چارواکي: د ۱۳۹۹ لمریز مالي کال بودجې سند ملي شورا ته استول شوی
د افغانستان مالیي وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال د بودجې سند د تصویب لپاره ملي شورا ته استولی.
د دغه وزارت ویاند شعمروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل، د راتلونکي مالي کال په پراختیايي بودجه کې د تېر په پرتله لس فیصده کموالی راغلی دی.
ښاغلي مسجدي زیاتوي، چې د ۱۳۹۹ مالي کال ټوله بودجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ تخمین شوې ده.
هغه زیاته کړه: "موږ له استماعیه جلسو، ولایتونو ته له سفرونو او د افغانستان اقتصادي پروګرامونو ته په پام سره دغه مسوده چمتو کړې، چې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي بودجه چې معاشونه او دولتي خدمتونو کې ورنه استفاده کیږي، او ۱۳۹ میلیارده پراختيايي بودجه مو په پام کې نیولې."
د مالیې وزارت تمه ښيي، چې ملي شورا د نوي مالي کال له پيل وړاندې دغه سند تصویب کړي، څو د راتلونکي مالي کال پروګرامونه له بودجې سره سم پیل شي.