهال ونیول چې غوښتل یې یو کیلو او (۶۵۰) ګرامه هیروئین په خپلو خېټو کې د کندهار د هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي.