جنوبي کوریا: امریکا هڅه کوي څو شمالي کوریا د خبرو مېز ته راولي
![جنوبي کوریا: امریکا هڅه کوي څو شمالي کوریا د خبرو مېز ته راولي](https://gdb.rferl.org/7FBAB946-1BBD-473A-AC66-C2BD30F900C8_w800_h450.jpg)
جنوبي کوریا وايي، متحدایالات په ډېر فعال ډول هڅه کوي چې د کوریا په ټاپووزمه کې د امنیت او اټمي مسایلو په اړه د بحث لپاره شمالي کوریا یو ځل بیا د خبرو مېز ته راولي.
د شمالي کوریا د کال د پای هغه مهلت د رارسېدو په حال کې دی چې پیونګ یانګ وايي باید په دې ډول خبرو کې د واشنګټن له لوري د انعطاف د زیاتېدو باعث شي.
د جنوبي کوریا د ملي امنیت سلاکار نن خبریالانو ته وویل، سېول د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون مهلت ته په جدي نظر ګوري.
چونګ یوی یونګ زیاته کړه، شمالي کوریا د کال د پای مهلت ښودلی چې د دې هېواد د دریځ ښيي.
نوموړي زیاته کړه چې جنوبي کوریا له امریکا سره هم کار کوي څو دواړه لوري یوه ګډ ټکي ته ورسېږي.
ښاغلي یونګ زیاته کړه د شمالي کوریا او امریکا دریمه سرمشریزه یوازې په هغه صورت کې ممکنه ده چې د دواړو هېوادونو جګپوړي چارواکي خبرې وکړي او په خبرو کې پرمختګ وشي.
کېم په فبروري میاشت کې په ویتنام کې له ولسمشر ډونالډټرمپ سره په دوهمه سرمشریزه کې غوښتنه کړې وه چې واشنګټن د شمالي کوریا د اټمي تاسیساتو د ویجاړولو په بدل کې باید ځینې بندیزونه لرې کړي چې د ولسمشر ټرمپ له سخت غبرګون سره مخ شوه خو وروسته بیا دواړو خواوو د خبرو د بیا پیلولو ژمنه وکړه.