چارواکي: د پکتیا په زرمت کې ۹ وسله وال وژل شوي
د پکتیا ولایت چارواکي وايي چې تېره شپه ناوخته د یاد ولایت د زرمت ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۹ وسله وال وژل شوي او ۲ نور نیول شوي دي.
د یکشنبې د ورځې مازیګر مهال د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو د زرمت لسوالۍ په کمربندي پوستو د برید لپاره تیاری نیوه چې د افغان ځواکونو تر برید لاندې راغلل.
نوموړی زیاتوي چې په دې برید کې د وسله والو اړوند یو شمېر ماینونه، وسلې او پوځي تجهیزات له منځه تللي او ځیني يې د افغان ځواکونو لاسته لوېدلي دي.
د والي ویاند وايي چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.