لوګر چارواکي: د پکتیا د ۳ قاضیانو وژونکې ډله له منځه یوړل شوه
د لوګر امنیتي چارواکي وایي، هغه قوماندان او ډله یې له منځه وړي، چې د پنجشنبې په ورځ د پکتیا ولایت د استیناف محکمې د دریو قاضیانو او یو تن کارکوونکي په وژلو کې یې لاس درلود.
د لوګر امنیه قوماندانۍ د پولیسو ویاند شاپور احمدزي ازادي راډيو ته وویل، چې یاد څلور تنه وسله وال طالبان تېر ماښام د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په سلطان باغ سیمه کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې وژل شوي.
تر اوسه وسله والو طالبانو ددغه برید د رد او تائید په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د کابل او ګردیز تر منځ د لوګر په سیمه کې د ناامنۍ دا څوومه پېښه ده، چې رامنځته کیږي.