روسیه: د عدالت نړیواله محکمه دې د کریملین پوره استدلال واوري
![روسیه: د عدالت نړیواله محکمه دې د کریملین پوره استدلال واوري](https://gdb.rferl.org/C1CBDCC9-D95F-4D68-8AE4-0E15A7643077_cx0_cy6_cw82_w800_h450.jpg)
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، تمه لري چې د عدالت نړیواله محکمه به په هغه دعوه کې چې اوکراین د روسیې پرضد پیل کړې ده د کریملین استدلال پوره په پام کې ونیسي.
دې وزارت په دې اړه څرګندونې پرون په یوه بیان کې کړې دي. له دې یوه ورځ مخکې د ملګروملتونو دې اړوندې محکمې حکم وکړ چې دا صلاحیت ورکړل شوی دي چې د کییف هغه شکایت چې وايي روسیه د اوکراین په ختیځ کې له تروریستانو سره مالي مرسته کوي واوري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغي دي چې مسکو د عدالت له نړیوالې محکمې غواړي د کریملین استدلال واوري او بالاخره د اوکراین ادعا باطله اعلان کړي.