ایکو سازمان د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وکړ
د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو د وزیرانو په ۲۴ دوره ناسته کې ګډونوالو هېوادونو د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړ.
دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې کړې ده.
د ایکو سازمان ناسته د ترکیې په کوربه توب په اناتالیا ښار کې پرون وشوه.
په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میرویس ناب د افغان پلاوي مشري کوله.
ښاغلي ناب په خپل ټوېټر لیکلي چې په دې ناسته کې یې ګډونوالو ته ویلي چې اقتصادي سوکالي مستقیماً له سولې سره تړاو لري او دا چې افغانستان د نړۍ په استازیتوب د تروریزم پر وړاندې جنګ مخته وړي، باید ټول په دې جنګ کې اوږه ورکړي.
د اقتصادي همکاريو سازمان یا ایکو لس دایمي غړي لري او افغانستان له ۱۳۷۲ لمریز کاله ورسره یوځای شوی.
د سیمې د خلکو اقتصادي سوکالي، د سوداګریو پراختیا او د خصوصي او دولتي سکټور د همغږۍ رامنځته کول د دغه سازمان مهم هدفونه یادیږي.