د پاکستان اپوزېسیون د حکومت د پرځولو لپاره 'بي' پلان اعلان کړ
په پاکستان کې د عمران خان د حکومت مخالفو اعتراض کوونکو پرون (چهارشنبه) اعلان وکړ چې د پلازمېنې اسلاماباد په لویه لار کې د دوو اوونیو اعتراضي پلتۍ پای ته رسوي، خو د هېواد نورې لارې بندوي.
دا اعتراضونه د ازادۍ د مارش په نوم د اکټوبر له ۲۷ څخه د کراچۍ له جنوبي ښاره د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضلالرحمن په لارښوونه پیل شول.
دوی د صدراعظم عمران خان حکومت په انتخاباتو کې په درغلۍ او د هېواد د اقتصاد په خرابولو تورنوي، خو حکومت د دوی تورونه ردوي.
پرون مولانا فضلالرحمن خپلو پلویانو ته وویل چې خپلو کورونو ته لاړ شي او بي (B) پلان پیل کړي.
ټاکل شوې ده چې اعتراض کوونکي د پاکستان په لویو لارو کې پلتۍ ووهي او د تګ راتګ مخه ونیسي.