'ازادي مارچ' دوهم پړاو ته ولاړ
!['ازادي مارچ' دوهم پړاو ته ولاړ](https://gdb.rferl.org/e6e50322-bfcf-4743-9267-c3b45efc9435_tv_w800_h450.jpg)
د جميعت علمای اسلام په مشرۍ د حکومت پرضد د اسلام اباد مارچ بېګاه ختم شو او په احتجاج کې شامل خلک کورونو ته روان شوي دي. مولانا فضل الرحمن د احتجاج دوهم پړاو اعلان وکړ چې له مخې به يې اوس د هېواد لوی لوی سړکونه تړل کېږي. دا مارچ د اکتوبر پر ۳۱ مه نېټه اسلام اباد ته رسېدلی وو چې د وزيراعظم عمران خان د استعفی غوښتنه يې کوله.
په دې اړه د احمدالله رپورټ اورو.