چارواکي: د پکتیکا په مټاخان کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي
د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي چې په مټاخان ولسوالۍ کې د یوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین ازادي راډیو ته وویل چې د مټاخان ولسوالۍ په خواجه رم کلي کې د افغان هوایي ځواکونو په هوایي برید کې د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون، شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
نوموړي وویل چې په دې برید کې عامو خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.