په لغمان کې د وریژو حاصلات زیات شوي
د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د وریژو د تولیداتو له زیاتوالي خبر ورکوي.
د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس محمد جمیل خوشحال نن ازادي راډيو ته وویل چې تېر کال یوې هکټار ځمکې څلور ټنه شولې کړې وې، خو سږ کال دا حاصل له څلورو ټنو زیات شوی دی.
نوموړي د دغه زیاتوالي لامل د وریژو د کښت په برخه کې د عامه پوهاوي زیاتوالی، د کرنیزو ناروغیو مخنیوی او د بارانونو زیاتوالی یاد کړل.
د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په کلنې ډول افغانستان اوس مهال ۵۷۴ زره ټنه وریژو ته اړتیا لري، خو په دې هېواد کې یوازې ۳۵۲ زره ټنه وریژې تولیدېږي او د ځان بساینې لپاره ۲۲۲ زره ټنو د وریژو تولید ته لا هم اړتیا لیدل کېږي.
شولې د افغانستان د ۱۷ ولایتونو په ۸۱ ولسوالیو کې کرل کېږي.