شېخ: حکومت د اين ايف سي ايوارډ جوړښت بدلول غواړي
د پاکستان حکومت وايي قبايلو سيمو لپاره د قامي مالي کمېشن يا اين ايف سي ايوارډ يا پېسو د ورکولو شکل بدلول غواړي. په مالي چارو کې د وزيراعظم عمران خان سلاکار حفیظ شېخ وويل چې تېر کال په خېبر پښتونخوا کې د قبايلي ضلعو تر شاملېدو وروسته د دې صوبې ضرورت زيات شوی دی.