افغانستان او ویسټ انډیز نن د شل اورونو کرکټ لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د ویسټ انډیز د کرکټ له لوبډلې سره د شل اورونو کرکټ مسابقه لري.
د کرکټ بورد د رسنیو مسئول، فرید هوتک تېره شپه ازادي راډیوته وویل: "د شل اوره کرکټ د دویمې سیالۍ کوربه افغانستان دی، دریمه شل اوره مسابقه به سبا وي، افغانانو ځانونه ښه ورته تیار کړي دي."
د ویسټ انډیز او افغانستان د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د شل او پنځوسو اورونو کرکټ سیالۍ د نوامبر په ښپږمه پېل شوې.
له هغه راهیسې، افغانستان درې د پنځوسو اورونو او یوه د شلو اورونو سیالي ویسټ انډیز ته ور بایللې دي.
دا مسابقې د هند په لکنهو ښار کې روانې دي.
د نوامبر په ۲۷مه د دواړو ترمنځ د ټسټ لوبه ده.